fbpx

د روژې طبي ګټې «اتلسمه  برخه»

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر

هېره دې نه وي،  چې ډاکټر رابرټ دا هم راته وویل چې سکاټ! ستا وزن هم ډېر زیات دی، یعنې ته (Over Weight)  یې نو روژه د چاغښت لپاره هم تر ټولو ښه درملنه ده، بیا په دې فکر کې یم چې لومړی باید زه څه وکړم، چېرې او چا ته ولاړه شم؟ له خپلی خور (کېنګ سکاټ) سره هر څه د مشورې په موخه شریک کړل، هغې مشوره راکړه، چې زه باید د محمدی جومات خطیب، قاری مصطفی عزت ته ولاړه شم او له هغه نه هم مشوره واخلم، نو سبا سهار وختی مرکز ته ورغلم او د ده د ملاقات غوښتنه مې ترېنه وکړه، هغه هم په ډېر ورین تندي له ښه راغلاسته ویلو وروسته، خپل دفتر ته بوتلم او ورسره کښېناستم، تر ټولو لومړی مې له قاري صاحب نه دا پوښتنه وکړه، چې آیا په اوسني بایبل کې د روژې څه بیان شته او که نه؟

قاری صاحب راته وویل: روژه د الله جل جلاله یو سترعبادت دی، په دې میاشت کې موږ د سولې، حوصلې، د خدای جل جلاله د پوره اطاعت، د مسکېنانو او بې وزلو سره د خواخوږۍ او زغم درس راکوي او دا ررژه په تورات او انجیل کې هم وه او په قرانکریم کې هم شته، خو زه اوس درته د اوسني بایبل درې ځایونه درپېژنم، چې د روژې نیول په کې راغلي دي:

۱: او چې کله تاسې روژه نیسئ؛ نو د ریا کارانو په شان، خپل ځانونه خفه مه نیسئ، هغوی ځکه خپل مخونه ورانوي، چې خلک ورته ووایي چې دوی روژه دي، زه (عیسی)  تاسو ته وایم چې هغوی خپل اجر په دې دنیا کې ومونده، خو کله چې تاسې روژه نیسئ، خپل سر غوړوئ او مخ پرېمینځی د دې لپاره چې څوک ونه وایي چې دا خلک روژه دي.

(متی شپږم باب، د روژې په هکله تعلیم ۱۶ـ ۱۹)

بل ځای په بايبل کې راځي:

۲: زه په هفته کې دوه ځله روژه نیسم (لوقا اتلسم باب ۱۲)

۳: هر کله چې دوی د مالک عبادت کولو، نو روژه يې نیوله۔ (اعمال درسولانو ۲)

د روژې بیان، څو ځلی په اوسني بایبل کې شتون لري او په دې خبره قرانکریم هم ګواهي ورکوي، ځکه موږ ته قرانکریم وایي چې په مخکنیوامتونو باندې هم روژه فرض وه لکه چې وایي:

کُتب علیکُم الصیام کما کُتب علی الذین من قبلکُم۔۔۔

فرض کړل شوې ده پر تاسو باندې روژه (ای مسلمانانو) لکه پر مخکنیو امتونوباندې چې فرض ګرځول شوې وه.

دا چې بایبل اوس ټول تحریف شوی او اصلي متن يې له مینځه تللی؛ نو ځکه هیڅ حکم يې پر خپل اصل ولاړ نه دی او نه هم عیسایان ورته د یوه الهی قانون او کتاب په سترګه ګوري.

بیا ما له قاري صاحب نه وپوښتل چې دا څنګه امکان لري چې بایبل او قرآن دواړه د یو الله کتابونه دي؛ خو بایبل تحریف شوی او قران نه دی تحریف شوی ؟

قاري صاحب په مُسکا راته وویل چې آیا تاسو بایبلونه لیدلي او مطالعه مو دي؟

ماورته وویل چې هو! زه یوه کاتولیکه یم؛ خو د کاتولیکانو او پروتستانو دواړو ډلو بایبلونه مې مطالعه کړي دي.

قاری صاحب راته وویل چې د دغو دوو بایبلو ترمیځ څومره توپیر شته؟ ما ورته وویل چې ډېر توپير په کې شتون لري، خو اوس زما په یاد کې نشته.

قاری صاحب بیا را ته وویل چې د بایبل  (۲۴۰۰۰) نسخې  لیکل شوي دي او په دې ټولو نسخو کې دوه نسخې یو شانته نه دي، تاسو کولای شئ چې د (The Root of Bible) کتاب وګورئ او زه داسې یوه ساده بېلګه درته وړاندې کوم چې هر عیسایی يې ډېر ژر منلی شي او هغه دا چې که څوک د متی او لوقا دواړو بایبلونو ټکرونه سره پرتله کړي؛ نو هرو مرو پوهیږي چې  دا له ځا نه جوړه شوي دي؛ ځکه یواځې د حضرت عیسی علیه السلام د نسب په پاڼه کې څومره اختلاف شتون لري او بل دا چې که غواړې چې د بایبل په تعارضو نوره هم پوه شې؛ نو موږ دا ټول ټکرونه او تعارضونه یو ځای کړی دي او تاسو کولای شئ، چې په سړو مغزو یې مطالعه او بیا فکر ورباندې وکړئ.

بل دا چې داسې پوچې، بې بنیاده کېسې او ویناوې په دې بایبلونو کې درج شوي، چې زه د یو انسان په حیث ورباندې شرمیږم؛ نو الله تعالی خو د داسې اپلتو منسوبول، لویه تېروتنه او د هغه جل جلاله په حق کې ستر ظلم دی. که په لنډو کې یې درته ووایم، نو ویلای شم چې د بایبل هره نسخه د پخوانیو یوناني افکارو یوه مجموعه ده او د بشر په لاس له ځانه لیکل شوي نظریات دي؛ اما قرآن کریم له شرق څخه تر غربه پورې چې د هر چا په لاس کې دی، ټول یو شان دی، حتی د یوه حرکت یعنې زبر او زېر په اندازه توپیر هم په کې نه څوک پیدا کولی او نه راوستلی شي.

نور بیا…

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د