ورزش

انیل کمبلې د هندوستان د لوبډلې مشر روزوونکی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۳مه ۱۳۹۵ل): نن د هندوستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د هندوستان د ملي لوبډلې پخوانی لوبډل مشر يي د یو کال لپاره د دغې لوبډلې مشر روزوونکی په توګه ټاکلی.

د هندوستان د کرکټ بورډ مشر خبري غونډې ته وویل چې له ځانګړی بحث څخه وروسته دغه اداره پریکړه وکړه چې انیل کمبلې راتلوونکی کال لپاره د هندوستان د لوبډلې مشر روزوونکی وټاکي.

انیل کمبلې اوسمهال ۴۵ کاله عمر لري او د هندوستان یو له بریالیو لیګ اسپنر توپ اچوونکو څخه و چې په ۱۳۲ څلور ورځنیو لوبو کې يي ۶۱۹ او په ۲۷۱ یوه ورځنیو لوبو کې يي ۳۳۷ ویکټې اخیستې وې.

د هندوستان ملي لوبډلې د شل اوریز جام سیالیو څخه وروسته د دغې لوبډلې پخوانی مدیر روی شاستري د معاهدې موده پای ته رسیدلې وه او دغه لوبډله له هغې څخه وروسته مشر روزوونکی نه درلود.

د هندوستان کرکټ بورډ د مشر روزوونکی ټاکلو لپاره د سارو ګنګولي، سچن ټنډولکر او وي وي ایس لکشمن تر مشرۍ لاندې مشورتي کمیټه جوړه کړې وه.

د راپورونو پر بنسټ دغې کمیټې سره ۵۷ کسانو خپل نومونه ثبت کړي ول چې د هغې له جملې څخه ۲۲ کسان د راتلوونکي پړاو لپاره انتخاب شوي ول.

په پیل کې واټمور او اسټورټ د دغې دندې لپاره پیاوړي نوماندان ګڼل کیدل خو د هندوستان د کرکټ لوبډل مشر ټینګار کاوه چې مشر روزوونکی باید له هندوستان څخه وي چې له هغې څخه وروسته انیل کمبلې دغې دندې لپاره انتخاب شو.

انیل کمبلې په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د هندوستان د ټیسټ لوبو لوبډل مشر ټاکل شوی و. نوموړی په ۱۴ لوبو کې د هندوستان لوبډله رهبري کړه. په دریو لوبو کې يي بریا خپله کړه، پنځو لوبو کې يي ماتې وخوړه او شپږ لوبې کومه پایله نه لرله.

انیل کمبلې د هندوستان د کرکټ په تاریخ کې یو له تر ټولو بریالیو توپ اچوونکو څخه ګڼل کیږي. نوموړی خپل تر ټولو غوره توپ اچونه د پاکستان په وړاندې ترسره کړې وه. په ۱۹۹۹ زیږیدیز کال کې د پاکستان په خلاف یوې لوبې کې نوموړی ۷۴ منډو ورکولو سره ۱۰ ویکټې اخیستې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x