دیني، سیرت او تاریخ

نورو ادیانو کې دروژی فرضیت او دود

 احمد لله عاطفي
أعوذ بالله من الشيطان الرجيم.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (۱۸۳ البقره).

دالله سبحانه وتعالی د  مبارک ارشاد په بنا( كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ ) نه په څرګنده توګه جوت دی چې روژه یو دیني ضرورت دی او هیڅ یو حق دین  تري بی برخې شوی نه دی ځکه جهاد ددین چت دی او دمجاهدینو دهر ډول تزکئې اوتر بيې لپاره روژه غوره مدرسه دی، له حضرت سیدنا ادم (علیه السلام) نه تر سیدنا حضرت عیسی (علیه السلام) په ټولو ادیانو کې دروژی رکن شتون درلود، ځکه چي دایمان څرنګوالی دروژو په ازمیښت ښه څرګندیږي، خو په بیلا بیلو امتونو باندی دروژو دنیولو څرنګوالی، تعین دمیاشت او دورځوشمیر په اړوند کره معلومات نشته.

حضرت سعید بن جبیر(رحمه الله)فرمايې دپخوانیو امتونو روژي له ماسختن څخه پیلیدي تر راتلونکي ماښامه،چې همدا ډول روژي په لمړی سر کې په محمدي امت هم وي بیا وروسته الله(سبحانهُ وتعالی) په دی امت دزیاتو رحمتونو او پیر زوینو سره زیاته اساني راوسته.

درمضان میاشت روژه په ټولوحق ادیانو کې ددین رکن و او ټول اسماني کتابونه (تورات درمضان په شپږمه، انجیل درمضان په
دولسمه، زبورپه اته لسمه او قرانکریم دقدر په شپه ) په دغه مبارکه میاشت کې نازل شوي دي.

دځینو مفسرینو کرامو قول دی چې په تیرو امتونو هم درمضان میاشت روژی فرض وي ،یهودو له خپل ځانه د روژو شمیر ټیټ کړ ،عیسویانو دسپوږ میز حسابه لمریز حساب ته بدله کړه چې رمضان میاشت به داوړي په موسم کې راتله او دګرمي شدت به زیات و په دي خاطر ئې دپسرلي موسم غوره کړ چې دهوا حالات ورته برابر وي خودکفارې په توګه ئې په شمیر کي زیاتوالی راوست (پنځوس ورځوته يې پورته کړ) او همدا راز دکلیساوو مشرانو دروژو په ترکیب او څرنګوالي کې نور تغیرات هم راوستل .
دعیسویانو مشهوره روژه د(فصح) جشن نه وړاندي ترسره کیږي، دغه جشن دعیسویانوپه عقیدي په دی خاطر لمانځي چې حضرت عیسی علیه السلام په دغه وخت کې یروشلم ته داخل شو، دخپل ملګري په جاسوسی او دیهودانو په مرسته رومي عسکرو ونیو وروسته له شکنجې او تعذیبه ئې د(جلجتا) غونډۍ  لاپاسه په صلیب وخیژاوه(!)، دغه جشن ثابته ورځ نه لري بلکه هرکال د(۲۲) مارچ نه داپریل تر (۲۵) نیټی پوری یوه ورځ ټآکل کیږۍ، اکثره عیسویان په دي باور دي،چې حضرت عیسی علیه السلام وروسته له هغه چې په صلیب زړوند کړی شو  دوباره ژوندی او داسمان په لور ولاړ، همدا ورځ عیسویان دحضرت عیسی علیه السلام دبیرته ژوندي کیدو په اړوند جشن نیسي، یهودان هم دا جشن لمانځي خو هغوي دلیل وړاندي کوي چې بني
اسرایل دفرعون له ظلمونو خلاص اوله مصره ووتل .

په همدی تحریف شوي اناجیلو کې  دروژو دوجوب حکم شته او روژه لرونکي ستایل شوي دي او دحضرت عیسی علیه السلام په هکله لیکي چې دشیطان دازمیښت په مقبل کې ددروح په قوت ئې څلویښت ورځې روژه ونیوله او بلاخره ولږه ورباندي راغله.

دیهودانو کړنلاره دسیدنا حضرت عیسی علیه السلام تر زمانې همدا وچې له خوړلو، څښلو او خبرونه ئې ځان ساتنه وه، همدا کړنلاره دسیدنا حضرت عیسی علیه السلام دشاګردانو هم وه،   دوخت په تیریدوعیسویانو دروژو په ترکیب او شمیر کې بیلا
بیلي باری غوره کړې،چې په مجموع کې په لاندی ډول دي.

۱- دسپیڅلي جشن نه وړاندي دجمعۍ ورځ روژه.
۲- دسپيڅلۍ اوني د دوه نۍ نه تر پنځنۍ روژه.
۳- دسپیڅلي جشن او سپیڅلي اونۍ نه څلویښت ورځي وړاندي روژه.

۴- دهري اونۍ منځنۍ او جمعه دیهودانو دتوطیي او دعیسی علیه السلام ته دصلیب سزا ورکولو په اړوند روژه.
کاتولیکان،دمنځنۍ او جمعې ورځی روژه دحضرت عیسی علیه السلام په خلاف دیهودانو دتوطیي او په صلیب دخیژولو، روژي
نیسي او دهرې جمعې روژه  دتوبۍ وي، چې په دی وخت کې معمولي خواړه خوري او دغوښې له خوړلو ډه ډه کوي.
ارتودکس، دوي هم دمنځنۍ او جمعي ورځو سر بیره، ددوي په زعم ،اسمان ته دبي بي مریمې دمعراج روژه نیسي، چې په
دی وخت کې دغوښې، لبنیاتو، هګۍ او کبانو له خوړلو ډه ډه کوي.
پروتستان، ددي ډلي روژي دکلیسا اوبا صلاحیته خلکو په لار ښوونه تر سره کیږي، چې په بشپړه ډول دخوړلو او څښلونه ډه ډه ده.
دپخواني لوړې کتاب (عهد قدیم) په موسی علیه السلام باندي دنازل شوي کتاب (تورات) ته په اشاري دسیدنا حضرت موسی علیه السلام له قوله داسي لیکي: کله چې غره(کوه طور) ته لاړم او هغه ډبرینۍ تختي( تورات) واخلم، څلویښت ورځي دلته پاته شوم، نه مې خواړه خوړلي اونه مې اوبه څخلي.
یهودان نه یواځي دڅخاک او خوراک نه دبندیدو روژه نیسي بلکه له لامبلو، جنسي اړیکو، په بدن او ویښتو دغوړ او تیلو لګولو او حتی دبوټانو اغستو نه هم ډه ډه کوي.
دیهودانو بنیادی روژه په اوس پیر کې دیوم کیپوردی، دکیپور ورځ دیهودانو عمومي رخصتي دی او په دی ورځ کې ددوي روژه دنورو روژو په خلاف(۲۴) ساعته دی، او دنورو ورځو روژې معمولً له سهاره دلمر تر ډوبیدو وي.
دکیپورمذهبي ورځ دسپتامبر یا اکتوبر يه میاشتو کې سمون خوري، چې یهودان په دی ورځ کې روژه نیسي او خپل معبد(کنیسه) ته دعبادت په موخه درومې، هلته دصبر، بخښنې او دځانګړوغوښتنو دعاګانې کوي،  او دا روژه دکفاري په نوم هم یادوي.
یهودانو کې دوالدینو دکلیزي ورځ روژه نیول هم دود دی.
دعیسویانو او یهودانو دروژوډولونه بیلا بیل دي چې په ځینو کې دغوښي، کوچ،شیدو،هګی، کبان،دمیوو اوبه، لامبل، لوبو، اسپ سواري او شرابو نه ځان ساتي خو داوبو، ډوډۍ،مالګې، وریجو او لوبیا خوړل ځانله روا بولي. والله اعلم
سیدنا حضرت موسی علیه السلام څلویښت ورځې روژه نیولې خو اوسني یهودان  یوه اونۍ روژه نیسي اوهم د عاشورا ورځ،سره له دینه چې اوسنۍ تورات تحریف شوی دی خو بیا هم دروژو نیولو حکم پکې معتبر دی او هم انجیل کې روژه عبادت دی اوهم دروژو نیولو سپارښتنه کوي.
داوسني پیر یهودان خو پخپل تحریف شوي دین کې نسبتاً مصمم او ټینګ دي خو دعیسویانو اکثریت له کلیساوو  فاصله نیولې او دیني عنعناتو او دودونه ئې تقریبا پریښي دي.
دحق دین پیروانو سربیره روژه  دپخوانیو مصریانو، رومیانو، یو نانیانو او هندیانو کې هم مروج او ددین برخه ئې وه ،چې اوس هم په بیلا بیلو رنګونو  تعقیبیږې.
همدا ډول روژه په نورو ادیانو کې هم خپل مقام درلود، چې مونږ ئې دبیلګې په ډول یو څو کرښي لیکو.
مندائیان:داهغه ډله دی چې حضرت یحی (علیه السلام) دخپل دین روستی پیغمبر بولي، په  الله،او قیامت باور لري، روژه او لمونځ ئې ددین ارکان بلل کیږي، خپل کتاب ګنزارباً(اسماني خزانه) یا دادم علیه السلم صحیفي چې په مندائي ژبه لیکل شوی، اسماني کتاب بولي، په ټولو اندامونو دروژو په نیولو تاکید کوي، جوارح له ګناه ساتي، دغوښي، کبان او هګېو له خوړلو پرهیز کوي، ددوي په حساب دکال سمبلتا میاشت،۲۶،۲۷،۲۸ ،۲۹ او ۳۰ ورځ روژه نیسي او هم د دولا میاشت،۶ او ۷ نیټه او دماهطیا دمیاشتي دویمه نیټه روژې نیسي.
صائبین: اکثریت قول دادی چې همدې ډلي ته مندائیان هم وائې، خو دا رایه هم شته چې د دواړو ډلو دین یو دی خو په ځینو فروعي مواردو کې سره جلا دي،دیني ارکان اوعبادات ئې یو دي، دصائبینو په بابله قرانکریم دالحج سورت په (۱۷) ایت کې هم یادونه شوي.
مانوي:ددي دین بنسټ ایښودونکی دفاتک زوي مانی دروایتونو په لږ اختلاف په ۲۱۷ زیږدیز کې دساسانیانو په دور کې ایښی، چي داشکاني قبیلي، ایرانی و، په ۶ کلنې کې دپلار سره دعیسوی دین له یو راهب سره ئې اړیکي پیداشوي ،په ۱۲ کلنې کې دنبوت دعوی وکړه او په ۲۴ کلنې کې ځان داخري زماني پیغمبر اعلان کړ، له ځانه ئې دنبي اخر زمان دعوی وکړه، ویل ئې: حضرت عیسی(علیه السلام) چې دوروستي  پیغمبر دبعثت بشارت ورکړی هغه زه یم(!)، حال داچې حضرت عیسی (علیه السلام) دسیدنا حضرت محمد مصطفی(صلی الله علیه وصلم) ددوروستي پیغمبر دبعثت په اړوند خبر ورکړی و چې نوم ئې احمد دی.
دمانوي دین اعتقادات دزرتشت، بودايي او عیسویت نه اخستل شوي وو، او ددی دین دلارویانو،روژه دصائبینو په شان وه.
نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x