
فراه : طالبانو د استيناف محکمې قاضي اعدام کړی
نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۵، ۱۳۹۵ل): طالبانو د فراه ولايت د استيناف محکمې قاضي له اختطاف وروسته په خاک سفېد ولسوالۍ کې اعدام کړی
د فراه د والي وياند ناصر مهري د استيناف محکمې د قاضي وژنه تائيدوي .
ناصر مهري د قاضي نوم شمس الرحمن ښيي او وايي د نوموړي جسد د فراه ولايتي روغتون ته نقل شوی .
ويل کيږي قاضي شمس الرحمن د هرات ـ فراه د لويي لاري په اوږدو کې د فراه رود په سيمه کې د طالبانو له لوري ژوندی نيول شوی او وروسته په خاک سفېد ولسوالۍ کې اعدام شوی .
طالبانو د قاضي د وژني په اړه څه نه دي خپاره کړي خو وروسته له هغه چې په کابل کې د طالبانو شپږ تنه زندانيان د قاضيانو په امر اعدام شول طالبانو حکومتي قاضيان او محکمې په مرګ و ګواښلې .
له ګواښ وروسته طالبانو څو ځله د عدليې وزارت اړوند محاکم او قاضيان په نښه کړي .
ښايي د قاضي شمس الرحمن وژنه هم د طالبانو له لوري د خپل کړي هوډ د پوره کولو يوه برخه وي .