شعـــــرونه

غزل: لقمان

م فدامحمد لقمان

زمادميني په کچکول کي څوخويونه راسره دى
څه ديارپه نوم اهداءکړم څودردونه راسره دى

داخلاص په دسماله کى زمادميني وباچا ته
داډالۍبه کړي قبوله څوفکرونه راسره دى

دتياروپه اوبولامبم داحساس مشال مي مړدى
ربه څرنګه بيديا ده څومزلونه راسره دى

دهجران شراب مي څکلي خومست کړي يم ستامينى
هرڅه واړه رانه پټ دى څودردونه راسره دى

لالهانده يم راوتي ديوه ارمان په هيله
ستاوکلي ته درځمه څوسوالونه راسره دى

دقبول په هيله ناست يم دويصال دوعامي کړى
دويصال په ميخانه کي څوجامونه راسره دى

دزړګى پرآئينه مي دجانان نوم دى ليکلى
په يورنګ ندى (لقمانه)څورنګونه راسره دى

م فدامحمد لقمان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x