افغانستان

امریکايي ځواکونو په طالبانو بریدونه کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۵مه ۱۳۹۵ل): امریکايي ځواکونو یو ځل بیا د بارک اوباما په امر په طالبانو بریدونه کړي دي.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون منلې چې تازه هوايي بریدونه د افغانستان په جنوبي سیمو کې تر هغه وروسته شوي چې په دغه هېواد کې امریکايي ځواکونو ته زیات پوځي صلاحیتونه ورکړل شول.

د پنټاګون ویاند پیټر کوک پرته له دې چې د برید په اړه جزییات ورکړي ادعا وکړله چې په هوايي بریدونو کې يې هغه ځایونه په نښه کړي چې دوی په نظر کې نیولي وو.

هغه زیاته کړه چې دغه هوایي بریدونه یواځې په هغه ځایونه کې کیږي چې افغان لورې ته یې ستراتیژیکه گټه ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x