fbpx

د روژي نولسمه ورځ د تاریخ پاڼو کي

شفیق احمد ریان
بسم الله والحمدالله

د حضرت علي رضي الله تعالی عنه شهادت :

د روژي په ۱۹ ورځ په ۴۰ هـ ق کال کي د رسول الله صلی الله علیه  وسلم زوم اود  تره زوی د اسلام څلورم راشد خلیفه امیرالمؤمنین حضرت علي رضي الله تعالی عنه  د سهار د لمانځه په مهال د عبدالرحمن بن ملجم په لاس شهادت ورسید .

د حضرت علي رضي الله تعالی عنه د شهادت واقعه په ځینو روایتونو کي  د روژي په ۱۱ ورځ ، په بعضي روایتونو کي د روژي په ۱۸ مه  او په ځینو روایتونو کي د روژي په ۲۱ راغلي ده ، اکثره روایتونو کي راغلي چي د روژي په ۱۷ ورځ په سر باندي زخمي شو او په ۱۹ ورځ د شهادت لوړ مقام ته ورسید .

د حضرت علي رضي الله تعالی عنه د قبر په اړه بیلابیل روایتونه راغلي دي ، څو ځایونو کي د امیرالمؤمنین رضي الله تعالی د قبر په نوم ځایونه جوړ شوي دي ، د کره روایتونو له مخي نوموړی په پټه توګه د کوفي په دارالاماره کي خاورو ته وسپارل شو .

د عمان او پرتګال تر منځ سمندري جګړه :

د روژي په ۱۹ ورځ په ۱۱۲۱ هـ ق کال چي د ۱۸۰۹ میلادي کال د نومبر د میاشتي له ۳۰ تاریخ سره سمون خوري د عمان او پرتګالي یرغلګرو تر منځ سخته سمندري جګړه ونښتله ، عمان دي جګړه کي ماتي وخوړله او تر راس الخیمه پوري يي شاتګ وکړ .

د زیتونه پوهنتون بنسټ ایښودل :

د روژي په ۱۹ ورځ په ۱۳۷۵ کال کي چي د ۱۹۵۶ میلادي کال د اپریل د میاشتي له ۳۰ تاریخ سره سمون خوري د تونس حکومت پریکړه وکړه چي د زیتونه جامع مسجد به په اسلامي پوهنتون بدلوي او د زیتونه پوهنتون په نوم ونومول شو ، په دي پوهنتون کي ۵ پوهنځني جوړي شوي دي .

د حسن مخلوف وفات :

د روژي په ۱۹ ورځ په ۱۴۱۰ هـ ق کال کي چي د ۱۹۹۰ میلادي کال د اپریل د میاشتي له ۱۵ تاریخ سره سمون خوري نوموتي عالم او فقه حسن مخلوف وفات شو ، نوموړي د څوارلسمي پیړۍ د ستر فقه په نوم یادیږي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د