fbpx
political block

شمالي ټلواله د ټوټه کیدو په درشل کې

نن ټکی آسیا: (سرمقاله) – نیږدې یوه میاشت مخکې د ملي جبهې (شمالې ټلوالې) مشر مشر احمد ضیاء مسعود په راتلونکو ټول ټاکنو کې د ځواکمن مشارکت په غرض د لسګونو سیاسي ګوندونو په ګډون نوی ایتلاف اعلان کړ .
د دغو نویو ایتلافونو په تشکلیولو کې د ایتلاف د غړیو په هلو ځلو سربیره د شمالي ګاونډیو هیوادنو مداخلې او هلې ځلې هم اساسي رول لري .

د شمالې ټلوالې د یوه مهم غړي محمد محقق د اعتراف له مخې د دغې ټلوالې د دریو تنو مهمو غړیو (جنرال دوستم ، عطاء محمد نور او محقق) وروستۍ غونډه د ازبکستان د چارواکو په نوښت د دې هیواد په پلازمینې تاشکند کې تر سره شوې چې هالته ور کې د قومیتونو په اساس د نویو را منځته کیدونکو ایتلافونو د جوړولو په ضرورت ټینګار شوی وه.

د شمالي ټلوالې بل مهم غړی او د کرزي په حکومت کې د ملي امنیت پخوانی مشر هم په خپلې هغې مقالې کې چې د ده د فیسبوک په شخصي پاڼه نشر شوي په نویو را منځته کیدونکو ایتلافونو کې د بهرنیو هیوادونو اغیزو ته په اشارې سره د دغو ایتلافونو غړې پردیو په ګوډاګیتوب تورن کړی .

د شمالې ټلوالې غړي چې غواړي په راتلونکو ټاکنو کې د متعددو کاندیدانو په ځای یو قوي کاندید ولري له څه وخت راهیسې په خپلو منځونو کې په غونډو او هلو ځلو لګیا دي ، خو د دوئ دغه هلې د دې په ځای چې دوئ ته مثبتې پایلې ولري د انتخاباتو د نیټې د را نیږدي کیدو په دغه حساس پړاو کې یې دومره اختلافونه تر منځ راغلی چې نیږدې ده د هغو له امله د ټلوالې سیاسي جوړښت په مجموع کې له منځه ولاړ شي .

د ټلوالې مهم غړی محمد محقق چې تازه یې د احمد ضیاء مسعود له پلوي نه د ډاکتر عبدالله په لورې مخ اړولی د شمالي ټلوالې د غړیو په منځ کې د سختو اختلافونو د رامنځته کیدو سبب شوی .

نوموړی په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې ځکه یې د احمد ضیاء مسعود له حمایت نه مخ واړاوه چې هغه نه بهرنیانو ته ارزښت لري او نه خپله د افغانانو په منځ کې محبوبیت لري .

د محقق دغو څرګندونو د امر الله صالح غوسه را پارولې او نوموړی یې د بهرنیو استخباراتي شبکو او په کابل کې دغربي سفارتونو په لاس کې لوبیدونکې څیره بللې.

شمالي ټلواله چې غواړي د امریکایانو په مرسته په راتلونکو ټاکنو کې مهم رول ولري تر ټاکنو له مخه د اختلافونو ښکار سوې او د ټاکنو لپاره یې مهم کاندیدان ډاکټر عبد الله او احمد ضیاء مسعود د ټاکنیزو فعالیتونو په ځای یو د بل تخریبول پیل کړي.

دا به وروسته معلومه شې چې هغه انتخابات به د افغانانو او هیواد لپاره څه پایلې ولري چې کاندیدان یې د افغانانو د انتخاب په ځای د بهرنیو استخباراتي شبکو او په کابل کې د غربي دیپلوماتیکو مؤسسو لخوا ټاکل شوي، خو دم ګړۍ چې د انتخاباتي کاندیدانو خپلمنځي ټکرونو ته سړی ګوري داسې ورته مالومیږي چې په افغانستان کې د امریکایانو دغه وروستۍ پروژه هم لکه د دوئ نورې هغه په مطلقې ناکامي محکومه ده.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د