په پیښورکې د ځوریدونکو افغان کډ والوغږ به څوک اوري؟

اوس چې پاکستاني چارواکي له خپل هیواد څخه د افغان کډوالو د بیرته ایستلو غوښتنه کوي ، ګډ حکومت ته په کار دی چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو د هواري په اړه په عاجله توګه لاس په کارشي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ په حواله د خیبر پښتونخوا امنیتي ځواکونو په تیرو دوو اونیو کې ۱۲۰۰ افغان کډوال د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیولي او دم ګړۍ د پولیسو تر توقیف لاندې دي.

د پېښور ښار د پولیسو عملیاتي قوماندان عباس مجید مروت هم له رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې ویلي چې هغوی هڅه کوي هغه افغان کډوال ونیسي چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري .

په خیبر پښتونخوا په تیره پیښور ښار کې د افغان کډوالو د نیولو تعقیب او ځورولو لړۍ هغه وخت زور واخیست چې کله تیره اونۍ په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د دروازې جوړولو پرسر وسله واله شخړه رامنځته او له امله يې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله واوښتله.

اوس چې یاده شخړه د جانبینو د دیپلوماتیکو هلو ځلو په مټ هواري ته نیږدي شوې او تورخم دروازه هم د تګ راتګ لپاره خلاصه شوې په کار داده چې په پیښورکې د افغان کډوالو په اړه مربوطې ټولې ستونزې هم همداشان د تفاهم او دیپلو ماتیکو هلوځلو له لاري حل شي ، نه داچې هغوی بیځایه وځورول شي اویاهم په توقیف کې واچول شي.

د پاکستان له لوري نيول شوي افغان مهاجرين

په پاکستان کې خواوشا یونیم ملیون افغان کډوال شتون لري چې د پاکستاني حکومت او ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په موافقه د روانې جون میاشتې تر پایه په یاد هیواد کې د اوسیدنې قانوني اسناد ورکړل شوي.

اوس چې پاکستاني چارواکي له خپل هیواد څخه د افغان کډوالو د بیرته ایستلو غوښتنه کوي ، ګډ حکومت ته په کار دی چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو د هواري په اړه په عاجله توګه لاس په کارشي.

خو د ګډ حکومت بحراني وضعیت ته په کتو سره داسې ښکاري چې هغوی په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو د هواري څه توامندي نه لري ، ځکه هغوی د هیواد په دننه کې د خپلو هیواد والو د امنیتي ، اقتصادي اونورو سلګونو ستونزو له هواري څخه عاجز دی.لهذا د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارې ادارې ته په کار دی چې په پاکستان په تیره په خیبر پختونخوا پیښور کې افغان مهاجرینو ته د نویې ورپیښې ستونزې په هواري کې اقدام وکړي .