fbpx
عمر داودزی

عمر داودزی: حکومت دې د پاکستان پر ځای، د طالبانو له دفتر سره اړیکه ونيسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۳مه، ۱۳۹۵ل): د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داودزی وايي چې حکومت د سولې په راوستو کې رښتونی نه دی، کنه طالبان قطر کې د اړیکو لپاره خپل دفتر لري.

عمر داودزي پر حکومت غږ وکړ چې که د سولې په هڅو کې رښتوني وي، د پاکستان پر ځای باید په قطر کې د طالبانو له دفتر او ادرس سره اړیکه ونیسي.

نوموړي دا څرګندونې د سولې جرګې په جوړه شوې غونډه کې وکړې، دا جرګه چې شعار يې افغانستان کې د سولې لپاره کار ګرځولی دی، د عمر داودزي او انورالحق احدي په ګډون يې ګڼ پخواني چارواکي هم غړیتوب لري.

د دې جګرې غړي انورالحق احدي هم داودزي ته ورته نظر درلود، د هغه په خبره د سولې د رښتونو هڅو په لړ کې باید له طالبانو سره مخامخ خبرې وشي او په وینا يې پر درېیمګړو باید حساب ونه شي.

عمر داودزي بیا پر حکومت غږ وکړ چې که له پاکستانه د سولې تمه لري نو تېروتي یاست.

داودزي چې د پګواش په ناسته کې له طالبانو سره مخامخ هم خبرې کړې، وړاندې تر دې هم ویلي و، چې له پاکستانه د سولې تمه « ترکستان ته تللې لار ده.»

یاده دې وي پاکستان، چین، امریکا او افغانستان د څلور اړخیزو ناستو له پنځو ناستو وروسته هم ونه شو کولی کومه پایله لاسته راوړي، طالبانو د دې لړۍ د لومړۍ کړۍ پر مهال ویلي و چې دوی د سولې لپاره په قطر کې خپل سیاسي دفتر لري او هر څوک ورسره اړیکه نیولی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د