ادبي لیکني

مطالعه ولې مهمه ده او څنګه يې دود کړو؟

 محب الله آرمل

زما شخصي تجربه داده چې کتاب لوستل انسان سيد لارې ته وربولي او له کږو لارو يې را ګرځوي، زه د خپل عمر هغه وخت په ياد لرم چې سواد مې زده وو خو مطالعه مې نکوله او هما غه وخت چې له نن سره پرتله کوم په ځان کې زيات توپير وينم دغه توپير چې د د تجربې او مطالې له برکته دی ماته مثبت ښکاري، البته د ځان په اړه پرېکړه سخت ده خو خدای وکړه چې همداسې وي.

زموږ د ټولنې يو ساري ناروغي داده چې کتاب نه لولو او له مطالعې سره مو بايکاټ کړی، د پښتنو لوی مشر خان عبدالغفان خان وايي: (( د پښتنو يوه ستونز داده چې په بې ګټې شيانو پيسې ورکوي خو په کتاب يې نه ورکوي))

اور هغه وخت تېز وي چې لرګي ور اچوو خو که لرګي يا نور سون توکي نه وي اور مړکيږي، په ايرو بدليږي او ايرې باد وړي. د انسان ماغز هم اور ته ورته دی، کله چې مطالعه کوو د مغز فعاليت مو زياتيږي او کله چې له کتاب لرې پاتې کيږي ماغزه سستيږي او ورو ورو په ايرو بدليږي.

بله خبره داده چې هر انسان ته د مور و پلار، ښوونکي او کتاب خبرې بلکل کره او سمې ښکاري، زموږ د نن ناخوالۍ د همدې درېيو سرچينو له کمزورۍ  زيږدلې، مور پلار خو دا غواړي چې اولاد يې په پوهه سمبال وي، خو ناوړه فرهنګ، بېوزلۍ، نا امنۍ … او ځينو نورو ستونزو يې مخه ډپ کړې ده.

ښوونکي په تېره د ښوونځي معلمان مو اکثره د شل دېرش کاله پخواني وخت د سېسټم او فکر کسان دي، يا که ځينې نوي هم ګمارل شوي ماغزه يې خاو دي، ددې پر ځای چې زده کوونکو ته يو څه ور وښيي هسې وخت وسره تېروي او په چل او دوکه روږدي دي، يا له سره د تدريس په اصولو او د اوسني وخت په غوښتنه نه پوهيږي.

د مور او پلار او دغه شان د ښوونکي رول کمرنګه دی، ټولنې ته سالم انسانان نشي وړاندې کولی او دا هغه ريښتيا دي چې هېڅوک سترګې نشې پرې پټولی. چې داسې ده نو د اصلاح وروستۍ درېيمه او تر ګردو اغېزمنه لار مطالعه ده. مطالعه مو ذهن آبادولی شي. خو ستونزه داده چې موږ مطالعه نه کوو او د مطالعې فرهنګ مو بيخي د شرم دی.

څه بايد وشي چې د مطالعې فرهنګ وغوړيږي؟

دا پوښتنه چې مطالعه څنګه دود کېدای شي ډېره زړه ده، خو نوي اړخونه هم لري، موږ اورو چې بايد کتابونه ولولو خو کوم کتابونه؟ څنګه کتابونه او …

۱ ـ تاسې وينې چې د اکثره افغانانو اقتصاد کمزوری دی او وايي چې که سل افغانۍ په کتاب وروکوم ښه داده چې ډوډۍ پې واخلم چې پچيان مې وږي نشي، دا دليل سم دی چې خېټه مړول د ژوند اوله اړتيا ده، خو که هره ورځ درې افغانۍ د کتاب لپاره هم بېلې کړو او د مياشتې په پای کتاب پرې واخلو ډاډه يم چې نه به مو ډوډۍ کمه شوې وي او نه به مو ماغزه له فعاليت لوېدلي وي.

۲ ـ په افغانستان کې اکثره کتابونه له کره کتنو او ارزونو پرته چاپيږي، يو کس راپوته شي خپلې بابولالې راټولې کړي او د کتاب په بڼه يې خپرې کړي. دا داسې کتاب وي چې د زده کړې شئ نه پکې موندل کيږي او چې چاته په لاس ورشي نو له نورې مطالعې يې هم زړه توری کړي. اړينه ده چې د افغانستان علوم اکاډيمي مرکز او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د يادې ستونز د حل په موخه جدي او آساسي اقدام وکړي.

۳ ـ د ښوونځي ملعمان او د پوهنتونونو استادان اړ دی چې کتاب لوستنې ته تر بل هرڅه زيات کمپاين وکړي، زموږ يو استاد وو ( نور احمد عايل ) کتاب ته، مطالعې ته او د پوهې لاسته راوړلو ته به داسې انګيزه راکوله چې ته وا چور دی او بايد چې نوي کتابونه ژر واخستل شي او په بيړه ولوستل شي.

نو د ټولو استادانو په ګډون له رسنيو او د فکر له خاوندانو هيله کيږي چې خپل وګړي د کتاب لوستلو ته وهڅوي. کتاب لوستل د ويښې ټولنې نښه.

۴ ـ ځينې کتابونه چې د نړۍ په نورو ژبو چاپيږي موږ ورته لاس رسی نه لرو، يو نيم يې هغه وخت را ژباړل کيږي چې ښه ډېر وخت پرې وتلی وي، ترڅو چې بيا موږ ته په لاس  راځي اکثره موضوعات يې بدل شوي او نوي شوي وي. تاسې ټولو به اورېدلي وي چې ايران د اونۍ په دا خېل خامخا هغه کتاب په فارسي ژباړي چې د نړي په بله ژبه خپور شوی وي. دا چې موږ لار تر اوسه د اطلاتو او کلتور په وزارت کې د ژباړې کوم مرکز يا نلرو او يا که وهم په نشت حساب دی، دا ستونزه نوره هم جدي شوې ده . دغه وزارت بايد پدې برخه کې هم ګړندي، درانه او هر اړخيز ګامونه واخلي.

۵ ـ يو ځای مې لوستي وو چې د اېټاليا هېواد په زندانو نو کې چې کوم بندي څومره زياته مطالعه کوي په هماغه اندازه يې د بند ورځې کميږي خصوصا د هغه کتابونو د مطالعې امتياز ډېر دی چې د دولت لخوا ورته ټاکل شوي وي.

له بده مرغه چې د افغانستان دولت اوس هم بنديانو ته د مريو اوبدلو چلونه او يا دې ته ورته نور وخت وژونکي مصروفيتونه ټاکي، که دولت وغواړي دا کار کولی شي.

۶ ـ  په افغانستان کې ژباړه، ليکوالي او… يو بې مزده کار دی، کتاب چاپلول هم اکثره وخت د اړتيا په موخه نه بلکې د يوه شخص يا ليکوال په ذوق ليکل کيږي او خپريږي.

که دولت يا نورې مرستدويه موسېسې ليکوالو ته يو مناسب مياشتنی معاش ورکړي او د کتاب د چاپ لګښتونه يې هم ومني نو ښکاره ده چې ليکوال به زړه ښه کړي او خپل کار به دوه ځل ورته مهم شي. يو دا چې د خوښې کار به يې وي او بل دا چې همدا کار به مادي ګټه هم ورته ولري، نو د کتاب عام کېدو، ډېرېدو… يو نوی باب به پرانستل شي.

کېدای شي ځينې کسان استدلال وکړي چې کتاب بايد د خپل معنويت، شخصت، پوهې او مينې په آساس وليکل شي، د دوی منطق سم دی خو ماديات د ژوند اړتيا ده اوس اکثره ليکوال خپل زيات وخت د روزۍ په ګټلو او کم وخت په کتاب خپرولو لګوي او په هغه صورت کې به زيات وخت ليکوالۍ ته ورکړای شي.

۷ ـ د کتابتونونو زياتېدل: ـ  شخصي کتابخانې په هغه ولايتونو کې زياتې دي چې خلک يې خامخا کتابونه اخلي او مطالعه کوي يې، او په ځينې نورو ولايتونو کې چې د خلکو اقتصادي او علمي سويه يې ټيټه ده شخصي کتابتونونو ځکه نشته چې ګټه نلري.

که د اطلاعاتو اکلتور وزارت د راتلونکي کال په تخصيصاتو کې هر ولايت ته يوازې دوه دوه لکه افغانۍ د کتابونو د پېرلو او کتابخانو جوړولو لپاه وليږي نو حتمي به دولت او راتلونکی وخت مثبت ګټه ترې واخلي.

ددې تر څنګ هر کورنۍ بايد خامخا په خپل کور کې يو وړه او د خپل وس مطابق کتابخانه ولري چې ماشومان يې دا درک کړي چې کتاب نه يوازې په ښوونځي بلکې په کور کې هم مهم دی.

۸ ـ د ټولنيزو رسنيو اکثر هغه کارونکي چې کولی شي د کتاب په ارزښت خبرې وکړي او مهم کتابونه خلکو ته معرفي کړي بايد د نورو فعاليتونو تر څنګ دغه کار هم په خپلو اږو واخلي او هغه کتابونه چې نوي چاپيږي، مهم دي او لوستل يې د نورو ګټو تر څنګ فکري ترميم ته زيات ګټور ثابتيږي معرفي کړي او ټينګار وکړي چې دا کتابونه بايد ولوستل شي.

۹ ـ د هر چا چې ورور، خور، زوی، لور… له پوهنتون يا کوم بل اکاډيميک مرکز فارغيږي، په لمانځغونډه کې فارغ شوي کس ته که خپل عزيزان د ګلونو پر ځای کتابونه ډالۍ کړي نو د کتاب په اهميت به يو نوی تاکيد وشي، دا خبره چې تکړه انځور ګر حميد الله ارباب کړې وه خوښه مې شوه او د کتاب د ارزښت مهم راز دی او کولی شو په همدې طريقه هم خلک وهڅو چې تر پوهنتون وروسته هم کتاب لوستل اړين دي.

شايد نورې لارې چارې هم وي، خو د نني وخت هر هغه افغان چې د مطالعې لپاره کمپاين کولی شي بايد خپل استعداد ونه سپموي او خلک وهڅوي چې کتابونه ولولي. مطالعه مو افکار روزي، مطالعه مو له نړۍ خبروي، مطالعه مو ماضي ته ورستنوي، د وحشت تابلوګانې درباندې ګوري او د راتلونکي ژوند سمه بڼه او پلان په لاس در کوي، مطالعه مو تخيل روزي، عالي تخيل مو له اکثره ناوړه عمالو را ګرځوي، مطالعه مو ټولنيزه، دينې، کلتوري، سياسي، نړواله، تاريخي … پوهه زياتوي او د اصلاح او پرمختګ کنجانې په ګوتو درکوي چې د دماغ بند کلپونه، پرانيزئ او تياره ماغزه مو روښانه وساتئ. نو مطالعه، مطالعه او مطالعه.

پای

۱۳۹۵-۴-۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلم محمد (نورزۍ)

جهان نقش ښائیستونه چی انجام شې
پراته د هنر فکروته چی پام شې
دا ستا پیغور ننګ وه نام شې
بلندې مقام زما د زهرو جام شې
نازیږم خقیقت په غرور دیاره
فتنې دی سورانګار وه بدنام شې
کډه کړې داستاځای شې باداره
واخله مصرې زړه زمرې نام شې
اوبو صدف شه شاهین خریداردی شې
کارغه په تګ ګوټګ خام تار به شې
اسلم محمد (نورزۍ)

alikhan safi

مطالعه ولې مهمه ده – که وووَایو : لوستنه یالولنه ولې غوره ده – ښه به وي.
زما موخه له دې بېلګي څخه په لیکې باندې نیوکه نه ده، موخه مې ټولې پښتولیکلې کومې چې پردي ویَیي بې له اړینتیاڅخه پکې راګډېږي..سره له دې چې په پښتوکې یې سیال شته واله لري.. ځکه داډول بې غوري پښتوږبه کمزورې کوي..په داسې څنګښت کې چې پښتو ډېره پخپلو وییو وپېلامونو مړه ږبه ده

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x