
روژه- درسونه او عبرتونه
احمدالله احمدزی
موږ تاسې بايد داسې وخت تېر نه کړو، چې روژه راباندې تېره شي او موږ د خپل ژوند د بدلون او دايمي اصلاح لپاره ګام نه وي پورته کړی او د روژې په حکمت او برکت مو ځانونه نه وي پوه کړي.
هسې خو موږ بايد د ژوند له هر ګام او وخت څخه استفاده وکړو، مګر د روژې په اړه بايد داسې فکر ونه کړو، چې روژه تېره شي او موږ دې ترې عبرت وانخلو.
موږ بايد د خپلې اسلامي ټولنې لپاره د خپل رسول صلی الله عليه وسلم د زمانې او له هغې وروسته صحابه کرامو او تابعينو د زمانې پاک انځور خپل ايډيال وګرځوو او له همدې لارې بيا خپل، د کورنۍ او ټولنې ژوند د اسلام په مبارکو احکامو رنګين کړو او بيا موږ کولای شو، چې د خپلې ټولنې اوسنی تريخ حالت په ښکلي او ارام حالت بدل کړو.
روژه د تقوای او پرهېزګارۍ يو انځور
الله تعالی په سورت بقره کې فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. دلته د روژې حکمت او فلسفه دا ښودل شوې، چې روژه د تقوا او پرهېزګارۍ لپاره فرض شوې ده.
عمر رضي الله عنه له ابي ابن کعب رضي الله عنه څخه پوښتنه وکړه، چې تقوا څه شی ده؟ ابي بن کعب رضي الله عنه ورته وفرمايل: اې اميرالمؤمنينه، تا کله پر ازغنه لار سفر کړی؟ عمر رضي الله عنه د هو ځواب ورکړ. بيا يې ورته وفرمايل، چې دغه وخت کې تا څه کول؟ امير المؤمنين ځواب ورکړ، چې خپل کالي مې راټولول او هڅه مې کوله، چې له ازغيو ځان وساتم. ابي بن کعب رضي الله ورته وفرمايل، چې همدا تقوا ده.
که موږ تاسې فکر وکړو، چې عمر رضي الله عنه، چې په دې دنيا د جنت زيری ورکړی شوی و، د ده په رايه څو څو ځل ايتونه نازل شوي دي، په کومه لاره به چې دی ته، هلته به شيطان نه ټينګېده، د ده له اسلام منلو سره اسلام ميدان ته راووت، دی چې د تقوا پوښتنه کوي او اندېښنه ورسره ده، نو موږ ولې دومره بې پرواه يو. که يوازې په همدې خبره فکر وکړو، نو پوهېږو، چې موږ کې ډېرې غټې ستونزې پټې دي.
له همدې ځايه بايد موږ د خپل ځان او ټولنې د اصلاح هڅې پيل کړو، خپلې کمزورۍ په نښه کړو او سر له ننه يې د اصلاح هڅې پيل کړو.
له هغې وروسته بيا د روژې په حکمت او فلسفه ځانونه پوه کړو او د تقوا پيدا کولو هڅې هم وکړو. له علي رضي الله عنه هم پوښتنه وشوه، چې تقوا څه ته وايي: هغه مبارک وايي، چې د ژوند په هر ګام کې له الله تعالی وېره، په قرانکريم عمل کول، په لږو امکاناتو قناعت کول او د قيامت ورځې لپاره تياری کولو ته تقوا وايي.
که د پورتني تعريف له مخې موږ خپلو ځانونو ته وګورو، نو موږ څومره له خپل رب څخه وېريږو، څومره مو په قرانکريم عمل کړی، ايا په خپل ژوند کې مو په لږو امکاناتو قناعت کړی او اخري خبره دا، چې موږ د اخرت لپاره ډېر تياری کړی او که نه د فاني دنيا لپاره ډېرې هڅې کوو؟ که په دغو لنډو ټکو هم لږ فکر وکړو، خپلې ستونزې به رامعلومې شي او بيا نو زموږ کار دی، چې د اصلاح هڅې يې کوو او که نه.
موږ تاسې ګورو، چې زموږ په ټولنه، بلکې ټوله اسلامي معاشره کې د نورو مياشتو په پرتله په روژه کې ډېر اصراف کېږي. د روژې مياشت مو د عبادت او تقوا پر ځای د خوراکونو مياشت بللې او بيا دا هم وايو، چې الله تعالی يې راکوي او الله تعالی په کې برکت اچوي.
اوله خبره خو دا ده، کله، چې انسان ډېر خوراک او څښاک وکړي، بيا د الله تعالی عبادت نه شي کولای، خېټه يې ډکه شي او انسان سست شي بيا يوازې خوب ښه کولای شي. بله دا، چې موږ خو خپل ځانونه ښه مړوو، مګر دې ته نه ګورو، چې په ګاونډ او کلي کې مو داسې خلک هم شته، چې د روژه ماتي لپاره څه نه لري، خپله روژه له اوبو او وچې ډوډۍ سره ماتوي. دې وخت کې که موږ يوازې د خپلې خېټې په ډکولو ځانونه د الله تعالی ځانګړي او برکتي بندهګان بولو، نو دغه بې چاره او بې وزله خلک هم پر موږ حق لري، چې موږ دې ورسره خپله غوړه مړۍ شريکه کړو او که داسې ونه کړو نو بايد پوه شو، چې موږ د روژې په حکمت او فلسفه نه يو پوه شوي، يوازې لوږه او تنده مو په نصيب ده.
ايا موږ روژه د الله تعالی له حکم سره سمه نيولې، چې حکمت يې په ژوند کې تقوا پيدا کول دي؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چا چې بې کاره خبرې او عمل پرې نښود، نو الله تعالی دې ته اړتيا نه لري، چې دی دې خپل خوراک او څښاک پرېږدي. په بل حديث شريف کې راځي رب صائم حظه من صيامه الجوع والعطش: ډېر ځله به داسې يو روژه دار وي، چې له روژې به يوازينی نصيب لوږه او تنده وي.
که د تقوا معنا ته فکر وکړو، نو دا يوه ستره معنا ده، روژه يوازې په لوږه او تنده نه ده، بلکې زموږ ټول فکر، بدن او اعمال بايد د روژې انځور وي. په ژبه له ناروا خبرو، په عمل کې له بدو کارونو او خويونو ځانونه وساتو او دا هر څه د ايمان او صبر په نيت وکړو، چې له هر ډول ناروا کارونو ځانونه ساتو، نو بايد تمه مو دا وي، چې الله تعالی به يې اجرونه راکوي او چې د الله تعالی له وېرې او د اجر په نيت مو دا کار وکړ، نو لومړی به مو د خپل ځان ورپسې د کورنۍ او ټولنې اصلاح لپاره هڅې کړي وي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: الصيام جنة: روژه ډال دی، دا مو له هر ډول ناروا او سپکو کارونو او خويونو ساتي. که په روژه کې درته چا سپکه خبره يا ښکځنل وکړل، نو ته ورته وايه، چې زما روژه ده.
موږ عموما داسې خلک يو، چې روژه يوازې د سهار له اذانه، تر ماښامه لوږې تندې ته وايو. شپې په خبرو، مجلسونو، غيبتونو، فلمونو، قطعو او نورو لهو و لعب تېروو او د ورځې بيا خوبونه کوو او بيا دا هم وايو، چې ولا روژه خو ډېره اسانه ده.
يو بله ډله خلک مو بيا داسې دي، چې په روژه کې ښه عبادتونه او خيراتونه کوي، مګر له روژې وروسته بيا هر څه هېر کړي او خپل زاړه عادتونه بيا پيل کړي.
الله تعالی دې وکړي، چې موږ ټول د روژې په اهميت، حکمت او فلسفه پوه شو. په روژه کې او له روژې وروسته هم خپل ژوند د روژې په څېر تېر کړو او بیا به اختر ان شاءالله په جنت کې سره نمانځو.