افغانستان

اجرائيه رياست: د حکمتيار له لوري د «متمم سند» په نوم شرطونه د منلو نه دي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۵، ۱۳۹۵ل): له تېرو څو ورځو راهيسې يو ځل بيا د حکومت او حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د روغې جوړې بهير په ټپه ولاړ دی.

د حزب اسلامي د مذکراتي ټيم مشر انجينر محمد امين کريم وايي، چې د حکومت او حزب ترمنځ د سولې تړون کې ځينې ټکي مبهم دي او د حزب حقوقي ډلې په دې اړه خپل وړانديزونه کړي، چې بايد اصلاح شي.

حزب اسلامي وروستی سند د پخوانيو خبرو متمم بللی او زياته کړې يې ده، چې د سولې تړون بايد د حزب اسلامي او د افغانستان جمهوري اسلامي حکومت ترمنځ لاسليک شي؛ ځکه چې د ملي يووالي په نوم حکومت شتون دايمي نه دی او په راتلونکي کې به کوم حيثيت ونه لري.

متمم سند کې دا هم راغلي، چې د سولې تړون بايد ولسمشر اشرف غني او ګلبدين حکمتيار دواړه لاسليک کړي او په دې اړه د سولې د عالي شورا د رييس پير سيد احمد ګيلاني لاسليک حقوقي حيثيت نه لري؛ ځکه چې هغه يوازې درېيمګړی دی د لاسليک کولو حق او حيثيت نه لري.

په ياد سند کې دا هم راغلي، چې د پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو ميکانېزم باندې بايد په ګډه کار وشي.

اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله د حزب اسلامي له لوري د دغه متمم سند سره خپل مخالفت اعلان کړی او زياته کړې يې ده، چې دا دوی لپاره د منلو وړ نه دی.

يو شمېر سرچينې وايي، چې ځينې حکومتي کړۍ، د حزب کابل مېشتي مشران او د پخوانۍ شمال ټلوالې غړي هڅه کوي، چې د حکومت او حزب ترمنځ د سولې بهير کې خنډونه رامنځته کړي او دغه تړون لاسليک نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
jamil

Assalamoalaikum,
Yaw wakht yawa mohtaram Mujahed saheb waeeli wa chi Shiagan, na kaferan pa kofaro ki nissi aw na e mossolmanan pa islam ki nissi,nan pa hezb hamda chal shawi di.
Wassalam

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x