جرمنی : پر سېنما بريد ۲۰ تنه ژوبل کړي بريد لا دوام لري

 

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۳مه، ۱۳۹۵ل):د جرمني هيواد لوېديځ کې پر يوې سينما بريد شوی .

د رسنيو د خبر په اساس يو تن مخ پټی بريدګر فرانکفرت ته څېرمه يوې سينما کې بريد پيل کړی .

په ياد بريد کې چې لا دوام لري تر دې مهاله د ۲۰ تنو د ژوبل کېدو خبر ورکړل شوی .

د جرمني حکومت د امنيتي ځواکونو او بريد کوونکي تر منځ ډزي تبادله کيږي خو کره معلومات شتون نه لري چې آيا بريدګر يوازي او که نور هم ورسره دي ؟

د بريد مسؤليت چا نه دی منلی .

د لا زياتو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا تعقيب کړئ !

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د