اروپايي اتحاديې څخه د برتانیې وتل؛ لومړی وزیر استعفا ورکوي

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۴مه ۱۳۹۵ل): تر هغه وروسته چې د برتانيې ولس د اروپايي اتحادیې څخه د وتلو په پلوۍ کې رایه ورکړه، د دغه هېواد لومړي وزیر اعلان وکړ چې استعفا به ورکړي او په اکتوبر میاشت کې به له خپلې دندې ګوښه شي.

ډیویډ کیمرون اروپايي اتحادیه کې د پاتې کېدو پلوی و او تر هغه وروسته چې برتانوي ولس د اروپايي اتحادیې څخه د وتلو په پلوۍ رایه ورکړه نوموړي د استعفا د ورکولو اعلان وکړ.

هغه وویل چې مناسب نه دي چې دی دې نور د هېواد رهبري وکړي په داسې حال کې چې ولس یې د هغه څخه پلویان دي چې دی یې مخالف دی.

انګریزانو د پنجشنبې په ورځ په اروپايي اتحادیه کې د پاتې کېدو او نه پاتې کېدو په اړه ریفرنډم وکړ. په دغه ریفرنډم کې تر ۷۲ سلنه زیاتو خلکو برخه واخېستله چې له منځه یې ۵۲سلنه خلکو د اروپايي اتحادیې څخه د وتلو او ۴۸ د پاتې کېدو په پلوۍ کې رایه ورکړه.

برتانیه به لومړی هېواد شي چې اروپايي اتحادیې سره خدای پاماني کوي خو د دغې اتحادیې څخه پوره وتل به لږ تر لږه دوه کلونه وخت وغواړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د