د روژې شپږویشتمه تحفه

لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد واصفی

نننی زرین اصل :

بد انسان په بده خبره درې کسان زخمي کوی : اول خپل ځان ، دوهم هغه څوک چی دئ یې بد وایی او درېیم هغه څوک چی اوری یې . او دا هم شپږویشتمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :

ته لسم دوږخي یې

حضرت ابی بن کعب (رض) روایت کوی چی د رسول الله (ص) په عصر کی دوو کسانو خپله خپله نسب نامه ( شجره ) بیان کړه . لومړني دوهم ته داسی وویل : زه فلانی بن فلانی یم ، ته څوک یې ؟

رسول الله (ص) وفرمایل :

د موسی (ع) په زمانه کی دوو کسانو خپله خپله نسب نامه بیان کړه . یو کس ( په افتخار سره ) وویل چی زه فلانی ابن فلانی یم….. هغه تر نهو نیکونو پوری وشمیرل . وروسته یې هغه بل ته وویل چی ستا مور دی ومري ، ته څوک یې ؟ دا بل ځواب ورکړ چی زه فلانی ابن فلانی ابن اسلام یم . وروسته الله تعالی موسی (ع) ته وحی راولیږله چی دغه دواړه داسی مخاطب کړه : لومړني ته ووایه چی اې هغه شخصه چی خپل نهه نیکه ګان دی ( د فخر په توګه ) یاد کړل ، هغوی نهه واړه په دوږخ کی دي او ته دوږخ ته د هغوی سره لسم نفر یې چی ځې به . او دوهم شخص ته ووایه چی اې تر دوو پښتونو پوری حسابونکې ! هغوی دواړه په جنت کی دي او ته د هغوی سره جنت ته درېیم داخلېدونکی انسان یې ( شعب الایمان للبیهقی : ۴۷۶۵ نمبر حدیث ) .

هو ، موږ خو ځانو ته ښه مسلمانان وایو ، خو که د دغه نبوي حدیث له مخی قوم پالنه ، ملیت پالنه او نسب پالنه وکړو ، نو آیا پوره او صحیح مسلمانان به یو ؟ راسیً چی په خپل ګرېوان کی وګورو او وجدانأ و ارزوو چی دغه قوم پالني او نسب پالني عملأ ګټه را رسولې ده که زیان ؟! آیا قوم پالني عملأ د اسلام او تمدن دواړو څخه لیری کړي نه یو ؟ د بې اتفاقۍ او تربورګلوۍ په اور یې نه یو سوځولي ؟ کلونه کلونه حتی پیړۍ پیړۍ یې تر نورو نه یو شاته کړي ؟

دا لا څه ، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل : زموږ څخه نه دئ هغه څوک چی خلګ قوم پالنی ته راوبولی . او زموږ څخه نه دئ هغه څوک چی پر قوم پالنه باندی جنګ وکړی . او زموږ څخه نه دئ هغه څوک چی پر قوم پالنه باندی مړ سی ( سنن ابی داود ، باب فی العصبیة ، حدیث نمبر ۵۱۲۳ ) .

یعنی څوک چی په اسلام کی قوم پالنه ترویجوي ، په خلکو کی د قوم پر بنیاد تقسیم او بیلتون راولی ، د خپل قوم پر سر د خلکو سره شخړه او جنګ کوی ، ځان د قوم په خاطر تر نورو خلکو اصیل او بهتر بولی ، او په داسی حال کی مړ سی چی د قومیت پورتنۍ مفکوره ورسره وی نو دغه انسان ته رسول الله (ص) وایی چی « زموږ څخه نه دی » ! د قومی په خاطر یو سړئ پر بل سړي اصیل ګڼل او همداسی نور چی د قومیت په خاطر کیږی ، ټول د پورتني حدیث له مخی ناروا دي .

نو آیا ښه به نه وی چی په قرآن او حدیث پوره عمل وکړو ، نه په قوم پالنه او نسب پالنه ؟ قوم پالنی تر ننه څه ګټه رارسولې ده ؟ باید د حیلو او پلمو څخه هم لیری اوسو ؛ یعنی خیر او شر ، یا اور او اوبه په یو لاس کی نه اخیستل کیږی داسی چی هم قوم پرستي کوو او هم د اسلام ټېکه داري ! فاعتبروا یا اولی الابصار !