ګډ حکومت چې په خپل لومړي غبرګون کې یې د امریکایانو د بیا ځلي بمباریو هرکلی کړی باید په دې خبره ځان پوه کړي چې کوم دولت چې په خپل ملت کې یې بقاء او استمرار د اجنبیانو د بمباري په زور وي هغه په هیڅ ډول د خپل ولس له ملي او قانوني مشروعیت څخه نه شي برخمن کیدای.

د امریکايي ځواکونو بیا ځلی بمباري به د افغانانو کوم درد دوا کړي؟

له دوه کلن توقف وروسته تیره ورځ امریکايي ځواکونو یوځل بیا په افغانستان کې د نویو هوايي بریدونو خبر ورکړ.

۱۵ کاله وړاندې امریکایي ځواکونه او د هغوی په لسګونو زره نړیوال ایتلافیان د دې لپاره افغانستان ته راغلل چې دلته د دوی په اصطلاح امنیت تأمین او د قانون حاکمیت ته زمینه مساعده کړي.

له هغه وخته اوس ۱۵ کاله تیریږي او په دې ټوله موده کې افغانانو د سر په سترګو هغه څه ولیدل چې امریکایانو په افغانستان کې د امنیت د تأمین او د قانون د حاکمیت په اړه تر سره کړل.

امنیتي و ضعیت یې تر دې کچې را ورساوه چې د کابل ښار په داخل کې له حکومتي لوړ پوړو چارواکو رانیولې ، تر بهرنيو د یپلوماتانو او کابل ښاریانو پوري یوهم ځان خوندي نه احساسوي ، بلکي عملا لیدل کیږي چې په رڼاورځ وژل کیږي ، تښتول کیږي او ویشتل کیږي .

د قانون حاکمیت هم د امنیت د تأمین په څیر په داسې ډول عملي شوی چې جنګي مجرمین په تیره هغوی چې نومونه يي په ښکاره ډول د جنګي جنایتکارانو په توګه د بښنې له نړیوال سازمان او د بشري حقونو له نورو مدافعو ډلو سره ثبت دي هغوی نن د ولسمشرۍ د مرستیالۍ په مقام ، کابینې ، پارلمان او مشرانو جرګې کې د ولس د استازیو په نوم ناست او پر افغانانو حکومت کوي.

د غه حکومت چې د نیږدي ۴۰۰۰ خارجي ځواکونو د وژل کیدو او سلګونوزره نورو د زخمي کیدو په قیمت منځته راغلی خپله د امریکایانو په اعتراف د نړۍ په کچه فاسد او له درغلیو ډک حکومت دی.

همدا فاسد حکومت دی چې هم په هیواد کې د امن په ټینګښت کې ناکام دی ، هم يي چارواکي په غلاوو او فساد کې ډوب او هم د بشري حقونو په نقضولو تورن دي.

په تیرو ۱۵ کلونو کې چې امریکا، د ناټو تړون او ټوله نړیواله ټولنه يي تر شاولاړه دا یې نتیجه شوه چې خپله پنټاګون تیره اونۍ په جاري کړي رپوټ کې پر دې اعتراف وکړ چې په افغانستان کې د بهرنیانو له یوې نیمې لسیزې تېرولو وروسته هم ۸۰ سلنه افغانان له امنیتي وضعیته اندېښمن دي.

اوس چې یوځل بیا امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو په حمایت کې پرافغانانو بمباري پیل کړې دا به له پوځي او امنیتي لحاظه د افغانانو لپاره څه لاسته راوړنه ولري؟

ایا په تیرو ۱۵ کلونو کې د امریکایانو پوځي حمایت او د هغوی په ملاتړ بمباري کول په هیواد کې له امنیت راوستو سره څه ګټه وکړه.

ایا په تیرو ۱۵ کلونو کې د امریکایانو په دغو حمایتي بمباریو کې کم شمیر ولسي وګړي ووژل شول؟

ایا د حکومتي چارواکو هغه افغان سر تیري هیر شول چې په مکرر ډول د امریکایانو په همدغه ډول حمایتي هوايي بریدونو کې له ژونده بي برخې شول؟

ایا اوس کوم تضمین وجود لري چې بیا به د امریکايي حمایتي بمباریو په ترڅ کې اشتباهي وژنې نه رامنځته کیږي؟

ګډ حکومت چې په خپل لومړي غبرګون کې یې د امریکایانو د بیا ځلي بمباریو هرکلی کړی باید په دې خبره ځان پوه کړي چې کوم دولت چې په خپل ملت کې یې بقاء او استمرار د اجنبیانو د بمباري په زور وي هغه په هیڅ ډول د خپل ولس له ملي او قانوني مشروعیت څخه نه شي برخمن کیدای.

دا ډول حکومت یوځل د انګریزانو د پوځي حمایت په مټ د شاه شجاع او بل ځل د پخوانیو شوریانو د اشغال په مټ د ببرک کارمل د واکمنۍ په مهال افغانانو تجربه کړی دی.

اوس که امریکایان غواړي د خپل پوځي اشغال او هوايي بمباریو په مټ د اشرف غني په مشرۍ ګډ حکومت پر افغانانو تحمیل کړي د دې پایلې به هم د شاه شجاع او ببرک د ناکامو حکومتونو په څیر وي چې د افغانانو د هیڅ درد د دوا کیدو توقع تري نشي کیدلای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د