ورزش

سویلي افریقا په ۱۰۰ منډو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۵مه ۱۳۹۵ل): د دریو هیوادونو تر منځ د یوه ورځنیو لوبو د لړۍ نهمه لوبه د ویسټ انډیز په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې سویلي افریقا په ۱۰۰ منډو سخته ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د سویلي افریقا لوبډلې وګتله او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. ویسټ انډیز د براوو سلیزې او پولارډ نیمه سلیزې په مرسته په ۴۹.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۸۵ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره براوو په ۱۰۳ توپونو د دولسو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۱۰۲، پولارډ په ۷۱ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۲ او هولډر په ۴۶ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د سویلي افریقا لپاره ربادا او مورېس درې درې ویکټې او پارنېل او مورکل یوه یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې د سویلي افریقا لوبډلې په ۴۶ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۸۵ منډې جوړې کړې او پایلوبې ته د لار موندنې فرصت یي له لاسه ورکړه.

د سویلي افریقا لپاره بهارډین په ۵۷ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۵ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړ و. مورکل هم په ۴۷ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۲ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره ګبریل او نراین درې درې ویکټې، براتویت دوه او هولډ یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x