fbpx

«کېدای شي د ملي يووالي حکومت تر راتلونکي يو کاله سقوط وکړي»

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۵، ۱۳۹۵ل): امريکايي رسنيو يو ځل بيا د ګډ حکومت د کمزوري جوړښت، خپلمنځي اختلافاتو او د طالبانو د پياوړي کېدو له امله د اشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي حکومت د نسکورېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

امريکايي رسنۍ د امريکا د بهرنيو اړيکو د شورا له قوله وايي، چې د ملي يووالي حکومت ورځ تر بلې کمزوری کيږي، خلکو سره يې په خپلو ژمنو وفا ونه شوه کړای، د حکومت جوړښت د دې نه دی، چې هېواد دې د پرمختګ پر لور بوځي او په عين حال کې طالبان ورځ تر بلې غښتلي کيږي، د واک او ځواک ساحه يې نوره هم پراخيږي.

سټراټيژيک شاتګ په نوم څېړنيز مرکز د افغانستان ملي يووالي حکومت په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې کېدای شي له راتلونکو ۱۲ تر اتلسو مياشتو پورې طالبان نور هم غښتلي شي او حکومت د خپل کمزوري جوړښت او سياسي اختلافاتو له امله نسکور شي.

څېړنه کې د امريکا د بهرنيو اړيکو د شورا له قوله راغلي، چې د اشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي حکومت د امريکا په سفارت کې د جان کيري په امر په داسې حال کې جوړ شو، چې دواړه ټيمونه به په ګډه نيم په نيمه حکومت جوړوي او په دغه تړون کې راغلي وو، چې شريک حکومت به پارلماني ټاکنې ترسره کوي، د اساسي قانون لپاره به لويه جرګه رابولي او د اجرائيه رييس د منصب په اړه لويه جرګه خپله پرېکړه کوي.

څېړنه زياتوي، چې د ملي يووالي حکومت ولس سره په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی، حکومتي وزيران وخت پر وخت د داخلي اختلافاتو او فشارونو له امله استعفاوې ورکوي، اقتصاد په ټپه ولاړ دی، امنيت د نشت برابر دی، د لوړپوړو چارواکو زامن او کورنۍ له هېواده بهر دي او په عين حال کې طالبان د پرمختګ په حال کې دي، د ولايتونو او ولسواليو له مرکزونو پرته ډېری سيمه د طالبانو په لاسو کې دي او طالب جنګيالي هڅه کوي، چې هلمند، روزګان او يا کوم ولايت ته سقوط ورکړي او د حکومت پر ضد خپل ځواک خلکو ته څرګند کړي.

د ملي يووالي حکومت بيا په خپلو کړنو خوښ دی او ادعا کوي، چې راتلونکو وختونو کې به نور هم غښتلی شي، د امريکا او نړيوالې ټولنې په ملاتړ ډاډه دی، چې خپله دوره به پوره کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د