مه ځانګه چناره

سيد الهام
مه ځانګه چناره چي غزل درباندي ولیکم
زړه مي غواړي یاره چي غزل درباندي ولیکم
ستا زیار دی مالیاره چي ګلان په غوره بڼه دي
ستا حق دی مالیاره چي غزل درباندي ولیکم
دا مي پوخ یقین دی چي الله به شي راضي رانه
اې حسین رویداره چي غزل درباندي ولیکم
څومره ښکلی ایسې چي تیارې دي په سپين څرک شړې
ګوره سپین سهاره چي غزل درباندي ولیکم
ته باسې له ژوند هر وګړی په اوږدو شېبو
لنډ سه انتظاره چي غزل درباندي ولیکم
خوښ یم چي هر څه مي ترا بده ستا دپاره وي
یم دي ستا دپاره چي غزل درباندي ولیکم
بیا خو به نه وایې چي تا کله ناز ولی یم ؟
الهامه ! رویباره چي غزل درباندي ولیکم
2015/05/16 لوگر څرخ
د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د