دیني، سیرت او تاریخ

أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ

مسلم افغان

أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ

(خبر سئ چي د الله مرسته (مومنانوته) نژدې ده)

پورتنى سرليک چي د قرآن کريم د البقره د سورې د ٢١٤ آيت وروستۍ برخه ده، په المکتبة الشاملة کي د يوه ډېر ښکلي مضمون سرليک دى. موږ دا غوره وګڼل چي لومړى د دغه درست آيت پر تلاوت خوند واخلو، ويې ژباړو، د هغه په رڼا کي څه څرګندوني ولرو او بيا دغه مضمون په لنډون سره په آزاده توګه ترجمه کړو.

نو لومړى به آيت تلاوت کړو:

﴿ أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ (214) ﴾.

ژباړه: (اى مسلمانانو!) آيا تاسي داسي ګڼلې ده چي جنت ته به (هسي سلابلا)  ننوزئ؟ په داسي حال کي چي تر اوسه لا پر تاسي باندي هغسي حالات نه دي راغلي، لکه پر هغو مسلمانانو چي راغلي وه چي تر تاسي دمخه تېر سوي دي. پر هغو ستونزي او کړاوونه راغله (په فقر او ناروغيو اخته سول، د بېري او خواشينيو سره مخامخ سول، په ډول ډول ګواښونو تهديد او) ولړزول سول، ان تر دې چي د وخت پيغمبر او د هغه مسلمانو ملګرو(د لوى څښتن له خوا د مرستي د ژر ور رسېدو لپاره) وويل چي:” د الله مرسته به کله راسي؟“ ، (په هغه وخت کي هغو ته ډاډګیرنه [تسلى] ورکړه سوه) چي خبر سئ د الله مرسته (مومنانوته) نژدې ده.

بايد له ياده ونه باسو چي د اسلام د مقدس دين د دفاع او د باطل د طردولو او له منځه وړلو لپاره سرښندني او هر اړخيزي هلي ځلي په کار دي. د اسلام د سترو عالمانو رحمهم الله په وينا د دې دين لار هيڅکله په ګلانو نه ده فرش شوې. د مهالونو په اوږدو کي چي هر چا پر اسلام ايمان راوړى دى ځان، مال او ډېرڅه يې د دې دين د کاميابۍ او د دواړو جهانو د نېکمرغۍ د ګټلو لپاره په خطر کي اچولي دي او هر طاغوت چي د هغه په مخ کي خنډ شوى دى د هغه د نسکورولو لپاره يې په سرښندنه مقابله او مبارزه کړې ده.

له حضرت آدمه تردې دمه چي هرڅومره پيغمبران، د هغو پيروان، صالحان، اتلان او مبارزان او د دې ستري او سپېڅلي ډلي د کاروان نورلارويان د ډول ډول کفارو سره لاس او ګرېوان شوي دي، داسي نه وه چي دغه کفار په ظاهره ضعيف ښکارېدل او د مسلمانانو دغو عناصرو د هغو د بې وسۍ په حال کي د هغو سره څه بابېزي شخړي کړي او مات کړي يې دي. نه داسي نه وه، بلکي د اسلام هر پيغمبر او هر داعي چي د کفارو سمي لاري ته د را اړولو لپاره استول شوى دى، د هغو او د هغو د پيروانو په مقابله کي حق نه منونکي او د لوى څښتن د مستضعفو بنده ګانو پر حقوقو تېرى کوونکي، ظالم کفار په ظاهره غښتلي او نه ماتېدونکي ايسېدل او په سر کي به يې  نمرودان، شدادان، فرعونان او بوجهلان او داسي ډېر نور اوسېدل، چي پر پيغمبرانو او د هغو پر پيروانو په يې ډول ډول ظلمونه کول.

د قرآن کريم دي آيت ته پام وکړئ :

﴿وَكَأَيِّنْ مِنْ نَبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُوا لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَمَا ضَعُفُوا وَمَا اسْتَكَانُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ (146)وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلَّا أَنْ قَالُوا رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ (147) فَآتَاهُمُ اللَّهُ ثَوَابَ الدُّنْيَا وَحُسْنَ ثَوَابِ الْآخِرَةِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (148)﴾ سورة آل عمران.

ژباړه: او(تر دې د مخه) ډېر پيغمبران وه چي د هغو په ملګرتيا کي ډېرو خداى پالو خلکو جنګ (جهاد) وکړ، نو په پايله کي چي د الله په لار کي کوم مصيبتونه (مرګ ژوبلي او تکليفونه) ور ورسېدل ، هغوى په زړه ماتي نه سول (همت يې له لاسه ورنه کړ، ځکه دا د دوى د پالونکي په لار کي وه) ، کمزوري يې ښکاره نه کړه او نه يې (باطل پال دښمن ته) سرونه ټيټ کړل، (بلکي پر ټولو بخولو يې صبر وکړ او) الله همداسي (ثابت قدمه او) زغمونکي خوښوي.

د هغو (يعني د دغو صابرينو) يوازي دا دعا پر خوله وه چي :” اى زموږ پالونکې! زموږ ګنهونه او زموږ د دين په چارو کي زموږ له لاسه وتلي خطاوي او زياتى (او تند روۍ) راوبخښه او زموږ پښې ټينګي کړه (ثابت قدمي راوبخښه چي موږ زموږ د دښمنانو له جګړې څخه ونه تښتو) او د کافرانو(هغو خلکو) په مقابله کي (چي ستا له وحدانيت او ستا د پيغمبرانو له نبوت څخه منکر دي) موږ ته برى راپه برخه کړه“.

لکه چي هغو ته (دغو صابرينو ته) الله د دنيا ثواب (نعمتونه؛ پر دښمنانو باندي برى، په مځکه کي واکمني  او نور عزتونه) هم ورکړل او د آخرت ډېر ښه ثواب (جنت) يې هم  ورکړ او الله د دغسي ښو خلکو سره (چي غوره عبادتونه کوي او د خلکو سره ښه رويه کوي) مينه کوي.

د قرآن کريم ډېر آيتونه او نور ټول تاريخونه ښيي چي د حق او باطل په جګړو کي به لومړى د کفارو ډلي ډېري غښتلي او ځواکمني وې او پر مسلمانانو به يې ډېري بدي ورځي راوستلي وې، خو پاى به برى د حق او د حق د پلويانو وو.

په دې وروستيو مهالونو کي چي يو ځل بيا د حق او باطل يا خير او شر د ځواکونو ترمنځ شخړي او جګړې په ډېره ناوړه توګه ډېري شوي، پراخه شوي او تودې شوي دي، د تېرپه شان په مادي او ظاهري کتو د کفارو ډلي ډېري ځواکمني او برلاسي ښکاري او د مسلمانانو په هکله د هر څه انځور ډېر تور ايسي. دا مهال د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د مسلمانانو پر هيوادونو، مقدساتو، معتقداتو، ثقافت او مادي او معنوي شتمنيو باندي د کفارو لخوا لڅ لغړ او له هر اړخه تېري شوي او کيږي. مسلمانان د ډول ډول زړه بوږنوونکو کړاوونو او تکليفونو او ډېرو نورو بخولو سره مخ دي او د دې ناخوالو په ليدو سره ډېر ظاهر بينه وګړي د نهيلۍ په ککړ ډنډ لاهو شوي او ان ډېر د کفارو په دې مادي او ظاهري زرق او برق تېروتلي او د هغو خوا يې نيولې ده.

خو رشتياني مسلمانان او د لوى څښتن د مستقيمي لاري لارويان کوم چي د لوى څښتن په قضا او قدر رضا او ډاډمن دي او د هغه ستر واکمن ذات په مرسته او نصرت باوري او مطمئن دي د کفارو د دې سطحي او ظاهري پياوړتيا څخه هيڅ نه دي متاثر شوي، بلکي په صبر او زغم او په اسلامي مړانه او شهامت د مادي پالو او شريرو کفارو د تېريو او شرارت په طردولو او د هغو د مکرونو او چلونو د طلسمونو په ماتولو لګيا دي، په دې لار کي يې ستر وياړونه او برياليتوبونه تر لاسه کړي او دادى اوس داسي ښکاري چي د وروستي بري ښکلې ناوې به ډېر ژر په غېږ کي ونيسي. ان شاء الله العزيز.

که نن مهال پر مسلمانانو وير او مصيبت راغلى دى، خو دا داسي يو مصيبت دى چي راتلونکي ډول ډول مصيبتونه له منځه وړي. د دې ناخوښيو پاى خوښي ده، ځکه په هره سختي پسي آساني او هوسايي ده، بلکي په هره سختي پسې دوې آسانۍ دي، لکه چي رسول مقبول صلی الله عليه وسلم د ﴿ فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا (5) إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا (6) ﴾آيتونو په نازلېدو سره وفرمايل : زېرى دي وي تاسي لره اى مومنانو! چي يوې ستونزي لره دوې آسانۍ دي. هر مومن لره چي څه مشکل پېښ شي او صبر وکړي او په طاعت مشغول شي، لوى څښتن يې دغه مشکل په دنيا کي د نعمت ورکولو په آساني او په آخرت کي جنت ته د ننايستلو په آساني بدل کړي. شعر:

اذا ضاقت بک البلوى ففکر في الم نشرح

فـبـعــد عـسـر يســرين اذا فـکـرته فـفرح

يعني کله چي تا ازميښتونه او مصيبتونه تنګ کړي، نو د الم نشرح د سورې د آيتونو په معناوو کي فکر وکړه، تاته به له دې فکر او غور کولو څخه څرګنده شي چي تر يوې سختۍ او ستونزي وروسته دوې آسانۍ دي، نو چي دا فکر دي وکړ بيا خوښ شه.

حضرت ابراهيم(ع) د لوى څښتن د بلني دنده تر سره کړه او په دې چاره کي يې استقامت غوره کړ. نمرود او نمروديانو غوندي دښمنان يې پر راټول شول او ويې ويل: دى وسوځوئ او د خپلو خدايانو ملاتړ وکړئ. حضرت ابراهيم(ع) هيڅ بې تابي ونه کړه او څه تردد ځني څرګند نه شو، بلکي پر خپل رب يې توکل وکړ، نو يې پايله دا شوه چي:

﴿ قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلامًا عَلَى إِبْرَاهِيمَ (69) ﴾ سورة الانبياء

لوى څښتن فرمايي چي: موږ وويل: اى اوره پر ابراهيم باندي يخ شه او سلامتيا جوړ شه.

حضرت موسى(ع) د څښتن تعالى د امر  په متابعت سره خپل قوم له مصره وايست. خو داسي پېښه شوه چي د شا لخوا يې نابپره د فرعون لښکري ور ورسېدې، په داسي حال کي چي مخي ته يې سمندر وو. د ضعيف ايمان څښتنان وارخطا شول او په چيغو او نارو سورو سر شول چي موږ خو ونيول شوو. موسى (ع) ورته وويل نه داسي نه ده، زما سره زما رب دى. هغه به هرو مرو ماته لارښوونه وکړي. د لوى څښتن له لوري موسى(ع) ته د ستونزي د اوارۍ لار وښوول شوه. د سمندر څپڅپاندو څپو ته يې لکړه وروغورځول، اوبه په ټپه ودرېدې او د لويو غرو غوندي پورته شوې، په  سمندر کي وچه لار جوړه شوه. لوى څښتن موسى(ع) ته له دغي لاري د تېرېدو امر وکړ. ټول بني اسرائيل د سمندر بلي غاړي ته تېر شول. کله چي فرعون او پوځيان يې ورورسېدل فکر يې وکړ چي دوى ته به هم دغه لارهمدغسي وي، دوى هم د بغاوت او دښمنۍ په موخه ور وړاندي شول، کله چي ټول ورننوتل د سمندر څپو د لوى څښتن په امر په مخه کړه او ټول غرق شول.

حضرت محمد مصطفى صلی الله عليه وسلم هم له مکې څخه وتلو ته اړ شو، خو بيا د يوه فاتح په حيث هغې ته ورننووت.

په ٤٩٢هـ کال صليبيان د بيت المقدس پر نيولو بريالي شول. خو په ٥٨٣هـ کال سلطان صلاح الدين ايوبي رحمه الله بېرته د هغو له لوثه پاک کړ.

چنګېزيانو ډېر اسلامي هيوادونه د خاورو سره برابر کړل، په٦٥٦هـ کال يې بغداد ته اور ورته کړ، اسلامي خلافت يې له منځه يووړ، خو بيا په ٦٥٨هـ کال په عين الجالوت کي مات شول او ورپسې په ډلو ډلو مسلمانان شول او د اسلام په چوپړ کي ودرېدل.

په اوسمهال کي خو په همدې زموږ په ګران هيواد کي د انګرېزانو او شورويانو د شرمناکو ماتو کيسې هر چاته یادي دي.

دغسي مثالونه په نړۍ کي بېخي ډېر شته. عجبه ده په هر ځای کي به باطل مات سوی وی او د ماتي په کيسو به يې قرآن او تاريخونه ډک وي، په تېره زموږ په ګران او باطل ماتي هيواد کي به نور باطل پال مات سوي وي، خو امريکا به نه ماتيږي؟

حقيقت دادی چي دا د لوى څښتن سنت، عادت او کړنلاره ده چي له لومړيو څخه همدغسي را روانه ده. کله چي د کفر او ايمان يا حق او باطل تر منځ د پرېکړوني معرکې پړاو راځي نو الله تعالى د ايمان خاوندانو ته مرسته او نصرت ورکوي او حق او حق پالونکو ته سرلوړي ورپه برخه کوي. پر دې بنسټ به د کفر او ايمان په دې اوسنۍ روانه معرکه کي هم د لوى څښتن د دغه سنت او قاعدې سره سم دغسي کيږي ان شاء الله.

قال الله تعالى:

﴿سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا (62)﴾ سورة الفتح.

ژباړه: دا د الله کړنلاره ده چي له پخوا نه راروانه ده او ته به د الله په کړنلاره کي هيڅ بدلون ونه مومې.

خو ډېره مهمه خبره داده چي په دغسي حالاتو کي مسلمانان بايد د لوى څښتن له احکامو او ښوولي لاري څخه هيڅ ډول مخالفت ونه کړي، د هغه پر لار مستقيم وخوځي، د ټولو شرعي احکامو پر پلي کولو په بشپړه توګه ټينګار، التزام او مداومت وکړي، چي په دې صورت کي به لوى څښتن هغو ته پر کفارو باندي هرومرو فتح او غلبه ور په برخه کړي. لکه چي لوى څښتن فرمايي:

﴿إِنْ تَنْصُرُوا اللهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ (7)﴾ سورة محمد

ژباړه: که تاسي د الله ( د دين ) مرسته او ملاتړ وکړئ، نو هغه به ستاسي مرسته وکړي او ستاسي قدمونه به ټينګ کړي.

که موږ په رشتيا سره لوى څښتن ته پناه وروړو او توکل پر وکړو، اوامر يې په سمه توګه ومنو او پلي کړو، او د هغه کبريا ذات پر مرسته او نصرت عقيده ولرو، نو د خداى او ملت دښمنان به زموږ څخه هيڅ شى وانه خيستلاى شي، لکه چي لوى څښتن فرمايي:

﴿إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ (160)﴾ سورة آل عمران، ١٦٠ آيت

ژباړه: که الله (په خپل نصرت او معونت) ستاسي مرسته وکړي، نو هيڅوک (هيڅ ځواک) پر تاسي باندي برلاسى(غالب) کېداى نه سي او که هغه تاسي يوازي پرېږدي، نو څوک دى چي تر هغه (د لوى څښتن تر خذلان او مرستي نه کولو) وروسته ستاسي مرسته وکړي؟  ځکه نو په کار ده چي مومنان يوازي پر الله توکل وکړي.

کفار چي هرڅه ورانۍ وکړي او هرڅومره شرير او بې حيا شي او هرڅومره بې ګناه وګړي او في سبيل الله اتل مجاهدين وکړوي، ځناورانه عملونه ورسره ترسره کړي، ګوانتانامو، بګرام، پلچرخي او نورو پټو او ښکاره جېلونو ته يې واچوي، په انفرادي او ډله ييزه توګه يې په ډول ډول لارو او پلمو او درنو بمباريو ووژني، کورونه، کلي، وطنونه او مساجد او نور وران ويجاړ کړي او د اسلام سره په دښمني کي له هيڅ بد عمله مخ وانه ړوي، بيا هم نه داچي اسلام او مسلمانان به خوندي پاته وي، بلکي دايې نخښه چي دې د لوى څښتن حق او مبارک دين به لاډېر پرمختګ کړى وي او رڼا به يې هرلور ته غځېدلې او خپره شوې وي. د لوی څښتن وينا ده:

﴿ يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ (32) هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ (33) ﴾ سورة التوبة

ژباړه: دغه کفار (او نور هغه کسان چي د کفر له ملتونو څخه په يوه ملت اړه لري، په خپلو دغو افتراګانو او د هغو خبرو چي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم راوړي دي په درواغ بللو سره) غواړي  چي د الله رڼا (د اسلام د سپېڅلي دين رڼا) د خپلو خولو په پوکلو سره مړه کړي (يعني پر اسلام باندي، چي د انسان د دې او هغي دنيا د نېکمرغۍ او بشپړتيا پر لور لارښوونه کوي تېرى وکړي او باطل يې څرګند کړي او د الله پر هغه توحيد باندي چي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په راغلى دى د لوى څښتن واضح دلايل باطل وښيي). په داسي حال کي چي الله بل څه نه خوښوي بې له دې چي خپله رڼا بشپړه کړي( خپل دين بشپړ، څرګند  او لوړ کړي چي پلوشې يې هري خواته خپرې سي). که څه هم کافران (منکران) له دې کاره (د دين له بشړتيا او لوړتيا) بد وړي (او ناخوښه وي، خو لوى څښتن دا کار کوي او کله چي لوى څښتن د کوم کار د ترسره کولو اراده وکړي، نو د نورو اراده باطله سي). الله هغه ذات دى چي خپل پيغمبر(محمد صلى الله عليه وسلم) يې د لارښووني او رښتياني دين(قرآن او اسلام) سره (دنياته) لېږلى دى، چي هغه (په هغه کي په شتو دلايلو او احکامو سره) پر ټولو دينونو باندي لوړ او برلاسى کړي، که هر څونه هم د مشرکانو د اسلام له حق دين څخه او پر نورو دينونو باندي د هغه له بري څخه ښه نه راځي.

د الله نور څوک له منځه وړلاى شي؟  او څوک له لوى څښتن سره جنګېدلاى شي؟ هر څوک چي د الله سره دښمني راواخلي خامخا به مات، ترټلى او نتلى وي. او له ځان پرته به يې بل هيچا ته تاوان نه وي رسولى. پوه شئ چي د الله دين منصور او بريالى دى. خو خوار او نتلى به هغه څوک وي چي د لوى څښتن د دين په مرسته او ملاتړ کي يې برخه نه وي اخيستې، بلکي د کفارو په ملګرتيا د اسلام پر ضد جنګيږي.

د الله نور ته کافر داسي دى لکه مچ، نو آيا مچ کولاى سي چي ان د لمر مخ لا پټ کړي؟…

شيخ ابوسعید ابوالخیر رحمه الله  (۳۵۷-۴۴۰سپوږميز) د پورتني آيت مفهوم په خپل يوه ښکلي شعر کي داسي ترسيم کړى دى:

چراغی را كه ایزد برفروزد

هر آنكس پف كند ریشش بسوزد

سنايي غزنوي رحمة الله عليه (۴۶۳ یا ۴۷۳ ـــ ۵۲۵ یا ۵۳۵ سپوږميز) دغه معنا په خپل يوه شعر کي داسي اوډلې ده:

هر كه در سر چراغ  دین افروخت

سبلــت پــف كنـانش پـاك بسـوخـت

مولانا جلال الدين محمد بلخي عليه الرحمه (٦٠٤ ـــ ٦٧٢ سپوږميز) بيا دا خبره داسي راوړې ده:

هــر كه بـــر شـمــع خـــدا آرد پــفـو

شمع کي ميرد بسوزد پوز او

وآخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمين.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x