د روژي شلمه ورځ د تاریخ پاڼو کي !

شفیق احمد ریان

بسم الله والحمدالله

د مکي فتح :

د روژي په ۲۰ ورځ په ۸هـ کال کي چي د ۶۳۰ میلادي کال د جون د میاشتي له ۱۱ تاریخ سره سمون خوري مکه مکرمه د مسلمانانو په لاس فتحه شوه ، اتم هجري کال د فتحي د کال په نوم هم یادیږي په تاریخ کي د مکي فتح د فتح الفتوح په نوم سره یادیږي ، د مکي له فتحي څخه وروسته ډلي ډلي خلګ د اسلام په دایره کي داخلیلدل پيل شول ، همدا رنګه د قریشو مهمو مشران لکه ابو سفیان ، سهیل بن عمر ، عکرمه او نورو کسانو هم اسلام قبول کړ.

د مکي له فتحي وروسته سمدستي د حنین غزا وشوه ، له هغه وروسته طائف هم مسلمانانو فتح کړ .

په قیروان کي په لومړي ځل د مسجد جوړیدل :

د روژي په ۲۰ ورځ په ۵۱ هـ ق کال کي چي د ۶۷۱ میلادي کال دي سپتمبر د میاشتي له ۲۹ تاریخ سره سمون خوري عقبه بن نافع رضي الله تعالی عنه په قیروان کي لومړی مسجد ودان کړ .

د قرطبی څخه د زرګونو خلګو کډوال کیدل :

د روژي په ۲۰ ورځ په ۲۰۲ هـ ق کال کي چي د ۸۱۸ میلادي کال د مارچ د میاشتي له ۳۰ تاریخ سره سمون خوري د قرطبي زرګونه خلګ  مصر ته کډوال شول ، ددوي د کډوال کیدل لامل دا  وو چي غوښتل يي د الحکم بن هشام په خلاف بغاوت وکړي الحکم ددوی بغاوت په زور غلی کړ او دوي يي تر سخت فشار لاندي ونیول . مصر ته تقریبا  ۱۵زره  د قرطبي وګړي کډوال شوي وو څه موده يي مصر کي تیره کړله وروسته د اقریطش جزیري ته لاړل او هلته يي کوچنی حکومت جوړ کړ ،دي حکومت تر ۱۳۰ کلونو پوري دوام وکړ .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د