اټکل شوی چې د يادو سېلابونو له امله به مرګ ژوبله نوره هم زياته شي .

امريکا : ويرجنيا کې سختو سېلابونو مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۵، ۱۳۹۵ل):د امريکا د لويديځي ويرجنيا په زياتو ناحيو کې د سېلابونه له امله بېړنی حالت اعلان شوی .

ويرجنيا کې سېلابونو او توفان له امله درنه مرګ ژوبله رامنځته شوې او زيات شمېر وګړي د کورونو پرېښودلو ته مجبور شوي .

تر دې مهال د سېلابونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه وژل شوي ، کېدای شي مرګ ژوبله تر يادي کچي لوړه شي .

ويل کيږي د روانو سېلابونو له امله تر دې مهال تر سلو ډېر کورنه وران شوي همدا راز زرګونه کورونه له برېښنا بې برخي شوي .

د ويرجينا والي ایرل رای تومبلين يادونه کړې چې د سېلابونو زيان مخ په زياتېدو دی او د ځينو سيندونو اوبه تر خطرناکي کچي لوړي شوي .

پاته دي نه وي چې لويديځي ويرجنيا د ۵۵ ناحيو له جملې په ۴۴ ناحيو کې بېړنی حالت اعلان شوی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د