انګریزانو د اروپايي اتحاديې څخه د جلا کېدو په حق کې رایه ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۴مه ۱۳۹۵ل): د اروپايي اتحاديې څخه د وتلو یا پاتې کېدلو لپاره په شوي ریفرنډم کې د برتانيې ولس د یادې اتحادیې څخه د وتلو په ملاتړ کې رایه ورکړه.

رویټرز خبري اژانس وايي چې په ریفرنډم کې ۷۲ سلنه څخه زیات خلکو ګډون کړی چې له منځه یې ۵۱.۸ سلنه خلکو د اروپايي اتحادیې څخه د وتلو او ۴۸.۲ خلکو په اتحاديه کې د پاتې کېدو په حق کې رایه ورکړه.

برتانیه په ۱۹۷۳ز کال کې د اروپا په اقتصادي ټولنه کې عضویت واخېست. دغه ټولنه وروسته په اروپايي اتحادیې بدله شوه. دغې ټولنې په خپل منځونو کې ګډ ګمرکي اتحادیې او ازاد تجارت درلود. په دې مانا چې په خپلمنځو کې یې تعرفي راکمې کړې او هم له بهره چې څه اروپا ته واردیدل یو ډول تعرفه به پرې لګول کېدله.

هغه مهال چې برتانیې په اروپايي اتحادیه کې عضویت واخېست په دې اړه شکایتونه زیاته شول چې د ازادې سوداګرۍ لپاره جوړه شوې ټولنه د سیاسي موخو لپاره استعمالیږي او له کبله یې د ډيرو غړو هېوادونو خودمختاري او ازادۍ ته زیان رسیږي.

خو ځينې نورې ډلې بیا په دې نظر وې چې د اروپايي اتحادیې د جوړېدو سره د نړۍ په هغو برخو کې امن او سوله راغلله چېرې چې همېشه شخړې وې.

هغه ډلې چې د اروپايي اتحادیې څخه د وتلو په حق کې وې ویل چې د دغې اتحادیې څخه د وتلو په پیل کې به برتانيه په پیل کې له اقتصادي ستونزو سره مخ شي خو په اوږدمهال کې به يې ډیرې ګټې وي، ځکه برتانیه به د اروپايي اتحادیې له بنده خلاص شي او هغه پیسې چې اروپايي اتحاديې ته یې ورکوي په خپل هېواد کې مصرف کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د