
اشرف غني د پاکستان له ولسمشر سره په اختلافي مسایلو خبرې کړي
نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۴مه ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني د خپل پاکستاني سیال ممنون حسین سره د ازبکستان په پلازمېنه تاشقند کې کتلي دي.
اشرف غني په یوه رسمي دوه ورځيني سفر د شنګهايي همکاریو سازمان د مشرانو په شپاړسمه غونډه کې د ګډون په موخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته تللی و.
ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په وروستیو ستونزو او اندېښنو خبرې کړي او موافقه یې کړې چې د اوسنیو ستونزو د هر اړخېزې ارزونې او په راتلونکې کې د هغو د مخنیوي په خاطر دې یو موثر سیاسي او تخنیکي میکانیزم ایجاد شي څو د حل مناسبې لارې ولټوي.
اشرف غني د پاکستاني ولسمشر سره تر کتنې وروسته ماښام مهال هېواد ته ستون شوی دی.
تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز هم په یوې ناسته کې د ستونزو د حل په خاطر د دوه اړخیزه عالي میکانیزم په جوړیدو هوکړه کړې وه.