ادبي لیکني

لومړي باتور نقاد خوشحال خټک

لیکوال او راټلوونکي: سلیمي نړیوال

خوشحال خان خټک هغه لومړني باتور، زړو، شاعر او نقد کوونکي وو. چې د خپل وخت په دروان کې د ټولني په هره نیمګړتیا باندي نقد کړي دی. او هغه نیګړتیاوې چې په هر چا کې وې هغه ته یې په ډیرو میړنیو او باجریته الفاظو باندي اشاره کړي، او ننګولي یې دي .چې د هغي له جملي نه د وخت د هند په امپراطور اورنګزیب باندي یې هم نیوکي کړي دی. او هغه لومړني پښتون شاعر وو، چې واقیعیت یې د ټولني ستونزې ته په خپلو اشعارو کې اشاره کړي ده، او هغه یې په ګوته کړيدی. او ده په هغه وخت کې یوه لویه امپراطوري چلینج کړي ده، چې نن سبا هیڅ څوک هم ددې جرئت نه شې کولي خو خوشحال خان هغه حق ویونکي وو چې تل پر رښتینولي ولاړ وو.

۱ – سیاسي انتقادونه:

په لومړي سر کې يې راځم سیاسي انتقادونو ته خوشحال خان خټک د وخت په امپراطور اورنګزیب باندي انتقاد کړي دي. او دا له انتقاده ډک شعرونه یې هغه ته ویل دي چې هغه وخت دی د مغولو په بندیخانو کې ده شپې سبا کولي.

اطاعت د اولولعمر ځکه نه کړم
خلیفه د زمانې په زړه کافر دی

دا بیت خوشحال خټک په اورنګزیب ته ویلي دی، چې ځکه زه ستا اطاعت نکوم، چې ته په خپل زړه کې نور نور فکرونه لري. او ورته یې ویلي دي چې ته په زړه کافر یې، او د داسي یوي امپرطوري مشر په دې ډول الفاظو پري نیوکه کول هم یوه ښه پښتني قوت او جرئت ښکارندوی دی. او نن سبا خو لومړۍ داسي څوک نه شي کولاي، او که څوک یې هڅه هم وکړي نو داسي یو لوي جرئت او باتوري نه شي کولي لکه خوشحال خان چې کړي دي.

زمونږ د نني ټولني وګړي یواځي خپل هر څه انسان ته په هیلو درلودلو او طمه کولو سره سرته روسوي. او په یو چا د حقیقت ویل ډیر سخت کار دی. او داسې جرئت هغه څوک کولاي شي چي واقیعت یې په وجود کې پښتني قوت او باور موجود وي.

دپاچا په بدنیتي کې کمي نشته
په بدنیتي آزاد واخیسته خپل پلار

او دا بیت یې هم په اورنګزیب باندې د انقاد او نیوکي ښکارندوی دی، او ده ته وایې:  چې ستا بدنیتي تر دې حده پوري ده چې خپل پلار دي د پاچاهي لپاره وواژه.

او ده دا نارې هغه وخت نه دي ویلي:  کله چې دي د مغولو د بنده آزاد شوي وو. بلکي دا بیتونه ده هغه وخت ویلي دي کله چې ده د مغولو سره بندي وو.

۲ – ټولنیز انتقاد:

په ټولنه یې هم نقد کړي دي. او داسي یې ندې ویلي چې زمونږ هر څه سم دي. بلکی ټولو ناسموو کارونو ته یې د نقد ګوته نیولي ده. او له هغو ټولو موضوعاتو نه یې شکایت کړي دي چې هغه په ټولنه کې بد دود او کلتور دي. حتي که هغه یې په خپل ځان او کورنۍ کې هم وو ده ورته د نقد ګوته نیولي ده. نن سبا که زمونږ په ټولنه کې هر څومره زړور کس پیدا هم شې د ټولني هغه مواردو ته د نقد ګوته نه شي نيولي کوم چې د پلار او مور د نصیحت په پایله کې یې زده کړي وي. او تل ورته په پټو سترګو احترام لري، او دا فکر کوي چې که دې موضوع ته د نقد ګوته ونيسي نو په ټولنه کې به ورباندې د ملحد او رد نومونه کښودل شي. خو خوشحال خټګ له هغو شخصیتونو څخه وو، چې له تل یې حق ویلي دی، او تل یې د حق ناره جګه کړي ده. او هغه مسایل نقد کړي دي، چې هغه د نقد وړ وو،  پرته له کوم ډار او ویري نه یې ډیر په میړانیو الفاظو په ټولنه نقد کړي دي.

په ټولنه کې هغه غلطې او د اسلام په نامه خپري شوي اسطوري تل له خپل انتقاد لاندي راوستلي دي.  او هغه اسطورو ته چې د ټولني بی سواده قشر ډیر ارزښت ورکوي، او پرته له کوم دلیل یې منلي دي لکه وایې:  چې په هنداره کې د شپې له خوا مه ګوره پیري به درنه جوړ شي. داسي له جاهلیته ډک مسایل تل خوشحال خټک تر خپل نقد لاندي راوستلي دي.

او هغه کسان چې په ټولنه کې یې خلکو په پټو سترګو ډیر احترام کاوه،  چې له هغي ډلي  یو همملایان وو.  چې یوه دوه کتابه به یې زده کړل او د وعظ وړتیا او د خلکو د غلطولو وړتیا به یې په ځان کې ولیده نور به ملا شو. او خلکو به یې هم په داسي ډول احترام کاوه چې هغسي احترام په اسلام کې نه دي رواه.

کتابونه په سر کیږدي ځان ملا کا
په هر کلی مهلت ګرځي ټګي غلا کا

د ملایانو په اړه یې ویلي دي: چې یو کیسه د صحابو له یاده زده کړي، او نور په کلو کې پري خلک تیرباسې او خلک پري غلطوي. رښتیا هم زمونږ په ټولنه کې د هر ډول ملا ډیر زیات عزت کیږي او ډیر ورته خلک احترام کوي. چې یواځي د ملا نوم پري پوري وي. او ددې جرئت نن سبا هیڅوک هم نشي کولاي چې ملا د وګواښې او یا د هغه ته داسي څه ووايې چې هغه باندې نیوکه وي، پرته له کومې بلي خبري نه به د کفر ټاپه پري لګیدلي وي.

کښنې شرعه به کوي په رشوتونو
ځان قاضي کا په غلط روایتونو

ددې خبري اثر نن سبا هم په ملایانو کې پاتي دي تاسي یې وازمایې که په هره برخه کې له ځینو ملایانو نه پوښتنه وکړي، که هغه د طب په برخه کې وي که د اقتصاد په برخه کې وي دې او یا هم کومه بله برخه کې درته ډیره په اساني پرته له کومه
دلیله فتوا درکوي. که ده د طب په برخه کې معلومات درلودل کنه خو ستا فتوا ورته ډیره اسانه ده.

او بل مشکل چې نن سبا هم ډیر زیات دي زمونږ په ټولنه کې هغه د لوڼو واده کول دی دې وایي:

سیوايې بډي د لور چې لوڼې پلوري
په دا څه توکه کې غرق دي مختوري

نن سبا زمونږ په ټولنه کې د لوڼو واده کول د پيسو په مقابل کې خرڅول دی. او پرته د لور له مشوري یې داسي چاته ورکوي چې په ټول ژوند يې نه ليدلي وي هم نه یې پیژني.  ورته واده کوي یې او د هغې او یا هم هغه د راتلونکي ژوند په اړه حتی فکر نکوي چې لدې سره به ددې ژوند څنګه تیریږي. حتا هلکان هیڅ خبر هم نه وي او واده یې ورته کړي وي او هر څه یې پرته له کومه نظمه او دسیپلینه وي.

لکه د خپلو لوڼو په بدو کې ورکول، دا هم زمونږ د ټولني یو له بد او او وروسته پاتې رواجونو څخه دي. چې خوشحال بابا ورته اشاره کړي ده.

بل څه یې چې ویلي دی، هغه په ټولنه کې په بي ادبي ده دې وایې: چې زمونږ په ټولنه کې که مشر دی که کشر دی هر څوک چې دی زیاتره یې بي ادبه دي.

د ادب په کار هسې ناهموار دی
کشر مشر تور او سپین په یوه شمار دی

کشران خو چې بي ادبي کوي باک نشته خو وایي: چې کشر دي نه پوهیږي خو مشران مو هم داسي تیروتني کوي چې هیڅ د بښلو وړ ندي. لکه:  پلار د خپلو اولادنو په وړاندي سګریت څکوي او بیا وایې زویه دا بي ادبي ده، دا کار به نکوي ایا داسي امکان لري؟ چې ته د خپله سګریت څکوي هغه هم د خپل اولاد په مخ کې او هغوي ته وایې دا کار نه ښه دي هغه فکر کوي که دا بد کار واي نو پلار به نه کوو.

او یا هم پلار ناست وي، زوی ته وایې د پلانګي زویه! او دا بې ادبي ماشومان اخلي بیا بله  ورځ تري ګیله هم کوي، چې ماته خو مي زوي داسي ووایې نو دا د ګیلي وړ نده چې ته یې کوي تا خپله زوي ته دا ادب ورښودلي دي.

او یا هم ماشومانو ته په داسي نامه غږ کوي، چې هغه به دده له شخصیت او پوهي سره ډیر بد ښکاري، خو دي ته نه ګوري چې دا ښه کار دی که بد. لکه: بعضي یې خپلو ماشومانو ته د ایوان په نامه غږ کوي ایا لدې نه بله لویه بي ادبي شته؟ خپل نوم نلري ها؟

او یا هم خپلي میرمني ته د تور سري او سیاه سري په نامه غږ کوي، ایا دا کوم ښه کار دي دا بي ادبي نشوه؟ ماشوم به له داسي پلاره څه زده کړي؟

کله تیره ورځ چې د پلار نړیواله ورځ وه. ټولو یې د خپلو پلرونو عکسونه فیسبوک ته پورته کړي وو، خو د مور په ورځ هیڅوک هم ما ونه لیدل چې ویلي یې وي دا زما مور ده او د ورځي مبارکي یې ورته وایم.

او خوشحال خټک حتی په خپله میرمن مرجانۍ چې په ده باندې ډیره ګرانه هم وه، نقد کړي دی. چې ددي جرئت هیڅوک هم نلري او بیا په داسی لوڅو او بربڼډو الفاظو چې ده کړي دي. لدې څخه دده انصاف او رښتنولي له ورایه ښکاري چې ده ټولو خلکو ته په یو شان کتل. دې وایې:

د نطفي اثر مې لاړ پکې ضایع شو
واړه پۍ د مرجانۍ لرې تاثیر

ده خپله میرمن ملامت کړي، ویلي یې دي: چې دا د مرجانۍ پۍ دی، چې زما داسي اولادونه شول چې د خپل پلار په مقابل کې یې راپاڅیدل او همداسي نور په خپلو اولادنو باندي یې هم نیوکي کړي دي حتي په خپلو وړوڼو او ترونو باندي یې هم نقد کړي دي.

بل مې ناشکري د ترونو وروڼو حماقت
بل چې فرزندان مي خطا کړ مصلحت

دې یې خپلو وروڼو او ترونو په مغلو باندي بندي کړ. نو په دوي باندي یې هم نقد کړي دي او هغه حقیقت یې په خپلو اشعارو کې راوړي دي.

۳ – په ځان باندي:

خوشحال بابا نه تنها دا چې په نورو باندي یې نقد کړی دي، بلکی په خپل ځان باندی یې هم نقد کړي دي او ځان یې هم په ډیرو مسلو کې ملامت ګنلي دي.

چې پښتون شوم په داسي هسي سپینه ږيره
نور مې خدای مکړه د مغل وایم په ځیره

یعني دي وایې: هغه ظلمونه چې ماله یوسفزو سره کړي دی، او د مغلو لپاره مي توري  وهلي او ډیر خلک مې ځورولي دي د مغولو لپاره دلته یې پیښماني څرګنده کړي ده او په ځان باندي یې نقد کړي دي.

او په بل ځاي کې یې هم ویلي دی چې:

په هغو لویو خبرو شرم سار یم
چې چا ورته ایښۍ دی له ما

دي یو ځل بیا دلته په ځان باندي نیوکه کوي، او وايې: چې زه مې په هغو کارونو باندي پښنمانه یم او شرم سار یم. کوم چې ما د مغولو لپاره کړی دي او ددوي لپاره مې څوک وژلي دي.

۴ – ادبي نقد:

کله هم خوشحال خټک په ریشخند او کله هم یي په جدي ډول باندې په شاعرانو او لیکوالانو باندي نیوکې کړي دي. او خوشحال بابا هماغه وخت د یوه شعر په ارزولو باندي پوهیده او کولاي شي چې یو ادبي اثر وارزوي.

د چا نه په پښتو کې ما عروض لیدلي نه دی
میرزا په دا زبان کې ویل کړي دی تللي

دلته ده یادونه کړي ده، چې په پښتو ادب کې هیچا هم په خپلو شعرونو کې عروض ندي ویلي، او نه یې هم ورته توجو کړي ده. خو میرزا خان انصاري په دي ژبه کې په تول تللي خبري کړي دي.

او بل ځاي کي بیا وایې:
چې دا لاف وهي د شعر
نن په دا دور دی ډیر
خدای دی نا کا

چې به حال وایم
د دوی تیر او بیر
څوک پاوي څوک نیم پاوي دی
قلندر پکي نیم سیر
هیڅ می ندی واصل هیر
بل دولت فقیر پاوي
زه تیري څو سیره شاهي تیر

خوشحال بابا د ځان او نور په اړه ویلي دي: چې کله د کره کتني باب پرانیستل شي نو که یو څوک په شعر کې یو مثقال هم وي، او یا هم دده شعر به د یوه مثقال په اندازه وي خو دې به هم په یو لوي شعر باندي کره کتنه کوي.

خوشحال بابا یو داسي شخصیت وو، چې د ژوند په ټولو برخو کې یې له ورایه یو لوي فکر ښکاري او یو دده له خبرو او اشعارو نه دا ښکاري چې خوشحال بابا یو ښه اندیال و. او د ټولني هر څه ورته ډیر ښه معلوم وو. او ددي لیکني له مخي ویلي شو چې یو ښه نقد کوونکي هم وو او یو عادل نقاد وو.

ماخذ: د استاد عبدالسمیع وحدت لکچر

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x