fbpx
دمدرسې اراکینو چې کله دغه زخمي زده کوونکی د روغتون په لور روان کړ حکومتي چارواکو یې په لار کې مخه ونیوله او روغتون ته یې د تګ اجازه نه ورکولــــه.

د خواشینۍ خبـــــــر / مبارزافغان

لیکونکی : مبارزافغان

بسم الله والحمدلله

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کابـــــل ولایـــت د موسهي ولسوالۍ د عبدالرؤف قلعـــه اړوند د شیـــــــــــخ القـــــــــرآن والحدیث علامـــــــــــــــــه ( عبدالقدوس جان) قدوسي” رحمه الله” د زیارت تر څنګ د سیمي په لویه مدرسه “دارالعلوم اسلامیه موسهي” باندي له څو ورځو را په دې خوا د حکومتي ځواکونو لخوا پرلپسې نظامي بریدونه کیږي …
لومړی يې د هاوان په ګولۍ یاده مدرســـه ویشتې او بیا څو ورځي وروسته یې د سپکو او درنو وسلو پیرونه له دوه وو طرفو څخه پرې وکړل چې له امله يې نوموړي مدرسې ته له مالي زیان سره سره د مدرسې یو ” شاګرد” چې په درس مصروف وو ولګید او شدید زخمي شو.
دمدرسې اراکینو چې کله دغه زخمي زده کوونکی د روغتون په لور روان کړ حکومتي چارواکو یې په لار کې مخه ونیوله او روغتون ته یې د تګ اجازه نه ورکولــــه.
له دې پیښي څخه وروستـــه چې د مدرسې استاذان او منطقې خلګ چې د مربوطه ولسوالۍ مقام ته د خپل عرض په خاطرلاړل ددې پر ځای چې حکومتي مسؤ لیـــن د دوی عرض واوري او د دوی اوښکي پاکي کړي برعکس یې دوی ته ګواښونه وکړل او ورته ویل یې چې په دغه منطقه کې چې زمونګ امنیتي ځواکونو ته هر نوعه مشکل پېښ شي مونږ به بیا هم نوموړې مدرسه خپل نظامي هدف ګرځوو.

نور د اولس غږ تراوسه حکومتي چارواکو نده اورېدلی اونه یې مثبت جواب ورکړی .

یاده دي وي چې له مذکوره مدرسې څخه هرکال په لسګونو د قرآنکریم حافظان او د نبي ” علیه سلام ” د حدیثو مبارکه وو فاضلان فارغیږي او د مروجه فنونو مکمل کتابونه په دې مدرسه کې لوستل کیږي او دا مدرسه د اولس د خلګو په زړونو کې خاص ځای لري دا په داسي حال کې ده چې څو ورځي وړاندي په همدغه منطقه کې پر حکومتي ځواکونو پرلپسي چاودني وشوې او د دغو چاودنو مسؤلیت هم د حکومت مخالفینو” طالبـــانو”په غاړه اخیستی” د یادوني وړ ده چې د حکومت د دا ډول کړنو له املــه د منطقې په سلګونه زده کوونکي د قرآنکریم له زده کړي څخه محروم پاتي کیږي اوشوي .
حکومتي چارواکي دعام اولس زورونه کوي ، کورونه يي په ګولیو ولي ، تېر کال یې هم د همدې ولسوالۍ ” د قلطغان ” په کلي کې یوه زنانه د شپې له خوا په ډزو شهیده کړه ، په همدې سیمه کې داسي په لسګونو پیښي شوي چې اکثره عاملین يې حکومتي چارواکي دي.

دا رنګه ددې اولس يې په لسګونو بېګناه خلک بندیان کړي د شکنجې په زور تري غلط اقرارونه اخیستل شوي او د حکومت د ظالمو قاضیانو له خوا زیات قیدونه ورکړل شوي او بغیر له زیاتو پیسو څخه يې په بله طریقه نه خلاصوي که مجرم وي اوکه نه وي دوسيې يې ورته جوړي کړي ، په لسګونه اسیران په همدې شکل د پلچرخي او باګرام په کرغېړنو زندانونو کې يې بې سرنویشته اچولي حتی چې د بعضو بندیانو قیدونه پوره هم دي سره له هغي د تورو تمبو شاته پراته دي .

بل حکومت ته منصوب چارواکي د ” اربکیانو” په نامه يې څو څو واره په همدغه منطقه کې د مظلومو خلګو کورونه او دوکانونه لوټلي ، دا رنګه خلګ يې بې ځایه ډبولي او دا کړنه لا روانه ده.

دا ټول هغه څه دي چې د اولــــس د نا ارامۍ سبــــب ګرځیدلي.

او اولس سره د حکومتي چارواکو دا رنګه کړني اولس ته نور د زغملو وړنه دي اونه به يې وزغمي .

باید ووایم چې ” اشرف غني ” کله هم جمهوري انتخاباتو ته ودرېد د هغه له لومړیو خبرو څخه یوه دا هم وه چې ویل یې زه به د ارګ او جومات له مابین څخه واټن لري کوم او یو ځای کوم به يې خو متأسفانـــه په عمل کې داسي ونه شول بلکي بلعکس کړني شروع شوې چې ښه بېلګه يې د همدغي مدرسې په هوانونو ویشتل دي . . . دا رنګه ډیري پیښي د ده په شوم اقتدار کې را منځته شوي او لا دوام لري .

هیره دي نه وي چې کله هم حکومتي چارواکي د هیواد په مختلفو سیمو کې له طالبانو سره له مخامخ جکړې څخه پاتي راشي بیا يې غچ له بېګناه ملکي هیوادوالو څخه اخلي دا کړنـــه به نه یوازي د حکومت په تاوان شي بلکي خلګ به عمومي پاڅون ته مجبوره کړي .

دارنګه او دې ته ورته پیښي د هیواد په مختلفو سیمو کې شوي چې ډیر بد عواقب يې لرلي او د حکومت په زیان تمامي شوي دي .

یادونه : له ټولو ملګرو څخه هیله کوم چې زما دغه لیکنه نشرکړي څو مسلمانان د حکومت له ناوړه کړنو څخه خبر شي!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د