
د استاد عبدالله ګل ريان ژوند او اثار
ترتيب: محمد اسحق پوپلزى
فهرست
داستاد عبدالله ګل ريان ژوند ته لنډه کتنه
هغه خپروني چي مضمونونه يې پکي خپاره شوي
تقريظونه
چاپ اثار
چاپ ته چمتو اثار
———————————–
داستاد عبدالله ګل ريان ژوند ته لنډه کتنه:
بسم الله الرحمن الرحیم
استاد عبدالله ګل ریان ، دغزني ولايت، دقره باغ ولسوالۍ په محمد نعيم کلاکې دنيا ته راغلى دی.
دتذکرې په حساب يي عمر د(٩سالۀ ٤١)په اټکل دى .
په ١٣٤٠ هـ ش کال، ښوونځي ته شامل سوی دی اوپه همهغه کال يي پلاروفات سو.
په ١٣٤٥ هـ ش کال،دسطان ابراهيم له ښوونځۍ اول نمره فارغ او دسلطان محمودليسي ته لاړ.
له هغې ليسي په ١٣٥١ هـ ش کال، په لومړنۍ دوره کي په لومړۍ نمره فارغ سو.
دهغه کال، دکانکور په ازموينه کې دخپل ولايت دټولو ليسو په شاګردانو کي په لوړه نمره بريالى سو اودخپلي خوښي، د کابل پوهنتون دانجنيري پوهنځي ته شامل سو . خو درې کاله وروسته يي دناخوالو له امله دلوست لړۍ غوڅه سوه.
ددې زده کړو ترڅنګ يي ضروري ديني زده کړي هم کړي دي.
دکمونستانوپه دوره کې دوه ځلي :
د چنګاښ له ۹ – د لړم تر۲ / ۱۳۵۷ او دغبرګلي له ۴ نیټي – دمرغومي تر۲۱ /۱۳۵۸ بندي سو.
له ١٣٥٩ تر١٣٧١هـ ش کال پوري دهجرت په نړۍ کې هستوګن و .
هلته يي له ماموريته تر رياسته، دجهادي تنظيم ،اتحاد اوموقت حکومت په دفترونوکې کاوو.
په ۱۳۶۹ هش کال دعبوري دولت له لوري ، دیوي میاشتي لپاره دژورنالیزم په ځانګه کي دامریکا متحده ایالاتو ته لاړ .
په ١٣٧١ هـ ش کال دمجاهدينوله کاروان سره کابل ته راغی .
دمهاجرينو د را ستنیدلو په وزارت اود سرې مياشتي په ټولنه کي يي درئيس په توګه دنده درلوده.
په کابل کې دخپل منځي جګړو په مهال يي دنده پرېښودله .
په ٧٣- ١٣٧٤ هـ کلونوکې د نوراالمدارس په مدرسه کي دښوونکي په توګه پاته سو.
د ١٣٧٤ کال په پاى کې يي دطالبانو له اسلامي تحريک سره قلمي مرسته پيل کړه اوداسلامي امارت په دوره کي يي د کندهار پوهنتون ، دکابل دطب دانستيتيوت او دبهرنیو چارو په وزارت کي درئيس په توګه دنده درلوده .
کله چې امريکايانوافغانستان اشغال کړ، بیايي هجرت ته ترجيح ورکړه….
په ١٣٥٩ هـ کال يي لومړنى مضمون او لومړنۍ رساله (شمۀ از شکنجه هاي مشهود درمحابس افغانستان) چاپ سول .
تر اوسه يي په ٣۵ ډول، ډول خپرونوکي په سلګونو مضمونونه خپاره سوي دي .
ځیني مضمونونه يي دامنیتي ملحوظاتو اویا دمضمونو د ډیروالي له امله په مستعارو نومونو هم خپاره سوي دي .
تر پنځه ديرش ټوکه ډيرليکل سوي اويا ژباړل سوي کتابونه يي دچاپ سوي دي .
پنځلس ټوکه کتابونه يي هم چاپ ته تياردي . دکرامت مجلې،ريان ويبپاڼي اساس يي کښیښود او د ريان علمى مرکز مشري په غاړه لري.
په پښتو او دري ژبو ليکنه کوي .
له عربي، اردو اوانګلسي ژبوپه ژباړه لاس برى دی.
هغه خپروني چي مضمونونه يي پکي خپاره سوي دي
الف – دهجرت په مهال ،۵۹ – ۱۳۷۱هش :
۱- هدایت الاسلام جریده ،حرکت انقلاب اسلامي
۲ – بشارت مجله ، حرکت انقلاب اسلامي
۳ – ندای حق جریده ،حرکت انقلاب اسلامي، شهید منصور
۴ – بصیرت جریده ،حرکت انقلاب اسلامي، شهید منصور
۵-خدام الفرقان مجله ،حرکت انقلاب اسلامي، شهید منصور
۶ – ندای حق جریده، مولوي عبدالستار صدیقي شخصي خپروله
۷ – قلم مجله – ازاده،د داکترفاروق اعظم په مالي مرسته خپریدله
۸- قیام حق مجله ،اوه ګونی اتحاد
۹- حق پاڅون – اتحاد،استاذسیاف
۱۰ – اتحاد جریده – اتحاد،استاذسیاف
۱۱- ارشاد ، دمجاهدینو موقت جلاوطنه حکومت
۱۲- صبح پیروزي ، دمجاهدینو موقت جلاوطنه حکومت
۱۳- محاذ مجله، اسلامي ملي محاذ
۱۴- محاذجریده، اسلامي ملي محاذ
۱۴- دمجاهدینوموقت جلاوطنه حکومت راډیو ته يي مضمونونه لیکل اوپه خپله يي لوستل.
ب- په هیوادکي، داسلامي جمهوریت په مهال،۷۱- ۱۳۷۲هش
۱۵- دمهاجرینو دوزارت اړوند جریده،هجرت کاروان
۱۶- دمعارف دوزارت اړوند مجله، معارف
۱۷ – دحج اواوقافو دوزارت اړوند مجله ،ارشاد
۱۸- دسري میاشتي اړوند مجله ،سره میاشت
۱۹- مجاهداخبار، دجمعیت اسلامي اړوند جریده
۲۰ – نورالجرائدجریده، له نورالمدارس مدرسي څخه خپریدله
ج- داسلامي امارت په مهال- ۱۳۷۵- ۱۳۸۰هش:
۲۱- خلافت مجله- دطالبانو داسلامي تحریک مربوط
۲۲- کندهار مجله، داسلامي امارت مربوط
۲۳- طلوع افغان جریده ،داسلامي امارت مربوط
۲۴- انیس ورځپاڼه، داسلامي امارت مربوط
۲۵- هیواد ورځپاڼه ، داسلامي امارت مربوط
۲۶- داسلامي امارت په مهال يي کندهار شریعت غږراډیو ته مضامین لیکل او په خپله يي لوستل.
د- ددوهم هجرت پ مهال- له ۱۳۸۱ تر …..
۲۷- عزم مجله – ازاده
۲۸- نوښت مجله- ازاده
۲۹- وقارمجله ،ازاده
۳۰ – بزم قرآن مجله (ازاده) نبوي ژوند پکي مسلسل خپریده.
۳۱- څرک مجله ، ازاده
۳۲- دکرامت مجله ، په خپله يي موسس و
۳۳- ریان ویبپاڼه- نوموړي یي اساس کښیښود،یوکال خپورسو خو ستونزو ودراوو.
۳۴ – توره بوړه مجله، ازاده
۳۵- اذان مجله ، ازاده- ۱۳۹۱ هش
۳۶- دنورولیکوالانو په (۱۹ټوکه) اثارويي سریزي ياتقریظونه هم لیکلي دي.
چاپي آثار
الف – ليکني :
١- شمۀ ازشکنجه هاي مشهود درمحابس افغانستان. ١٣٥۹
٢- مارکسستها چه کردند؟
٣- چي وموليدل، نو ومومنل
٤- اسلامي علمي نهضت
٥ – نبوي ژوند. دوه ځله چاپ سو
٦- زرينه لړۍ .
٧-” د ژوند راز اودخاطراتوجهان – اهتمام
٨- مسلمان ساينس پوهان
٩- څرنګه مطالعه وکړو؟
١٠- څرنګه امتحان ورکړو؟ (له څرنګه مطالعه وکړو) سره يوځاى چاپ سوه.
١١- د افغانستان تاريخ ته ځغلنده کتنه
………….
ب – ژباړي :
١١- خورې مه ژاړه- له فارسي شعرڅخه-
١٢- داخترونومسئلي . – له اردوڅخه-
١٣- دجمعې دلمانځه مسائل . – له اردوڅخه-
١٤- دمسجدونومسئلې – له اردوڅخه-
١٥- دموزو مسئلې – له اردوڅخه-
١٦ – دماثوره خطبو ټولګه- له اردوڅخه-
١٧- دشرک او بدعت مسئلې- له اردوڅخه-
١٨- نن الله تعالى ناراضه دى – له اردوڅخه-
١٩- دقرآن اولمانځه برکتونه- له اردوڅخه –
٢٠- دصهيونيزم دروغجنه ډرامه” هلوکاسټ” – له انګليسي څخه –
٢١- په تصوف کښي څولارښووني.- له اردوڅخه –
٢٢ – دغسل مسائل – له اردوڅخه –
٢٣- داوداسه مسائل . – له اردوڅخه-
٢٤- عقيده ،عبادت اوسلوک – له فارسي څخه ـ ١٣٨٨هـ ش-
٢٥- تحفة النکاح – فارسي ته – ١٣٨٨ هـ ش ـ
٢٦- مسائل عمره – له اردوڅخه –
٢٧- دميرمنو دحج مسائل – له اردوڅخه-
٢٨- مسائل ميت (له اردوڅخه)
٢٩- دسفرمسئلې(له اردوڅخه)
٣٠- آسانه لمونځ – له اردوڅخه-
٣١ – تصوف اوسلوک.- له اردوڅخه-
٣٢ – سيرالقمروعيدالفطر.- له اردوڅخه- له مسلمان ساينس پوهانوسره يوځاى چاپ سوه.
۳۳- مسنوني دعاوي.
٣۴- دمور او پلار نافرماني- له فارسي څخه-
٣۵ – دجنت ستاينه – له فارسي څخه-
٣۶- علاج باقرآن – فارسي ته-
٣۷- دګران نبي خوږې دعاګاني – له اردوڅخه-
چاپ ته تيارکتابونه
٣۸- مسلمانه ميرمن – ليکنه-
٣۹- فلسطين دتاريخ په اوږدوکې – ليکنه-
۴۰- طالبان دافکاروپه تله کې- ليکنه –
٤۱- روح او روحيات( تاليف- ١٣٨٩ جدي) په آذان مجله کي يي دوي برخي خپري سوې.
٤۲- ليدلي نړۍ”جهانِ ديده” ژباړه
٤۳- دبري اوماتي لاملونه- سرطان ١٣٨٩هـ ش-غوراوى او ژباړه-
٤۴- ټوټه وړه ده خودسرو زرو تکړه ده- له اردوڅخه غوراوى او ژباړه-
٤۵- خلاف يا اختلاف – له عربي څخه-
٤۶- علوم القرآن .- له اردو څخه ژباړه ،١٣٨٨عقرب-
٤۷ – دنيکمرغۍ لټون – ژباړه-
…………………….
ماخذونه :
۱ – مسلمان ساینس پوهان
۲ – له شهید بشیر احمد ریان څخه معلومات