ادبي لیکني

مورفیم او کلمه

 اربازخان ساپی

مورفیم د مورفولوژي واحد دی ،او مورفولوژي د یوناني کلمو مورفو او لوجي څخه چې د شکل او صورت مانا لري جوړه شوې ده . په لغوي لحاظ دا کلمه د یوې ژبې د لفظي اشکالو دعلم ، پوهې او پېژندنې په مانا راغلې ده ؛ اوس داسې تعریف شوې :

صرف د ګرامر هغه برخه ده چې په هغه کې د یوې ژبې ټاکلي مورفیمونه د هغوی جوړښت ، ترکیب ، ګردان او د هغوی ډولونه تر څیړنې او بحث لاندې نیول کیږي.

مورفیم څه ته وايي ؟

مورفیم هغه کوچنی ژبنی مانیز واحد دی که تجزیه شي ، خپله مانا له لاسه ورکوي او د هغه له تجزیه کېدو څخه بې مانا اوازونه لاس ته راځي ، یا مورفیم یو نه تجزیه کېدونکی مانا لرونکی واحد دی .

د مورفیم ډولونه :

الف: خپلواک مورفیم                  ب:ناخپلواک

الف: خپلواک مورفیم : خپلواک مورفیمونه چې په وینا کې په آزاده او مستقله توګه مانا ښندي .

ب: ناخپلواک مورفیم : ناخپلواک مورفیم چې په خپلواکه توګه کومه مانا نلري تر څو چې په یوې کلمې پورې ونه تړل شي ، لکه کتابونه چې له دوو مورفیمونو څخه جوړ دی ، کتاب یو خپلواک مورفیم او /ونه/ وروستاړی ناخپلواک مورفیم دی .

د ناخپلواک مورفیم ډولونه :

الف: ساختماني نښې: (سربلونه او اوستربلونه ، د ربط نښې، د عطف نښې، د غږونو(اصوات) نښې)

ب: تاړي(وندونه): (صرفي مختاړي، کلمه جوړونکي مختاړي،  صرفي وروستاړي، کلمه جوړوونکي وروستاړي)

مورفیم او کلمه :

کلمه یو رواني واحد دی چې غالباَ بېل ویل کیږي او لیکل کېږي او لغوی مانا لري ، کله تل خپلواک او مستقل مفاهیم لېږدوي . خو مورفیم یو لفظي واحد دی چې لغوي او ګرامري مانا لري ، مورفیم هم کله بېل او کله د یوې کلمې د جز په توګه راتلی شي . مورفیم یو ګرامري نه تجزیه کېدونکی واحد دی . همدارنګه هرې کلمې ته مورفیم نه شو ویلی او هر مورفیم ته کلمه ، یوازې یوازې بسیطې کلمې خپلواک مورفیمونه بلل کېدای شي . نو لومړی باید په کلمه او د هغه په ډولونو باندې بحث وکړو ، او وروسته بیا د مورفیم او کلمې توپېر او ځانګړنو ته راګرځو :

کلمه :

کلمه یو رواني واحد دی چې غالباَ بېل ویل کیږي او لیکل کېږي او لغوی مانا لري ، کله تل خپلواک او مستقل مفاهیم لېږدوي . په ژبه کې تر ټولو مانا لرونکي توکي کلمه او مورفیم دی ، د مورفیم په اړه مو مخکې په مختصر ډول  معلومات وړاندې کړل اوس کلمه پېژنو چې کلمه څه شی ده : کلمه داسې یو ژبنی عنصر دی ، چې تر یوه زیاتو اوازونو څخه رغېدلی وي او مانا ورکوي که چېرې په بېلایېلو غږونو وویشل شي خپله مانا له لاسه ورکوي او په بې مانا غږونو بدلېږي . ځینې ژبپوهان د کلمې او مورفیم توپیر همدا ګني ، کلمه یوه لغوي مانا لري ، خو مورفیم یو لفظي واحد دی ، کېدای شي مانا ولري او یا یې ونه لري . کلمه د شکل له مخې تر مطالعې لاندې نیسو.

کلمه د شکل له مخې:

۱ – خپلواکې یا ناترکیبې (ساده) کلمې :-

هغه کلمې دي چې په مستقل ډول مانا ورکوي ، له کومې بلې کلمې یا مورفیم څخه نه وي رغېدلی او د آوازونو پرته په نورو برخو د ویش وړ نه وي . لکه :- لاس ، اس ، غر ، زړه ، تره او داسې نور…

۲ – ترکیبي کلمې : هغه کلمې دي ، چې له دوو خپلواکو کلمو یا مورفیمونو او یا هم له یوې خپلواکې کلمې یا یوه ناخپلواک مورفیم څخه رغېدلې وي او له دې نوي ترکیب یا جوړښت څخه يې یوه نوې مانا لاسته راغلې وي .

ترکیبي کلمې هم پر دوو ډلو وېشل کیږي :

الف : هغه ترکیبي کلمې چې د پیوستون وړتیا ونه لري :

که له دې کلمو سره دویم عنصر یوځای شي بیا هم خپل جلا شکل ساتي ، لکه :

مفرد                                ترکیب یا جمع

غر                                  غرونه

سیند                                سیندونه

وزر                               وزرونه

خبر                               خبریال

پکتیا                             پکتیاوال       او داسې نور…
په دې کې (ونه) ، (یال) او (وال) وروستاړي دي، چې ماقبل ورسره د پیوستون وړتیا نه لري ، خو نورې داسې ترکیبي کلمې شته چې همدا روستاړی ورسره نښلېدلای شي . که په دې حالت کې بیا دا روستاړي ترې جلا ولیکل شي ، نو د کلمې لیکنی عیب ګڼل کیږي . لکه :

مفرد                            ترکیب یا جمع

غم                             غمونه

بحث                           بحثونه

ننګ                           ننګیالی

سمون                         سمونوال       او داسې نور …

ب : هغه کلمې چې د پیوستون وړتیا لري :

هغه ډول ترکیبي کلمې دي، چې له دوو زیاتو بېلابېلو اجزاو څخه رغېدلي وي او یوه نوې مانا ترې لاس ته راغلې وي، دا ترکیبي کلمې د یوځای لیکلو وړتیا لري او باید یوځای ولیکل شي خو په لیکنۍ برخه کې يې له ځینو لیکوالو تېروتنه کېږي او په جلا جلا ډول يې لیکي، یانې دواړه ترکیبونه بېل بيل لیکي، لکه: (ويی) یا (لغت) چې یو خپلواک مورفیم دی، که له ده څخه موږ د (پوهنه) په یو ځای کولو سره بل ترکیبي لغت جوړوو، نو بیا يې جلا جلا نه لیکو؛ لکه: (ویی پوهنه) که په دې ډول ولیکل شي نو بیا هم په اسانۍ سره د یوې واحدط مانا لپاره د یوه ترکیبي لغت په توګه کار نه ورکولای. سمه او درسته بڼه يې داده چې په ترکیبي او یوځایي ډول ولیکل شي ؛ (وییپوهنه)، لکه د پوهاند زیار (( پښتو لیک لار)) دا سمه نه ده ، چې موږ ( لیک ) جلا او (لار) جلا ولیکو، لکه د (لغت پوهنه) په نامه چې یو ډیر مهم علمي کتاب لیکل شوی، د لغتونو د جوړښت په اړه ښه هر اړخیز علمي او ژور بحثونه لري، خو د کتاب په عنوان کې دا تېروتنه هماغسې پاتې شوې ده.

د ترکیبي کلمو تر ټولو غوره او ښه لاره دا ده ، هغه ترکیب چې د یوځای لیکلو وړتیا ولري، باید یو ځای ولیکل شي او هغه چې هېڅ وړتیا نه لري، مجبور یاستو هغه جلا جلا ولیکو؛ لکه :

پکتیا + وال = پکتیاوال. مجبور یاستو جلا يې ولیکو . ځکه چې د ترکیب د لومړۍ برخې وروستی (الف) له خپلې وروستۍ کلمې یا مورفیم سره د پیوستون وړتیا نه لري، خو په (غزني) + (وال) کې چې دا وړتیا شته چې یوځای ولیکل شي ، نو بیا باید ضرور یو ځای ولیکو، لکه: غزنیوال، ارغندیوال، زرملوال، سمونوال، او داسې نور … .

د ترکیبي کلمو څو نور مثالونه :

یرغلګر   ،     بلوسګر       ، هټیوال      ،     نړیوال     ،  ټولګیوال    ،     څوکیوال    ،   پوځیوال،   ښکیلاکګر  ،   ورانکار      ،  ټګمار      ،    غمجن      ،   لوبغاړی    ،    خیانتکار     ، ګډونوال  ،    ولسواک    و   پانګوال      ،  ولسپال       ،  ټولنوال   او داسې نور …

کلمه یو رواني واحد دی چې غالباَ بېل ویل کیږي او لیکل کېږي او لغوی مانا لري ، کله تل خپلواک او مستقل مفاهیم لېږدوي . خو مورفیم یو لفظي واحد دی چې لغوي او ګرامري مانا لري ، مورفیم هم کله بېل او کله د یوې کلمې د جز په توګه راتلی شي . مورفیم یو ګرامري نه تجزیه کېدونکی واحد دی . همدارنګه هرې کلمې ته مورفیم نه شو ویلی او هر مورفیم ته کلمه ، یوازې یوازې بسیطې کلمې خپلواک مورفیمونه بلل کېدای شي . یعنې هره کلمه مورفیم نه شي کیدای ، یوازې بسیطې کلمې آزاد یا خپلواک مورفیم بللی شو ، ځکه خپلواک مورفیم هغه دی چې په خپلواکه توګه مانا ولري او د تجزيې وړ نه وي که تجزیه شي خپله مانا له لاسه ورکوي او یوازې په فونیمونو باندې تجزیه کیږي؛ لکه : (کتاب) چې یو خپلواک مورفیم دی او خپلواک مورفیم یوه بسیطه کلمه ده ، چې د تجزيې وړ نه دی که تجزیه شي خپله مانا له لاسه ورکوي او یوازې په فونیمونو باندې تجزیه کیدای شي او بس چې دې ته هم خپلواک مورفیم او هم بسیطه کلمه يې بولي ؛ لکه : کتاب= /ک/ + /ت/ + /ا/ + /ب/  

تاسو ګورئ چې د (کتاب) کلمه مو چې تجزیه کړه یوازې په فونیمونو تجزیه شوه، نه په نورو مورفیمونو باندې ، که (کتابونه) تجزیه شي نو په دوه مورفیمونو د تجزيې وړ دی ، یو يې (کتاب) دی، چې یو خپلواک مورفیم بلل کیږي، او بل يې ( ونه ) دی  چې یو ناخپلواک مورفیم دی ، چې مرکبه کلمه يې بولې . داسې ویلای شو چې یوازې خپلواک مورفیم ته بسیطه کلمه ویل کیږي .

ماخذونه

۱:- خویشکی ، محمد صابر ، پښتو غږ پوهنه او وييپوهنه ،خیبر خپرندویه اداره ، ۱۳۹۴ل.

۲:- رښتین ، صدیق الله : پښتو ګرامر ، ۱۳۷۰ ل.

۳:- زیار ، دوکتور مجاور احمد ، پښتو پښویه ، دانش خپرندویه ټولنه . ۲۰۰۵ ل .

۴:- یمین ، محمد حسین ، دستور معاصر زبان دري ( صرف و نحوه ) ، کابل ، مطبعه پوهنتون ، ۱۳۶۵ ل .

۵:- یون ، اسمعیل ، پښتو لیکنی سمون ، یون کلتوري یون ، ۱۳۸۷ ل .

۶:- فریور ، نجیب الله ، جمله شناسي ، پوهنځی تعلیم و تربیه ، دیپارتمنت زبان و ادبیات دري ، پوهنتون هرات ، ۱۳۸۷ هـ . ش

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x