
لال چند سیتا رام راجپوت د ملي لوبډلې مشر روزوونکی وټاکل شو
نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۵مه ۱۳۹۵ل): نن د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي توګه اعلان وکړ چې د هندوستان لال چند سیتا رام يي د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د مشر روزوونکی په توګه انتخاب کړی.
هیره دې نه وي چې څو میاشتې وړاندې د انضمام الحق له استعفا څخه وروسته ملي لوبډلې مشر روزوونکی نه درلود. د سیتا رام لومړۍ دنده به د سکاټلینډ، ایریلینډ او نیدرلینډ لوبډلو پر وړاندې د ملي لوبډلې راتلوونکې لوبې وي.
د افغانستان د ملي لوبډلې د مشر روزوونکی دندې لپاره د پاکستان پخوانی توپ وهوونکی محمد یوسف، د سویلي افریقا پخوانی توپ وهوونکی هرشل ګیبز او د ویسټ انډیز پخوانی چټک توپ اچوونکی کوري کولیمور له پیاوړو نوماندانو څخه ول چې دغې دندې لپاره يي وړاندیز ورکړی و خو سیتام رامل د هندوستان د کرکټ بورډ له لوري معرفي شوی و.
د راپورونو پر بنسټ د افغانستان کرکټ بورډ له نوموړی سره دوه کلن قرارداد لاسلیک کړی خو دغه قرارداد به اروپا ته د ملي لوبډلې له سفر وروسته نهايي شي. افغانستان به په نژدې راتلوونکي که د سکاټلینډ او ایرلینډ په خلاف اوه یوه ورځنۍ لوبې ترسره کوي.
ښاغلی راچپوت چې اوسمهال ۵۴ کاله عمر لري د هندوستان لپاره دوه څلور ورځني او څلور یوه ورځني لوبې ترسره کړي. له دې وړاندې نوموړی په راجني او انډین پریمیر لیګ سیالیو کې د ممبۍ د لوبډلې مشر روزوونکي هم پاتې شوی.
ښاغلی راچپوت نن د یوې خبري ناستې په ترڅ کې چې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي رئیس شفیق الله ستانکزی، ملي روزوونکی رئیس احمدزی او نوی ټاکل شوی روزوونکی راجپوت ګډون درلود معرفي شو.
د کرکټ بورډ اجرایوي مشر وویل:« مونږ د ملي لوبډلې لپاره د یو پیاوړی روزوونکی په لټه کې و چې مختلفو روزوونکو خپل وړاندیزونه هم مونږ ته استولي ول خو مونږ له کره څیړنو وروسته لال چند د ملي لوبډلې مشر روزوونکی په توګه انتخاب کړ او هیله لرو چې نوموړی خپلې تجربې له ملي لوبډلې سره شریکې کړي.»