
شعـــــرونه
ته ژوندی يې: سيد الهام
سيد الهام
ته ژوندی یې ګله دا چي موږ ژوندي یو
در پسې به یو آشنا چي موږ ژوندي یو
در پسې به یو آشنا چي موږ ژوندي یو
د زړه سره که د پاک الله رضا وه
متحد به یو بیا بیا چي موږ ژوندي یو
متحد به یو بیا بیا چي موږ ژوندي یو
څو یې بیا تېښتي ته ځان جوړ کړی نه وي
لا شړو به دا بلا چي موږ ژوندي یو
لا شړو به دا بلا چي موږ ژوندي یو
دا زموږه کمزوري ده نه یې اورو
شهیدان کوي صدا چي موږ ژوندي یو
شهیدان کوي صدا چي موږ ژوندي یو
چي د ظلم تور ټغر ټول شوی نه وي
تر هغو به کړو غزا چي موږ ژوندي یو
چي مو مله وي د وفاوو الهامونه
پروا نه کوو د چا چي موږ ژوندي یو
2016/06/02 پکتیا زرمت