له اروپایې ټولنې څخه د بریتانیا وتل؛ اغیزې او پایلې

سیدالرحمن عمران

نن ورځ د بریتانیې خلکو په هغه ټولپوښتنه کې ګډون و کړ چې له اروپايي ټولنې سره د اوسیدو یا نه اوسیدو پریکړې ته ځانګړې شوی وه. بالاخره بریتانویانو پریکړه و کړه چې نور نغواړي له اروپايي ټولنې سره و اوسي، غواړي خپلواک شي او خپلې چارې په پوره خپلواکی خپله سرته و رسوي. تر ټولپوښتنې دمخه د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو مشرانو په ګډون د امریکا ولسمشر باراک اوباما او خپله د بریتانیې صدراعظم په خلکو غږ و کړ چې له اروپايي ټولنې سره د اوسیدو په پلوی رایه ورکړي او پرینږدي چې بریتانیا لدې ټولنې څخه بیله شي. خو د ټولپوښتنې پایله د هغوی د غوښتنې پر خلاف شوه. اوس چې بریتانویانو له اروپايي ټولنې څخه  لاره بیله کړې راځئ ددې پریکړې په اغیزو لږ تم شو.

په ټوله کې د بریتانویانو یاده پریکړه په بریتانیې او اروپايي ټولنې لاندې اغیزې لرلی شي:

۱. د اروپايي ټولنې پاشل:

له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا وتل په لومړی سر کې ښايي ددې ټولنې نورو هیوادونو ته لدې ټولنې څخه د وتلو انګیزه ور کړي او دا زمینه ورته برابره کړي چې نور لدې ټولنې سره خدای پامانی و کړي،  په خاص ډول د یونان په څیر هیوادونو ته چې لا له مخکې اقتصادي کړکیچونو سره مخ دي او خلک یې د اقتصادي اصلاحاتو غوښتونکي دي، یونان نشي کولی د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو ته پورونه ور کړي نو ښايي اوس یې له ټولنې څخه وتلو ته ښه پلمه جوړه شي. له بلې خوا د ټولنې یو شمیر نور غړي به لدې فرصت نه په استفادې په ټولنه کې د لا نورو امتیازاتو او شرایطو په اړه چنې وهل پیل کړي.

۲. د بریتانیا د تجزیې ګواښ:

له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیې وتل د نوموړي هیواد د تجزیې ګواښ هم غښتلی کوي. د سکاټلنډ لومړی وزیر لا دمخه ویلي چې که بریتانیانو له اروپايي ټولنې څخه د وتلو پریکړه و کړه، دی به په بریتانیا کې د سکاټلنډ د اوسیدو په اړه بیا ځلي ټولپوښتنه و کړي او دا ځل به سکاټلنډیان وي چې له بریتانیا څخه د استقلال په اړه تصمیم نیسي. همدارنګه د لندن او ځینو نورو ښارونو په اړه هم نظر دادی چې ښايي هغوی هم په ورته عمل لاس پوري کړي.

۳.  د اروپايي ټولنې امنیت او نفوذ:

انګلستان او فرانسه د اروپايي ټولنې هغه دوه غړي دي چې امنیت شورا کې دایمي غړیتوب لري او همدا ددې لامل شوی چې اروپايي ټولنه د خپلو نړیوالو اړیکو په برخه کې قوي موقف و لري او تر څنګ یې په نړیوال امنیت او سوله هم باالقوه اغیز و شیندي. نو ځکه لدې ټولنې څخه د بریتانیا وتل کولی شي د ټولنې په بهرنی سیاست او امنیت ناوړه اغیز و کړي.

۴. د کشمکشونو را منځته کیدل:

لکه چې د ټولپوښتنې پایلې ښيي په اروپايي ټولنه کې د پاتي کیدو د پلویانو او مخالفینو شمیر سره ډیر نژدې دی،  نو ځکه له اروپايي ټولنې څخه وتل کولی شي ددې دوو ډلو ترمنځ یو کړکیچ رامنځته کړي چې د بریتانیې او اروپايي ټولنې لپاره ناوړه پایلې درلودلی شي.

۵. د کارګرو کمښت:

له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا وتلو یو اغیز به دا هم وي چې دې هیواد ته به له ټولنې څخه د مهاجرینو د اوښتو کچه  را ټیټه شي چې دا چاره بریتانیا په بیلابیلو برخو کې د کارګرو له کمښت سره مخامخ کولی شي.

۶.د اقتصادې ودې را ټیټیدل:

وړاندوینې ښيي چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا وتل به د یاد هیواد په اقتصادې ودې کې  ټیټوالی راولي. د  سوداګرۍ د نړیوالې ټولنې عمومي مشر لندن ته د خپل سفر پر مهال خبرداری ور کړی و چې که بریتانیا له اروپايي ټولنې څخه د وتلو پریکړه و کړي د سوداګریزې سیالی ځواک به یې را ټیټ شي. د یادې ادارې ریس روبرتو آزرد وايي (( که څه هم د بریتانیا سوداګري به روانه وي اما دا سوداګري به په ناوړه وضعیت کې وي.)).

همدارنګه د ټایمز مجلې د یادې پریکړې ځیني نورې اغیزې په لاندې ډول اټکل کړیدي:

  • د بریتانیې د مالیې وزارت وايي چې  له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیې د وتلو لګښت په کلنی توګه په هرې بریتانوي کورنی شپږ زره ډالره اټکل شویدی چې دا رقم د اقتصاد د کمزوري کیدو وړاندوینه کوي.
  • تر ۲۰۳۰ پورې به د بریتانیا د ملي عوایدو کچه د اوس په پرتله ۶ سلنه را ټیټه شي.
  • لکه مخکې چې مو یاده کړه له اروپايې ټولنې څخه د بریتانیا وتل به د یاد هیواد احتمالي صادراتو ته سخت ټکان ور کړي او د داخلي او خارجي پانګونو کچه به را ټیټه کړي.
  • انګلستان به اړ وي چې له ټولنې سره د کاناډا په څیر تړون ولري، د ویلو ده چې ددې ټولنې او کاناډا ترمنځ د تړون د لاسلیکیدو بهیر اوه کاله وخت و نیو.
  • انګلستان به مجبور وي چې له اروپايي ټولنې سره د سوداګرۍ د نړیوالې ادارې تر قوانینو لاندې سوداګریزې اړیکې و لري، چې دا چاره بیا ځانته خاص پروسیجرونه لري.

له بلې خوا دمګړی اروپايي ټولنه له سختو ستونزو لکه تروریزم، یورو، له روسیې سره ستونزې، د یوکراین کړکیچ،  بیکاري او مهاجرینو سره مخ ده چې کولی شي یاده ټولنه له سختو ستونزو سره مخ کړي او په پایله کې د اروپايي ټولنې امنیت او ثبات ته ګواښونه را منځ ته کړي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د