نوموړي په یاد بحث کې پرلپسې تکراروله چې د دولت له مخالفینو دومره نه دي په ځور، لکه د لویو لارو پر سر چې له پولیسو ځورېږي.

د احمدشاه ابدالي شرکت مرستیال: پولیس د شلو افغانیو لپاره هم د سپرلیو پر مو ټرو ډزې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۵مه، ۱۳۹۵ل): په کندهار کې د احمدشاه ابدالي په نوم د مسافر وړونکو د مشهور شرکت مرستیال وايي چې د حلقوي سړک په اوږدو کې يې د موټر سپرلۍ او موټر چلوونکي د پولیسو له لوري ځورول کېږي.

حاجي احمدالله چې د کورنیو چارو وزارت له ویاند سره په یوه تلویزوني بحث کې خبرې کولې وویل چې دوی کره شواهد او اسناد لري چې پولیسو پر موټر ډزې کړې او د شلو او پنځوسو افغانیو لپاره يې مسافر پر ساعتونو ځنډولي دي.

نوموړي په یاد بحث کې پرلپسې تکراروله چې د دولت له مخالفینو دومره نه دي په ځور، لکه د لویو لارو پر سر چې له پولیسو ځورېږي.

هغه وويل: «زموږ دواړې خواوې د سر تورې سترګې دي، خو موږ غریب خلکو یو خپل کار کوو له موږ سره باید پام وشي.»

حاجي احمدالله وايي چې د کابل – کندهار پر لویه لاره يې په غزني کې د شاهراه مسوول ته د ګیلان ولسوالي اړوند د جنډې په سیمه کې د پولیسو شکایتونه وړاندې کړ، خو د ده په خبره هغه تر اوسه خبر نه و چې جنډه د زابل که د غزني مربوط سیمه ده.

« ماورته شکایتونه وړاندې کړل، خو قوماندان صاحب راته ویل چې دا زموږ نه؛ د زابل مربوط کېږي، د خدای لپاره دی تر اوسه خبر نه و چې جنډه چېرې ده؟»

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ومنله چې د لویو لارو پر سر پراته پولیس ستونزې لري خو په وینا يې چې دوی يې د سمولو هڅه کوي.

صدیق صدیقي وايي چې دوی له ۱۳۹۳ کال راهیسې د لویو لارو د ساتنو په موخه دا پلان تر لاس لاندې نیول چې امنیتي پوستې ډېرې کړې او په وینا د خلکو د هوسايي لپاره کار وکړي.

خو حاجي احمدالله وايي چې څو ورځې وړاندې هم وسله والو په ګرشک کې یوې پوستې ته څېرمه د سپرلۍ موټر درولی سپرلي يې ترې ښکته کړي له پوښتنو ګروېږنو وروسته يې بېرته خوشي کړي دي.

د هغه په خبره پولیس په دفاعي حالت کې دي او له پوستې د باندې د هیچا هم په کیسه کې نه دي، نوموړي صدیق صدیقي ته مخ کړ: « د خدای لپاره چې تاسې د یو حلقوي سړک امنیت نه شئ ساتلی، د زابل او کونړ ساتنه خو لرې خبره ده!»

د کورنیو چارو وزارت ویاند ژمنه وکړه چې دوی به د لویو لارو د خوندیتوب لپاره هڅې ګړندۍ کوي او په وینا يې پر دې موضوع د امنیت شورا کې هم بحث شوی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د