دیني، سیرت او تاریخ

د قرآنکريم ختم ته راغونډيدل او دعاء

ځواکمن طالب

دا چې درمضان المبارک مياشت له قرآن کريم سره ځانګړی تعلق لري، په همدې مياشت کې قرآنکريم نازل شوی، په مياشت کې به جبريل امين راتلو او له نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره به يې دقرآنکريم مراجعه کوله.

له همدې امله موږ ګورو چې مسلمانان د رمضان په مبارکه مياشت کې دقرآنکريم تلاوت ته ډيره توجه کوي هر مسلمان هڅه کوي چې درب العالمين کلام تلاوت کړي او ډير ځله يې ختم کړي.

د قرآن کريم ختم يو عظيم الشان عمل او ستر سعادت دی له همدې امله يې زموږ تاسې اسلافو دهغې ورځې ډير احترام کاوه چې په کومه ورځ به يې قرآن کريم ختميده، علامه نووي رحمه الله فرمايې په صحيح سند سره له کوفي تابعيانو هر يو طلحة بن مصرّف ، مسيّب بن رافع اوحبيب بن أبي ثابت څخه روايت شوی چې په کومه ورځ به هغوی ختم کاوه په هغه ورځ به يې روژه نيوله.

اعمش له ابراهيم څخه روايت کړی څوک چې دورځې قرآنکريم ختم کړي تر شپې پورې ملائکې دمغفرت دعاوې ورته کوي، او څوک يې چې دشپې ختم کړي ترسهاره پورې پرښتې دعاوې ورته کوي.

اعمش رحمه الله فرمايې چې له همدې امله ما خپل ملګري ليدل چې دا هڅه به يې کوله چې دورځې په اول يا دشپې په لومړی برخه کې قرآنکريم ختم کړي.

ځينې فقهاو رحمهم الله دا فرمايلي دي چې که ژمی وي بهتره دا ده چې دشپې په لومړی برخه کې يې ختم کړي ځکه چې شپې اوږدې وي ټوله شپه به ملائکې دعاوې ورته وکړي، او که چيرته دوبی وي نو غوره دا ده چې دورځې په لومړی برخه کې قرآن مجيد ختم کړي.

دا چې د قرآن کريم تلاوت دقرآن کريم او ختم مجالسو ته ملائکې نازليږي، او له ټولو نیکو اعمالو وروسته دعا زياته قبليږي بالخصوص دقرآنکريم د ختم وخت ددعا خاص سيزن ده په دې اړه ګڼ شمير روايات زموږ تاسې له اسلافو څخه نقل شوي.

علامه نووي رحمه الله په خپل کتاب الاذکار کې ليکي: چې دقرآنکريم دختم پرمهال دعا يو متاکد مستحب دی

وروينا في مسند الدارمي عن حُميد الأعرج رحمه اللّه، قال: مَن قرأ القرآن ثم دعا أمَّنَ على دعائه أربعةُ آلاف مَلَك .

په مسند دارمي کې له حميد اعرج رحمه الله څخه روايت کړی چې څوک قرآن کريم ولولي بيا دعا وکړي نو دهغه په دعا باندې څلور زره ملائکې آمين وايې.

قال ابن مسعود رضى الله عنه : من ختم القرآن فله دعوة مستجابة

جلیل القدر صحابي عبد الله ابن مسعود رضي الله عنه فرمايې: چا چې قرآن ختم کړ نو دهغه يوه دعا مستجابه ده.

بيهقي په ضعيف سند سره له انس رضي الله عنه څخه روايت کړی چې هغه فرمايې: چا چې قرآن ولوست، د رب جل جلاله ستاينه يې وکړه، په رسول الله صلی الله عليه وسلم يې درود او سلام ووايه بيا يې له خپل رب څخه بښنه او مغفرت وغوښت نو هغه خير دخير په ځای کې وغوښت.

دخير مجلسونو کې ګډون کول ترڅو په دعاګانو کې برخه واخلي له سلفو څخه راروان عمل دی او لکه وړاندې مو وويل چې دقرآنکريم دختم مجلس دسعادت او نيکمرغي مجلس دی بايد چې په کمه ورته ونه کتل شي بلکه له دې موکې څخه کما حقه استفاده وشي.

دقرآنکريم دختم پرمهال بايد خپل اهل وعيال راټول کړل شي دا زموږ دسلفو سنت ده، ستر محدث علامه نووي رحمه الله په خپل کتاب (الاذکار) کې له انس بن مالک رضي الله عنه څخه رانقل کړي چې هغه به چې کله قرآن شريف ختم کړ نو دخپلې کورنی خلک به يې راغونډ کړل او دعا به يې کوله.

دقرآن شريف دختم پرمهال د اهل وعيال راټولول ډيرې ګټې لري چې ترټولو ستره فائده يې داسلافو اتباع او پيروي ده، بله ستره ګټه يې دا ده چې په دې توګه به د کورنی دغړو په زړونو کې دقرآن عظمت او ارزښت کښيني او عاجله نغده نفعه يې دا چې هغوی به دقرآن کريم دختم له برکتونو، رحمتونو ، ثواب او دعاګانو کې شريک شي.

د کورنی غړي څه چې زموږ تاسې اسلافو به خپل نږدې ملګري او انډيوالان څارل چې څه وخت يې قرآنکريم ختميږي ترڅو په ختم او دعاګانو کې ګډون ورسره وکړي ځينو به خپلو ملګرو ته خبر ورکاوه چې په فلانکي وخت زما قرآن کريم ختميږي په دې مبارک مجلس کې شرکت راسره وکړئ.

علامه نووي رحمه الله په خپل کتاب (التبيان، في آداب حملة القرآن) كي وايې چې دقرآنکريم دختم مجلس ته حاضريدل يو تاکيدي مستحب دی نوموړي په خپله دغه خبره باندې دابن عباس رضی الله عنهما په دغه روايت استدلال کړی.

مسند الدارمي عن ابن عباس رضي اللّه عنهما أنه كان يجعل رجلاً يُراقب رجلاً يقرأ القرآن، فإذا أراد أن يختمَ أعلم ابنَ عباس رضي اللّه عنهما، فيشهد ذلك .

په مسند دارمي کې له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې هغه به يوتن ته دنده سپارله ترڅو هغه سړی وڅاري چې دقرآن کريم تلاوت کوي تردې چې کله به يې دختم کولو اراده وکړه ابن عباس رضی الله عنه ته به يې خبر ورکړ نو هغه به بيا دقرآن ختم ته حاضريده.

نووي رحمه الله په خپل صحيح سند سره له مجاهد رحمه الله څخه نقل کړي : چې هغوی (سلف) به دقرآن کريم دختم پرمهال راجمعه کيدل او ويل به يې چې دقرآنکريم دختم پرمهال رحمت نازليږي.

ابن ابي داوود په دوو صحيحو سندونو سره روايت کړی، له جليل القدر تابعي حکم بن عتيبة څخه په صحيحو سندونو روايت دی هغه وايې چې ماته مجاهد او عبدة بن ابي لبابة خبر راوليږه چې زموږ خوا ته راشه، او راته ويې ويل چې ته مو ځکه راوغوښتلې چې موږ اراده کړې چې قرآن مجيد ختم کړو او دقرآن کريم دختم پرمهال دعا مستجابه ده.

علامه نووي رحمه الله وايې چې که دچا قرآن زده وي او که د چا نه وي دواړو ډوله خلکو ته دقرآنکريم دختم مجلس کې ګډون کول مستحب دي.

شيخ عبد الرزاق عفيفي په خپله فتاوی کې ليکي: چې ابن عباس رضي الله عنه ته به چې کله معلومات وشو چې کوم عابد يا قاري صحابي دقرآن ختمولو ته نږدې شوی نو خپل ملګري به يې خبر کړل چې فلانکی په فلانکی شپه يا ورځ دقرآنکريم ختم پاي ته رسوي نو راځئ چې ورسو، هلته به ورغلل دهغه څنګ کې به راټول شول او الله تعالی ته به يې دعاګانې وکړې.

 

علامه نووي رحمه الله په خپل کتاب الاذکار کې ددغو احاديثو له رانقل کولو څخه وروسته وايې: (دعا بايد په زاريو او الحاح باندې وکړي، مهمو کارونو ته پکې اوليت ورکړل شي، په جامعو کلماتو باندې بايد دعا وکړي، دعا بايد ټوله دآخرت دامورو دمسلمانانو دچارو دهغوی داميرانو داصلاح هغوی ته دنيکو اعمالو دتوفيق او دشريعت له مخالفت څخه دهغوی دساتنې، په نيکيو او تقوی باندې دتعاون، په حق باندې دهغوی دراټوليدا او ثبات، ددين په دښمنانو باندې دهغوی دبرلاسی باندې مشتمله وي.)

نو دا چې روژه ده مسلمانان تلاوتونه او ختمونه کوي مناسبه وګڼله دسلفو ددغه عمل په اړه يوڅه وليکم ترڅو مسلمانان او په ځانګړی توګه مجاهدين له دغه قيمتي وخت څخه اعظمي استفاده وکړي دسلفو دغه سنت احيا کړي، خپلو ځانونو، خپلوانو، حقدارانو، اميرانو، اسيرانو مجاهدينو او ټول اسلامي امت ته په ځانګړې توګه ځوريدلي افغان ولس ته دعاوې وکړي چې الله ورباندې ورحميږي او عاجلا د وحشي اشغالګرو له ظلم څخه نجات ورپه برخه کړي

آمين يارب العالمين.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x