دیني، سیرت او تاریخ

د انسان لپاره شیطاني دامونه – دریم زنځیر

عبدالمالک روحاني

ښه تر دوو زنځیرونو خو تېر سوو، دریم زنځیر ته راغلو.

ستا په خیال دلته به څه درته وایي؟
دلته وایي: کبیره ګناوې وکړه!
وایي ته خو نه کافر یې نه مشرک، مګر دا یوه ګناه ده ویې کړه.
مثال زنا، شراب، غلا او داسي نور،
دا ده شیطان ډیر لوی زنځیر دی چي ډیر انسانان پكښي بند دي.

ښه د دې زنځیر څخه به څنګه ځان خلاص کړو!؟

که داسي یو شی در څخه پیښ سي د دې علاج توبه ده. یعني ګناه در څخه وسوه، نو توبه وکاږه.که په صدق او اخلاص پر یوه لویه ګناه توبه وکاږې، لكه هغه ګناه چې دي نه وي کړې، هغه ستا له دفتر څخه پاکه سوه.

دا چي له انسان څخه د خپل ورځني ژوند په اوږدو کي راز راز ګناهونه کيږي نو اړينه ده چي هغه لوي ذات ته توبه وباسي کوم چي دا اوه اسمانونه، ځمکې او مافیها پیدا کړي دي.

توبه څه ته وايي؟

(توبه له هغه شيانو څخه چي پوهه او علم يې ښه نه ګڼي، ډډه کول او په هغو شيانو چي علم او پوهه يې امين بولي خښول دي.) له سهېل تستري نه وپوښتل شو چي توبه یعني څه؟ ده وويل: (توبه دې ته وايي چي ته خپل تېر ګناهونه هېر او له ياده يې وباسې او ستا له ياده ووځي.)
خو د توبې په هکله د وجد او معرفت د خاوند وروستۍ فېصله داسي ده لکه چي ابوالحسن نوري وايي: توبه دې ته وايي چي انسان له الله پاک څخه پرته نور ټول شيان له زړه څخه وباسي او دده ټول فکر او سوچ د الله لورته وي.)

د توبې شرایط

لومړی: بايد انسان د پخوانيو او تېرو ناوړو کارونو او اعمالو په کولو د زړه له کومي پښېمانه شي او تل لپاره افسوس وکړي چي داسي کارونه ترې څنګه پېښ شوي.

دویم: شرط دا دى چي له توبې وروسته سملاسي خپل لاس له ناوړه اعمالو نيسي.

دریم: شرط يې دا دى چي دى بايد کلک عزم او ټينګه اراده ولري چي په راتلونکو وختو کي به بيا هيڅ وخت هغه ناوړه اعمال تکرار نه کړي. دا درې واړه شرطونه په حقيقت کي د پېښمانتيا په کلمه کي نغښتلي دي.

د شیطان د زنځیر دریمه کړۍ هم وشلیدل!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالله خالد

ده اعتکاف لنډبیان: اعتکاف له عکوف څخه اخیستل شوی چی معنی یی ده حبس ییعنی بندیده مقصدځینی منعه کیدل ده نفس دی له خواهشاتوڅخه ده اعتکاف ډولونه اعتکاف پردری ډوله دی اول واجب دوهم سنت دریم مستحب اول واجب:واجب اعتکاف دیته ویل کیږی چی یوڅوک پرځان اعتکاف نظرکړی نوپردی کس ادادده اعتکاف واجب ده دوهم سنت:ده روژی ده آخیری لسیزی اعتکاف سنت دی البته سنت علی الکفایه دریم مستحب:مستحب اعتکاف بیادادی چی يوڅوک ده اعتکاف په نیت په یوځای کی ده عبادت لپاره پاتی یاحاضرشی فضیلت ده اعتکاف رسول اکرم ص فرمایلی دی څوک چی ده روژی ده اخیری لسیزی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x