نړۍ

نيپال په افغانستان کې د خپلو وګړو په دندې او فعاليت بنديز ولګاو

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۴، ۱۳۹۵ل): د نيپال حکومت اعلان کړی، چې په افغانستان کې د نيپالي وګړو کار او دندې له ګواښ او خنډ څخه خالی نه دي، له همدې امله دوی خپلو ټولو اتباعو ته اعلان کوي، چې له دې وروسته په افغانستان کې د دندې او فعاليت لپاره هېڅوک اجازه نه لري او کوم نيپاليان، چې په افغانستان کې پر کارونو بوخت دي، بايد ژر تر ژره خپل هېواد ته ستانه شي.

د نيپال د کار او دندې موندنې وزارت وياند ګووندا ماني بهورتل نن رسنيو ته وويل، چې حکومت پرېکړه کړې، چې په افغانستان کې د نيپالي وګړو په دندو او فعاليتونو بنديز ولګوي.

د نيپال حکومت دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه، چې تېره دوشنبه په پلازمېنه کابل کې د کاناډا سفارت څوارلس نيپالي امنيتي قرارداديان په يو سرتيري بريد کې ووژل شول.

راپورونه وايي، چې له درې زرو زيات نيپاليان په افغانستان کې دندې ترسره کوي، چې ډېری يې بهرنيو امنيتي شرکتونو سره کار کوي.

له دې وړاندې هم نيپال په سوريې، عراق او ليبيا کې د خپلو وګړو په کار او دندې بنديز لګولی دی.

د نيپال د کار موندنې اتحاديې د حکومت له دې پرېکړې سره مخالفت اعلان کړی او زياته کړې يې ده، چې د حکومت له لوري دا ډول ګام اخيستل د خپلو خلکو د ژوند ژغورنې «کومه ښه چاره نه ده.»

نيپال بې وزله هېواد دی، چې له تېرو څو کالو راهيسې بهرنيو امنيتي شرکتونو او هېوادونو ته خپل وګړي د امنيتي خدمتونو لپاره لېږي.

د نيپال ګڼ متقاعد سرتيري د هند او برتانيې په اردو کې دندې ترسره کوي.

په ۲۰۱۱م کې هم څلور نيپاليان هغه مهال ووژل شول، چې مزار شريف کې د ملګرو ملتونو پر دفتر بريد وشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x