
هندوستان کوچنی ای پي ایل په لار اچوي
نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۵مه ۱۳۹۵ل): د هندوستان کرکټ بورډ د انډین پریمیر لیګ له حیرانوونکې کامیابۍ وروسته پریکړه وکړه چې د دغو سیالیو یو کوچنی فصل به هم په لار اچوي کوم چې «ای پي ایل میني» نومول شوی.
د هندوستان د کرکټ بورډ په وینا کوچنی انډین پریمیر لیګ به د همدې زیږیدیز کال په سپټمبر میاشت کې به یوازې دریو اونیو لپاره په لار اچول کیږي په داسې حال کې چې اصلي ای پي ایل دوه میاشتې وخت نیسي.
د هندوستان د کرکټ بورډ یو چارواکی وویل چې د نړیوال کرکټ په مهال ویش کې دغو سیالیو لپاره ځای پیدا کیدی شي ځکه چې شل اوریز چمپینز لیګ له منځه تللی او دغه وخت به نړیوال لوبغاړي ملي مسؤلیتونه پر غاړه ونه لري.
یو بل چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په دغه ای پي ایل کې به هم اته لوبډلې لوبیږي او مونږ غواړو چې له زیات نه زیات مشهورو لوبغاړو ته په کې د لوبیدو اجازه ورکړل شي.
کیدی شي دغه ای پي ایل په امریکا کې ترسره شي خو متحده عربي امارات هم د دغو سیالیو د کوربه توب غوښتنه کړی کوم چې په ۲۰۱۴ز کې د دغو سیالیو د یوې برخې کوربه وه.
تیر کال هم د انډین پریمیر لیګ په لار اچوونکو د سپټمبر په میاشت کې له څلورو لوبډلو څخه جوړ ای پي ایل میني په لار اچولو غوښتنه کړې وه او د هندي تماشاچیانو د زیاتوالي له امله يي متحده عربي امارات د کوربه په توګه انتخاب کړی و.
له دغې پریکړې څخه د دغې لیګ ټولې برخې له اندازې څخه زیات خوښ دي او غواړي د نړۍ په نورو برخو کې هم د خپلو لوبډلو خوښوونکي او شهرت زیات کړي.
انډین پریمیر لیګ دا وخت د نړۍ د کرکټ تر ټولو ستر، مشهور او ګران بیه لیګ دی چې ارزښت يي څلور بیلیونه ډالرو څخه زیات دی.