افغانستان

غزني: د عملیاتو په پلمه ولسي وګړي ځورول کیږي

نن ټکی آسیا: د تیري ورځي راهیسي د غزني ولایت د خوګیاڼو په ولسوالۍ کي د اربکیانو، پولیسو او فوځ له خوا عملیات پيل شوي چي له کبله یې زیات شمېر ولسي خلګ په تنګ شوي دي.
ویل کیږي چي په دغو عملیاتو کي هغوی د خلګو کورونو ته ننوزي، ولسي وګړي نیسي، وهل او ډبول ورکوي، کورونه یې تالاشي کوي، او د چا کره چي موټر سایکل وموندل شي هغه ته د دښمن په سترګه ګوري، موټر سایکل یی له ځانه سره وړي، او د کور خاوند یې بې آبه کوي، او وهل ډبول ورکوي.

ویل کیږي چي همداراز اربکیان او ملګري یې په کورونو کي قیمتي سامانونه چور کوي، او د ښځو زیورات هم په زور او غلا باندي له ځانه سره وړي.
نن ټکی آسیا ته د مختلفو لارو څخه راغلي معلومات وايي چي تر سل زیات ولسي وګړي وهلي او ډبول شوي دي، او تر 80 زیات موټر سایکلونه له خلګو اخیستل شوي، او ډیري شتمنی لوټ شوي دي.
بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي د امنیتي چارواکو او دهغوی پایلوچانو دا عملیات ددې لپاره پيل کړي تر څو سیمه د طالبانو څخه تصفیه کړي، ولي مجاهدین اصلا په هغو سیمو کي وجود نه لري چيري چي دوی عملیات کوي، او نه دوی کولای سي د طالبانو سیمو ته ورسي، ځکه طالبان په وسلو سمبال کمین کي ورته ناست دي، او سیمه کي مکمل کنترول لري.
باید وویل شي چي د غزني ولایت یو د هغو ولایتونو څخه دی چيري چي د طالبانو مقاومت تر نورو ولایتونو ډیر پیاوړی دی، او له همدې وجي ددغه ولایت ولسي وګړي د چارواکو او بهرنیانو او کله کله د طالبانو له لوري هم ځورول کیږي، او په مختلفو بهانو باندې دې د کورو دننه تالاشي کیږي، او یا نور تکلیف ورته رسول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x