افغانستان

چارواکي: خوږیاڼو کې ۱۴ طالبان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۴مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت چارواکي ادعا کوي چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۱۴ طالبان وژل شوي خو ځايي اوسیدونکي وايي چې په جګړه کې ۲ طالبان او یوه ښځه وژل شوې ده.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي چې تېره ورځ د خوږیاڼو په مملې سیمه کې د طالبانو او اربکیانو تر منځ جګړه شوې چې له کبله یې ۱۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي چې طالبانو د سیمه ییزو پولیسو په پوستو بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې دوه مهم قومندانان هم وژل شوي دي.

د خوږیاڼي د معلوماتو پر اساس د طالبانو د بریدونه د ځپلو په موخه د ننګرهار د امنیه قومندانۍ پولیس، د ملي اردو منسوبین، عامه نظم پولیس د جګړې سیمې ته ورسېدل او مخالفینو ته یې درانه تلفات واړول.

د والي ویاند د یوه اربکي د وژنې او درې نورو ټپي کېدل هم تایید کړي دي.

په عین حال کې د امیرالله په نوم د سیمې یو تن اوسیدونکي نن ټکی اسیا ته وویل چې طالبانو د مملې په باچايي باغ د شپې مهال په شتو پوستو برید وکړ.

هغه وویل چې په برید کې دوه طالبان وژل شوي دي چې یو یې د دوی کلیوال دی..

سرچېنې زیاته کړله چې د جګړې پر مهال د ملی اردو لخوا هاوانونه وتوغول شول چې له کبله یې د مملې د سیمې یوه ښځه و وژل شوه.

طالبانو هم په ممله کې د شوې جګړې تایید کړی او ویلي یې دي چې ۱۵ امنیتي عسکر یې وژلي او ۱۸ نور یې ټپي کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x