اسلام او عقل درېيمه برخه

ليکوال: شيخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني

ژباړن: احمدالله احمدزی

 

له الهي وحي د ازادۍ پايله

دا هر څه ولې کېږي؟ ځکه چې موږ خپل عقل په داسې ځايونو کې کاروو، چې دا يې د استعمال ځای نه وي. کوم ځای کې، چې له وحي بغاوت وشي، نو انساني عقل به داسې پرېکړې کوي پايله به يې ټولو ته هېښوونکې وي.

د برتانيې پارلمان د همجنس پرستۍ قانون د رايو په اکثريت تصويب کړ او همجنس پرستي اوس په غرب يو ځانګړی علم دی. يوه ورځ هسې اټکلي په نيويارک کې يو کتابتون ته ولاړم، هلته د همجنسپرستۍ په موضوع د کتابونو جلا څانګه وه او پرې ليکل شوي وو «gay life of style» په امريکا کې هم دغه ډول خلک ډېر زيات دي، خپلې غونډې او کنفرانسونه کوي، په لوړو څوکيو دندې لري، يو وخت د نيويارک ښاروال هم همجنس پرست و. (د ديموکراتانو له لوري د ولسمشرۍ نومانده هيلري کلنټن هم څو څو ځل په خپلو خبرو د همجنس پرستۍ په پلوۍ ويناوې کړي او دا يې د بشري فطرت عادي برخه بللې ده.)

د عقل فرېب او دوکه

څه موده وړاندې د امريکا ټايم مجلې خليج کې د جنګېدونکو امريکايي پوځيانو په اړه ليکلي و، چې دفاع وزارت زر امريکايي سرتېري له دې امله له پوځه وويستل، چې «homo sexual»همجنسبازان وو، مګر امريکا کې زرګونو کسانو د حکومت د دې ګام پر ضد مظاهرې او لاريونونه وکړل، چې دفاع وزارت ولې د همجنسبازۍ په جرم خلک له دندو ګوښه کوي. د دغو مظاهره‌چيانو په وينا د حکومت دغه پرېکړه له عقله خلاف ده. د دوی دليل دا دی، چې همجنسبازي د بشري فطرت غوښتنه ده او «د بشري فطرت» د غوښتنې په بهانه دوی کولای شي، چې د نړۍ تر ټولو مردار او بې کار خويونه او کارونه جايز وبولي او په دې خبره کې له عقلي پلوه څه کمزوري ده. دا خو يوازې د بشري فطرت غوښتنه ده. اوس خو په غرب کې خبره تر خرو، سپيانو، اسپو او نورو حيواناتو پورې رسېدلې او هلته اوس خلک په ډېر فخر خبره کوي، چې دوی حيواناتو سره ودنه کوي او وايي، چې دې کې له عقلي پلوه د بدۍ څه خبره ده.

د عقل د دوکې يوه بله نمونه

د عقل د بې ځايه کارولو لپاره يو بل مثال وړاندې کوم، هغه دا، چې د اتوم بم له خونړيو  ورانکاريو تر اوسه خلک اندېښمن او په وېره کې دي او ټوله نړۍ هڅه کوي، چې د اتومي وسلو په کموالي سره سلا شي. د برتانيې دايرة المعارف کې، چې په اتوم بم کومه مقاله خپره شوې، په دې مقاله کې راغلي، چې په نړۍ کې اټوم بم دوه ځله کارول شوی دی. يو په هيرو شيما او بل په ناګاساکي کې. د دغو دواړو اتومي چاودنو له امله، چې څومره انسانان وژل شوي، شمېر به يې وروسته څرګند شي، مګر د مقالې په پيل کې راغلي: «په هېرو شيما او ناګاساکي کې، چې کوم اتومي بمونه وکارول شول، په دې سره د لس ميليونه انسانانو ژوند خوندي شو او د مرګ له کومې وژغورل شول.» د دوی دليل دا دی، که په ناګاساکي او هېروشيما اتومي بمونه نه وای کارول شوي، نو بيا اندېښنه دا وه، چې دا جګړه به څو کاله همداسې روانه وي او په دې جګړه کې به لس ميليونه خلک وژل شوي وای. دوی د اتومي بم پېژندنه داسې کوي، چې د لس ميليونه خلکو ژوند يې ژغورلی دی. دوی د دې پېښې جواز د خپل عقل پر بنسټ وړاندې کوي، چې ټوله نړۍ لعنت پرې وايي. په ناګاساکي او هېرو شيما کې لکونو بې ګناه انسان ووژل، پوره نسلونه يې تباه کړ او دوی يې دا برائت د عقل په اساس لټوي.

له همدې امله موږ ويلی شو، چې د تر ټولو بد کار لپاره هم عقل يو دليل پيدا کولای شي.

نن سبا په ټوله نړۍ کې خلک پر فاشيزم لعنت وايي، د سياست په ډګر کې د هيټلر او مسوليني نوم يو ډول ښکنځل بلل شوي، مګر تاسې د هيټلر او مسوليني فلسفه راواخلئ، چې هغوی خپل فاشيست سياست څه ډول په فلسفي توګه وړاندې کړی دی. که څوک د فاشيزم سياست فلسفه مطالعه کړي، نو کېدای شي د عقل له مخې د فاشيزم د سياست ملاتړ وکړي.

نو په لنډه توګه ويلی شو، چې په نړۍ کې د هر ډول ظلم، وحشت او ناروا لپاره عقلي موندل کېدای شي او که عقل د هر کار لپاره جواز او تله شي، نو په دنيا کې هېڅ شی هم ناروا نه دی.

د عقل مثال:

د اسلامي نړۍ وتلی عالم، مورخ او فيلسوف علامه ابن خلدون وايي، چې الله تعالی انسان ته کوم عقل ورکړی، دا ډېر د کار شی دی، مګر هغه مهال د کار شی دی، چې په خپل ځای او محل کې وکارول شي او که له خپل ځايه د باندې په بل محل کې يې کاروې، نو بيا يې استعمال بې ګټې دی.

ابن خلدون رحمه الله د دې لپاره يو ښه دليل وايي. د عقل مثال د سروز زرو د تلې په څېر دی، په دې تله څو ګرامه سره زر تللی شې، تر دې ځايه خو ډېر کار ورکوي او ټول پوهېږي، چې دا ډول تلې د سرو زرو د تللو لپاره جوړې شوي دي. اوس که څوک پر دې تله د غره ډبره تلل غواړي، نو نه يوازې دا چې دا تول به ونه شي، بلکې تله به هم ماته شي. دغه وخت کې که څوک ووايي، چې تله بې کاره ده، نو خلک دې سړي پورې خاندي او احمق به يې بولي. اصل خبره دا ده، چې دې سړي دا تله په غلط ځای کې کارولې ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

احمد زی صاحب سلامونه می ومنۍ ! دا سمه ده چه عقل هم دا کوی هم دا ، زه د دی خبری سره توافق لرم ، مګر دغه همدا او همدا کولو د پاره د انسانانو به فطرت کی لکه د هارمونو به شان ڼور فطری خصلتونه نغښتل او اخښل شوی چه د هغه له ډلی ډیر مهم یی حرص او قناعت دی ، بدمرغه انسانان حریص او نیک مرغه انسانان مطمن او قانع انسانان دی . عقل د انسانی متفکرو مغزو تولید دی ، په دی اړه لری چه څوک یی کاروی حریص انسانان یی د نورو د استثمارولو… نور لوستل »