fbpx

ډالۍ: نصيب رحماني

نصيب رحماني 

غزلبوله غزل ځاره شاعري کړم
په دردونو کې خماره شاعري کړم

یوه شپه مې ته په خوب کې ولیدلې
ته زما وې ستا د پاره شاعري کړم

موده وشوه چې کوم څوک راخبر نه شوم
ټوله شپه او تر سهاره شاعري کړم

د جنون څپه چې راشي زه خاموش شم
لیونی یمه هوښیاره شاعري کړم

مورې را مې کړه جنت چې زه یې ښکل کړم
قدومو کې دي حصاره شاعري کړم

کال پوره شو چې په دغه لاره تللې
کال پوره شو چې بې یاره شاعري کړم

غرقه ول کړي ستا تصویر چې ورته ګورم
په ژړا کې انتظاره شاعري کړم

رحماني د کوم ملنګ جامه کې راشه
دروازه کې څوکیداره شاعري کړم
ـــــــــــ
نصیب رحمانی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د