افغانستان

افغانستان-پاکستان د یو بل په کورنیو چارو کې په نه لاسوهنې هوکړه وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۴مه ۱۳۹۵ل): افغانستان او پاکستان نن د جمعې په ورځ هوکړه وکړه چې د یو بل ځمکنۍ بشپړتیا ته به احترام کوي او هم به د یو بل په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز نن د شنګايي د همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې په تاشقند کې کتلي دي. د لیدنې پر مهال د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر هم موجود و.

دواړو لورو په نننۍ ناسته کې په دې موافقه کړې چې په مهمو بېلابېلو مسایلو د مشورو او هماهنګۍ، د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو او وسایطو د تګ راتګ او نور اړوند مسایلو لپاره به دوه اړخیز عالي میکانیزم جوړوي.

په ناسته کې په دې ټينګار وشو چې د یاد میکانیزم مشري به دواړه –رباني او سرتاج عزیز- کوي او افغانستان او پاکستان د ملي امنیت سلاکاران به هم په کې ګډون کوي. همدا راز داسې ګډ تخنیکي ګروپ به جوړوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ پیدا کېدونکي اندېښنې له منځه یوسي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د یاد میکانیزم اصلي هدف دادی څو د تورخم په څېر د نورو پېښو مخه ونیسي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې تر هغه وروسته یو ځل بیا خرابې شوې چې د ډیورنډ پر کرښه تورخم کې دواړو لورو د دروازې او نورو تاسیساتو د جوړولو پر سر درې ورځې وقفه په وقفه جګړه وکړله. په دغه جګړه کې ۳ افغان سرحدي پولیس او یو د پاکستان د پوځ افسر و وژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x