انګلینډ حیرانوونکې توپ وهنې سره سریلانکا ته تاریخي ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۵مه ۱۳۹۵ل): د انګلینډ او سریلانکا لوبډلو تر منځ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه د انګلینډ په ستره بریا پای ته ورسیده. انګلینډ دغې لوبې کې سیالې لوبډلې ته په ۱۰ ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سریلانکا لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د سریلانکا لوبډلې د چندیمل او ترنګا نیمه سلیزو په مرسته ټاکل شوو پنځوسو اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۴ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې لپاره چندیمل په ۸۶ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۵۲ او متیوز په ۵۴ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۴۴ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل. ترنګا په ۴۹ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۳ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د انګلینډ لوبډلې لپاره پلنکېټ او عادل رشید دوه دوه ویکټې او ویلي یوه ویکټه واخیسته. عادل رشید خپل ۱۰ اورونو کې ۳۴ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

په ځوابي توپ وهنې کې د انګلینډ لوبې پیلوونکي توپ وهوونکي حیرانوونکې او تاریخي لوبه وکړه او د سریلانکا لوبډلې پیاوړو توپ اچوونکو ته يي د بریا ترلاسه کولو هیڅ فرصت په لاس ورنکړ.

د انګلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف د رای او هیلز د سلیزو په مرسته د کوم لوبغاړی له لاسه ورکولو پرته په ۳۴.۱ اورونو کې پوره او سیالې لوبډلې ته يي ستره ماتې ورکړه.

د انګلینډ لپاره هیلز په ۱۱۰ توپونو د لسو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۱۳۳ او رای په ۹۵ توپونو د اوو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۱۱۲ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د