ټولنیزه برخه

د اسلامي تاریخ د نوموتي اتل خال بن ولید (رضي الله عنه) و ژوند ته ځغلنده کتنه

مأخذ: عربي ویب سایټونه
ژباړنه او ټولونه: م. حمدالله (دانشمند)

د اسلامي تاریخ نوموتی اتل”خالد بن الولید” (رضي الله عنه) په (کال ۵۸۴م) کې د قریشو په یوه شتمنه کورنۍ کې وزېږېد…

د صفري په میاشت کې، د مکې مکرمې تر فتحې شپږ (۶)، د “مؤته” تر غزوې دوه (۲) میاشتې وړاندې په اسلام مشرف شو!

د اسلام راوړلو لامل یې دا و، چې نبي علیه السلام مبارک یې ورور (ولید بن الولید) ته د “عمرة القضا” پر مهال وفرمایل: دا ځل چې خالد راشي، ورځو به د هغه په څېر شخصیت له اسلام نه باید نا خبره پاتې نشي. “ولید” ونوموړي ته لیک واستاوه، د مبارک دین (اسلام) و منلو ته یې را وباله، د نبي علیه السلام  یاده وینا یې د لیک له سر ټکو ځخه وه، همدایې د اسلام او هجرت د منلو لامل شو.

نبي علیه السلام مبارک د هغه “رضي الله عنه) په اسلام خورا خوښ برېښېده، کله چې هغه (رضي الله عنه) یې ملاقات ته راغلی، نبي علیه السلام مبارک ورته ویل: ثنا دي وي الله پاک لره! ما ستا د پوهې کچه لیدلي وه، امید مي لاره، چې تا به سالم عقل د خیر په لور سوق کړي. مسلمانانو هم د نوموړي په اسلام زیاته خوښې څرګنده کړه؛ ځکه د داسې اتل په صف کې ګډون د لښکریانو مورال لوړوي. الله پاک هغه په اسلام ونازاوه، لکه چې اسلام په هغه ونازېد.

د هغه (رضي الله عنه) له اسلام او مسلمانانو سره کرکه او نفرت په بېسارې مینه او محبت بدل شو. له کفارو سره یې کرکې او نفرت د زړه په تل کې ځای ونیو.

لومړۍ جګړه، چې هغه (رضي الله عنه) له مشرکانو سره پکې لاس او ګریوان شو – وروسته له هغه، چې د نوموړي په ژوند او عقیده کې نوی بدلون را منځ ته شوی و – هغه غزوه وه، چې نبي علیه السلام یوه “سریه” د “سریة الامراء” په نامه د “حارث بن عمیر” د بدلې اخستو له پاره ومؤتې ته ولېژه. نبي علیه السلام، نوموړی (حارث) – رضي الله عنه – د بصرې واکمن ته د یو کار په موخه لېژلی و، هغه په شهادت ورساوه.

د یادې سریې (ټولي) مشر “زید بن حارثة”، له هغه نه پس “جعفر بن ابي طالب”، له هغه نه پس “عبد الله بن رواحة” (رضي الله عنهم) مقرر شو.

کله چې د مسلمانانو لښکر د “رومیانو” پر لښکر حمله وکړه، درې واړه امیران یو په بل پسې د شهادت ستر مقام ته ورسېدو! په سبا ورځ چې د مسلمانانو امیر نشته، نږدې وه، چې هغوی د دښمن په وړاندې مرال بایللای وای؛ خو الله پاک یې مرسته وکړه، ټولو په اتفاقي توګه “خالد بن ولید” د امارت له پاره ونوماوه. هغه (رضي الله عنه) په کامل مهارت سره وتوانېد، چې مسلمانان یو موټی کړي، هغوی ته د بریا ډاډ ورکړي.

نوموړی (رضي الله عنه) په هغه ورځ له سترې ازموینې بریالی راو ووت. د دښمن د لښکر منځ ته یې ور ودانګل، د ډېرو څټې یې له تنو ور بېلې کړلې، ډېر یې کاري زخمیان کړل تر دې چې نه (۹) توري یې یو په بل پسې په مبارک لاس ټوتې ټوټې کړې!

نبي علیه السلام مبارک په مدينه منوره کې صحابه و (رضي الله عنهم) ته د درې واړه امیرانو دشهادت خبر ورکړ، ورته ویلې: له هغوی نه پس اوس نبوي توغ (بیرغ) خالد په لاس کې واخیست، الله پاک ته یې لاسونه لپه کړل، ویلې:

«اللهم إنه سيف من سيوفك، فأنت تنصره».

ژباړه: اې الله پاکه! هغه (خالد) ستا له تورو یو توره ده، ته یې مرسته وکړه!

له هغې ورځې نوموړی په “سیف الله” ونومول شو.

کله چې نبي علیه السلام د لس زره (۱۰۰۰۰) لښکر په مرسته، چې مهاجرو او انصارو پکې ګډون لاره، د مکې مکرمې د فتحې له پاره و ووت، نوموړی یې له (۴) ټولیو نه د یو ټولي پر سر وټاکه، سپارښتنه یې ورته وکړه، چې ته به مکې ته د “لیط” نومې سیمې له لورې ور ننوزې. خالد لومړی کس و چې تر ټولو اميرانو وړاندې مکې مکرمې ته ننووت، سره له دې چې مشرکانو یې موخه نیوله، نه یې پرېښود چې مکې ته ځان ورسوي. دیارلس ۱۳ مشرکان یې له تیغه تېر کړل، درې ۳ تنه صحابه وو د شهادت جام نوش کړل؛ خو مسلمانان مکې (مکرمې) ته ننوتل.

له یادې فتحې وروسته نبي علیه السلام مبارک نوموړی اتل (رضي الله عنه) له دېرشو ۳۰ آس سپرو سره  “بطن نخل” سیمې ته ولېژه ترڅو هلته د قریشو ستر بوت (عزی) له مینځه یوسي، همداسې یې وکړل، هغه یې له منځه یوووړ…

دا راز په “غزوة حنین” کې نوموتی اتل (رضي الله عنه) د “مقدمة الخیل” آس سپرو (سلو کسانو) امير و ټاکل شو، د “هوازن” ټبر سره يې په (شوال ۸ه) کې رښتينې مبارزه تر سره کړه، په پوره شجاعت (زړورتیا) سره وجنګېد، میدان یې په یواځې سر وساته، ملګرو یې – چې د بني سليم ټبر سره تړلې و – د تېښتې لاره خپله کړه، تر هغه وجنګېد، چې د دښمن له لورې یې کاري ګزارونه پر تن وخواړه. نبي علیه السلام یې چې کله په ټپي کېدو خبر شو، پوښتنې ته یې ورغلی…

ژورو ټپونو ونشو کړای، چې یاد اتل له جهادي بهير نه شاته پاتې کړي. بیا د مسلمانانو د لښکر د امیر په توګه مقرر شو، د “طائف” په لور وخوځېد، ترڅو له “ثقیف، هوازن” سره وجنګېږي او د الله پاک سپېڅلې کلمه اوچته کړي.

په (رجب ۹- ه) کې نبي علیه السلام مبارک، یاد اتل (رضي الله عنه) د څلور سوه کسيز لښکر په ملتیا و”دومة الجندل” سیمې ته واستاوه، ترڅو له “اکیدر بن عبد الملک” نومي ځايي واکمن سره خپله دیني فریضه (جهاد) تر سره کړي، نوموړی (رضي الله عنه) وتوانېد، چې یاد واکمن (اکیدر) بندي له ځان سره راولي، بېسارې غنیمتونه د مسلمانانو په ولکه کې ورکړي. یاد بندي یې نبي علیه السلام ته راویستی، هغه مبارک د جزیې په منلو ازاد کړ، له لیک سره یې بيرته ولېژه.

په (جمادى الأولى 10هـ ) کې نبي علیه السلام مبارک یاد تاریخي اتل د څلور سوه کسیز لښکر په ګډون د نجران په لور د “بني الحارث بن کعب” د مقابلې له پاره واستاوه ترڅو له دوه تګلارو نه یوه غوره کړي: اسلام یا جګړه. له هغوی ډېر وګړي د اسلام له سپېڅلي نعمت نه برخمن شول. نوموړی ۶ میاشتې همغلته پاتې شو، هغوی ته یې اسلام، قران او نبوي حدیث ور ایزده کول. نبي علیه السلام ته یې لیک را واستاوه، په هغه کې لیکلي وه، چې هغوی د اسلام مبارک دین و مانه. نبي علیه السلام مبارک په ځوابي لیک کې ورته سپارښتنه وکړه، چې ته د هغوی د یو وفد په ګډون مدینې ته راشه…

د نبي علیه السلام له درانده رحلت نه پس د ابو بکر (الصدیق) – رضي الله عنه – د خلافت پرمهال، یاد اتل له مرتدینو سره په جګړه کې هم پوره برخه واخیسته. د تاریخ په دې حساس پړاو کې منافقینو او ضعیف الایمانه مسلمانانو داسې انګېرله، چې فرصت زموږ په واک کې دی، له محمدي دین سره به په ځغرده مقاطعه اعلان کړو؛ ځکه نو ځينو د نبوت دعوه پیل کړه، ځینو له زکاة نه چورلټ انکار وکړ او ځنې مرتد شول – العیاذ بالله. د وخت خلیفه (رضي الله عنه) په پوره مېړانه د دې کرغېړنې بلا موخه ډب کړه، ترینګلې حالات یې په خپله ولکه کې راویستل. د یاد اتل (خالد) اتلولۍ په دې ستره فتنه کې هم د یادولو وړ دي.

ابو بکر “الصدیق” (رضي الله عنه) د “طلیحة بن خویلد” (الاسدي) د وژلو هڅې پیل کړې؛ ځکه نوموړي د نبي علیه السلام مبارک د بیماري پرمهال له “حجة الوداع” نه وروسته د نبوت دعوه کړې وه، فتنه ورځ تر بلې د ودې په حال کې وه، ډېرو قبائلو د هغه ملا تړ اعلان کړ. یاد اسلامي اتل وتوانېد، چې د هغه لښکر له شرمونکي شکست سره مخ کړي. یاد طلیحه د شام پر لوري وتښتېد، بیایې د زړه له تله اسلام ته غاړه کېښوده، د فارس په معرکو کې ښه وجنګېد. نوموړی د عمر (رضي الله عنه) د خلافت په دور کې په شهادت ورسېد – رضي الله عنه.

یاد اتل له دې جګړه وروسته د نورو مرتدینو د مریو غوڅول پیل کړل تر دې چې ډېرو مرتدینو بیرته اسلام ته موخه کړه.

له دې وروسته یې د “مسیلمة الکذاب” سره مقابلې ته مټې رابډ وهلې. هغه هم د نبوت دروغژنه دعوه پیل کړې وه؛ په نسبت ونورو ته خورا خطرناک و، ډېر ناپوهان یې تېر ویستل، ځان یې په خلکو د رښتیني نبي په توګه ومانه. سخته جګړه د د واړو اړخونو تر منځ پیل شوه. د تېر په څېر بیا بریا د یاد اتل په برخه شوه. جګړه د “بني حنیفه” و په شکست، د مسیلمه په وژلو پای ته ورسېده. په یاده جګړه کې (۳۶۰) مهاجر او انصار صحابه و د شهادت جامونه نوش کړل، چې زیات شمېر یې د لومړۍ درجې اسلام راوړونکي کسان و، او یو شمېر یې د قران کریم حافظان و – (رضي الله عنهم، وارضاهم). دا هغه ما جرا وه، چې لومړی خلیفه (رضي الله عنه) یې اړ ویستل، چې د قران د راغونډولو په اړه غور وکړي ترڅو یې د حتمي ضیاع موخه ډب شي؛ ځکه یادې جګړې ډېر حافظان د شهادت لوړ مینار ته وخېژول.

وروسته له دې چې لومړي خلیفه (رضي الله عنه) ترینګلی حالت کنټرول کړل، امت ته یې له فرقیېزو شخړو نجات ورکړ، توجه یې د عراق  لوري ته شوه، غوښتل یې، چې د اسلامې هیوادونو سرحدونه له احتمالي یرغلونو خوندي وساتي، او د فارسیانو زور اوبه کړي. د استول شوي لښکر د امیرانو په کتار کې یاد اتل هم شتون لاره، کوم چې یاد خلیفه د یادې موخې له پاره استولی و. نوموړي بیا د خپلې بهادرۍ پر مټ له فارسیانو د پام وړ غچ واخیست، تر ډېره هغلته تم شو، د عراق زیاتې سیمې د هغه (رضي الله عنه) په لاس فتحه شوې او د مسلمانانو په ولکه کې راغلې.

بیایې د “انبار” سیمې د نیولو له پاره لښکر تیار کړ، لکن هغوی له ځانونو کلاګانې راتاو کړې وې، له کلاګانو آخوا یې ژور خندق کیندلی و، ور تېرېدل څه اسانه کار نه و، خو د هغه (رضی الله عنه) یو تکتیک هم موخه نشوای نیولای. امر یې وکړ، چې په کلاګانو کې ناست کسان تر غشو لاندې ونیسئ، د هغوی سترګې وباسئ ، تر دې چې د یادو کسانو ۱۰۰۰ سترګې یې د غشو په څوکو وپېیلې. بیایې امر وکړ، چې هغه اوښان دي ذبح کړای شي کوم چې له تګ نه لوېدلي او کمزوري دي، لښکر یې همداسې وکړل، حلال شوي اوښان یې د خندق په یوه تنګه څنډه کې واچول، تر څو یې د پله په توګه ترې کار واخیست، په همدې پله هغه (رضي الله عنه) د آس سپرو لښکر په ګډون له خندق نه تېر شول، په داسي حال کې، چې په غشو سمبال ملګرو یې د لوړو کلاګانو ساتونکي تر سخت ګزار لاندې ونیول. د فارسیانو مشر واکمن، چې حال له نږدې څارل او د هغوی یاد تکتیک یې ولېد سمدستي یې د سولې غوښتنه وکړه. سبا ته په انبار نومي ښار سپین توغ خپل سپین وزرونه ورپول، د یاد ښار ټولې سیمې په بشپړه توګه د مسلمانانو په واک کې ورغلې .

نوموړي په یاد ښار “زبرقان بن بدر” واکمن و ټاکه، ده د “عین التمر” په لوري خپل لښکر وخوځاوه، هغلته ډېری فارسیان را غونډ شوي و، هغلته مېشتو ځینو عربو یې هم ملاتړ کاوه. کله چې د خالد بن ولید (رضي الله عنه) سر ښندونکي مجاهد هلته ورسېدو، هغوی په تېښته لاس پوري کړ، پاتې شونو یې ونږدې یوې کلا ته پناه یووړه، کلا تر هغه محاصره وه، ترڅو چې واړو ځانونه یاد اتل ته د تسلیمۍ په نعره وسپارل. په یاده سیمه یې
“عویمر بن الکاهل” واکمن کړ، هغه مبارک د “دومة الجندل” په طرف د لښکر په ملتیا وخوځېد، هغه یې هم فتحه کړل.

لومړي خلیفه (رضي الله عنه) داسې پلان وسنجاوه، چې د فتوحاتو موخه د شام لوري ته وګرزوي. بیایې سر لښکر یاد اتل وټاکه!
یاد خلیفه (رضي الله عنه) د خالد (رضي الله عنه) په اړه وفرمایل:

« والله لأنسين الروم وساوس الشيطان بخالد بن الوليد».

ژباړه: په الله پاک مي قسم دی: زه به د خالد په مټ له “رومیانو” نه د شیطان وسوسې هېروم.

هغه (رضي الله عنه) د فتوحاتو لړۍ ګرمه وساتله ترڅو وشام ته ډېر اوچت ورسېد، سره له دې چې په لنډو لارو او خطرناکو بیدیاوو یې د “رافع بن الطائي” په لارښوونه مزل بشپړ کړ. د شام له پاره یې لاندې یاد شوي امیران : “ابو عبیدة عامر الجراح، شرحبیل بن حسنة، عمرو بن العاص” (رضی الله عنهم) و ټاکل ترڅو جهادي بهیر لا ګړندی شي. رومیانو مخکې له دې، چې مجاهدین پوره امادګي ولري، ناڅاپه حمله پیل کړه، هغه (رضي الله عنه) و شام ته په رسېدو، خپل لښکر تر یوي بیرغ لاندې را غونډ کړل، تر څو د دښمن په وړاندې ښه ځواکمن وي.

خالد (رضي الله عنه) بیرته د نوي پلان له مخې لښکر په څو ټولیو و وېشه ترڅو د دښمن په وړاندې زیات وبرېښي، او د هغوی په زړونونه کې رعب را منځ ته شي، پرڅو ټوليو به  یې یو یو امیر مقرر کړ …

مسلمانان او رومیان د یرموک په کنده کې سره لاس او ګرېوان شول. مسلمانانو لومړی په رومیانو سخت بريد تر سره کړ، چې پای یې د مسلمانانو په بریا او د رومیانو په شکست تمام شو، مسلمانانو په یاد بريد کې هم ښه ازموینه ورکړه.
په یاده غزوه کې د (۳۰۰۰) په شا وخوا کې مجاهدین د شهادت لوړ مقام ته ورسېدو! چې ډېری یې صحابه و (رضي الله عنهم).

د خالد (رضي الله عنه) جنګي تدابیر ورځ تر بلې زیاتېده؛ ناڅاپه یې د دوهم خلیفه (عمر) – رضي الله عنه – له لوري یو لیک تر لاسه کړ؛ په هغه کې د لومړي خلیفه (رضي الله عنه) د وفات، د خالد (رضي الله عنه) له دندې د ګوښه کېدو او ابو عبیدة (رضی الله عنه) امیر کېدو خبرونه لیک وه. جګړه په شدت سره روانه ده؛ خو یاد اتل د راغلي لیک محتویات خوندي وساتل. کله چې جګړه د مسلمانانو په ګټه پای ته ورسېده، سمدستي یې خپله دنده ابو عبیده (رضي الله عنه) ته وسپارله.

هغه( رضي الله عنه) له دې امله له وظيفې ګوښه کړ، چې خلکو ته جوته شې، چې فتحه د الله پاک په مرسته او کومک سره رازي. د هغه دوامداره فتحو یو لړ شکونه را پنځولي و.

هغه (رضي الله عنه) تر سل په زیاتو جګړو کې برخه اخیستې وه. د هغه مبارک پر تن له ټپونو پاتې برخه نه وه. په لږ وخت کې یې شا وخوا (۲۰) اولادونه وبا له ستوني تېر کړل.

نوموړی چې کله د مرګ پر بستر پروت و، ویې ژړل، ویلې: په تن مې یوه لوېشت ځای داسي نشته، چې پرې د تورو، نېزو او غشو ټپونه نشته؛ دادی ځه نن پر بستر د اوښ په څېر مړ کېږم!

دین پوهانو فرمایلي: هغه مبارک ته چې کله نبي علیه السلام د “سیف الله” (د الله توره) لقب ورکړ، بیا شونې نه وه، چې دا توره د چا لوري ماته شوې وای؛ ځکه شهید نه کړل شو.

هغه مبارک د “حمص” په ښار کې د هجرت په (۲۱ کال)، د رمضان المبارک په (۱۸) نېټه خپل روح حقیقي مالک ته و سپاره. {انا لله و انا الیه راجعون}.

دوهم خلیفه( رضي الله عنه) یې په اړه و ویل:

«دع نساء بني مخزوم يبكين على أبي سليمان، فعلى مثل أبي سليمان تبكي البواكي»

ژباړه: پرېږده چې د بني مخزوم ټبر ښځې پر “ابوسلیمان” (خالد…) و ژاړې، د ده په څېر مړو باید ژړا کوونکې ښځې ژړا وکړي.

رضي الله عنهم و ارضاهم. اللهم ارحم علینا و علیم و علی والدینا رحما یلق بکرمک یارب العالمین! و صلی الله تعالی علی النبی الامی الامین وعلی اله و صحبه اجمعین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x