ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۱۰۹)

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ د مشرک غم ځپلی دعا هم قبلېږی؟!

تر بودا وروسته نامتو هندی مشر “مهاتما ګاندی” وایې:
(( که زه لمونځ و نه کړم، نو لېونی کېږم. ))

په داسې حال کې چې هغه مسلمان هم نه وو، بلکې په ګمراهۍ کې پروت وو؛ خو پر یو مذهب یې عقیده درلوده.

الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ اِلَی الْبَرِّ اِذَا هُمْ یُشْرِکُونَ ﴾
ژباړه: (( کله به چې کیښتۍ کې سپاره شول، نو له الله تعالی ﷻ څخه به یې دعاګانې پیل او دین به یې تر هغه پورې ځانګړی کړ. ))

دغه راز وایې:

﴿ أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاه ُ﴾
ژباړه: (( له الله تعالی ﷻ پرته څوک کولای شې، د کوم غم ځپلی د دعاګانو اجابت وکړی.؟ ))

دغه راز وایې:

﴿ وَظَنُّواْ أَنَّهُمْ أُحِيطَ بِهِمْ دَعَوُاْ اللّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ لَئِنْ أَنْجَیْتَنَا مِنْ هَذِهِ لَنَکُونَنَّ مِنَالشَّاکِرِینَ ﴾
ژباړه: (( او ګومان یې وکړ، چې دوی راګېر کړای شول، نو د الله تعالی ﷻ په نسبت یې دعاګانې پیل کړې او دین یې تر هغه پورې خاص او ځانګړی کړ. ))

ما تقریبا د زیات شمېر عالمانو، تاریخ پوهانو او ادبپوهانو ویناوې چاڼ کړې؛ خو له هېچا سره مې هم د نفسی ناروغیو د درملنې لپاره دغسې یوه کره خبره ترلاسه نه کړه، او لامل یې همدا ؤ، چې هغوی له خپل دین سره په امن او سوکالۍ کې له تکلیف څخه لرې ژوند کاوه.

الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَآمَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ ﴾
ژباړه: (( او کومو کسانو چې ایمان راوړ او ښې چارې یې سرته ورسولې او هغه شی (قران) یې ومانه، چې پر محمد ﷺ نازل شوی دی او د هغو د رب لخوا سر پایه حق دی، الله تعالی ﷻ د هغوی بدۍ له هغو نه ایسته کړې او د هغو حالت یې سم کړ. ))

له ابو حازم نه یې واوره چې څه وایې، هغه وایې:
(( زما او د باچایانو ترمنځ یوازې د یوې ورځې په اندازه توپیر شته، د پرون لذت ورته نه دی ترلاسه شوی او د سبا په اړه زه او دوی په اندېښنه کې یو، نو ورځ همدغه نننۍ ورځ ده، او ارمان چې دا ورځ هم نه وای! . ))

رسول الله ﷺ ویلې دی:
(( ای الله تعالی ﷻ ! زه له تا څخه د دغې نننۍ ورځې خیر او برکت غواړم. ))

ثابت بن زهیر چې په “تابط شرا” سره یې شهرت درلود، په دې اړه یوه اوږده قصیده ویلې ده:
(( لکه چې یو انسان له بشپړې هڅې او زیار سره بیا هم مقصد ترلاسه نه کړی، نو زیار یې ضایع او منځه تللی دی، دی به شا واړوی او نور زیار به هم وګالی. ))

یو بل شاعر وایې:
(( که د زمانې ورځې په رحمتونو او زحمتونو کې اوښتل را اوښتل و نه کړی، او پېښې هم خپل کارونه سرته و نه رسوی، نو زموږ د فطرت کږلېچونه او سختۍ هم له منځه تللای نه شې. ))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x