شعـــــرونه

پښتون او ځنځيرونه

 شاعر: احمد ضیا ساپی

لاس او پښو کې ځنځیرونه نه دې څه دې؟
په پښتون چې دا ظلمونه نه دې څه دې؟

دا ترهګره او ګناه کاره ټول پښتانه ورته ښکاریږي
چې پري ډک ټول زندانونه نه دې څه دې؟

دا دی بیا زمونږ په کلی جنګ شروع شو
کنډوالي زمونږ کورونه نه دې څه دې؟

ګوره وینم خړ ګردونه په دې کلو
بارانونه د بمونو نه دې څه دې؟

دا لحظې د قیامتونو نه دې څه دې؟
را لویدو د اسمانونو نه دې څه دې؟

زمونږ د کور په مخ کې شنه هدیره ګوره
پري ولاړ شنه بیرغونه نه دې څه دې؟

ای ساپیه! ته یې په اوښکو اوښکو لیکه
فرعونیت چې دا وختونه نه دې څه دې؟؟؟

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا منم چه انګریزانو هم زمونږ په هیواد او هم د هند په لویه وچه کی زیات د پشتنو یا پټانانو له لاسه ښه ورځ ونه لیدله چه نتیجه په سیمه کی د دوی هغه لمر چه ډوبیدو وړ نه وو د دوی لمر خړ او کمرنګه شو ، د همدی امله یی لمړی زمونږ د کارمل او کرزی په شان عیاشو او ناوړه پاچاهانو څخه په استفاده کولو زمونږ د هیواد نیمه برخه بیله او په هغه پاتی نیمی غچ اخستنی پسی بیا راغلی . مګر دا چه یواځی د پشتنو یا افغانانو نوم یادیږی دا ځکه چه له… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x