د صدیق الله بدر شعر: زړه

broken_hearزړه

چې ته مې نه پېژندې

هغه وخت ما او زړه مې

سره خواله درلوده

زړه مې زما

ما مې د زړه منله.

خو اوس حيران يمه چې څه وکړمه

تا مې زړه واخست

ټوټې ټوټې دې راته بېرته راکړ

دا ټوټې، هره یوه

خپله خبره لري 

اوس را ته وایه اشنا

چې زه به څنګه

په هر هر چا – خپله خبره منم

۱۳۹۰.۱.۱۸



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.