د انسان لپاره شیطاني دامونه – څلورم ځنځیر

عبدالمالک روحاني

د انسان لپاره شیطاني دامونه – څلورم زنځیر ښه نو پر دریم زنځیر دي هم ځان خلاص کړ؛ څلورم زنځیر ته راغلې، دلته به څه درته وایي؟

دلته درته وایي صغیره ګناوي کوه! ځکه کافر نه سوې، مشرک نه سوې، لویي ګناوي نه کوې، یا خو دي توبه ځیني وکښل، دا صغیره ګناوي څه پروا لري!؟ دا دومره خبره نه ده او د دې په مثل نور… .

شیطان په دغو کوچنیو ګناوو ستاسو رب پر تاسو په قهر کوي.

تاسو پوهیږئ چي سیلاب دڅاڅکو یا قطرو څخه جوړیږي؟او غر دشګو څخه جوړ دی؟ رسول الله(صلي الله علیه وسلم) فرمایي: د کوچنیو ګناوو سره پام کوئ، دکوچنیو ګناوو څخه ځانونه وساتئ، ځكه دغه کوچنۍ ګناوي پر یوه چا سره یو ځای کیږي، تر څو چي هلاک یې کړي.

شیطان وایي صغیره ګناوي وکړه او موږ ټول صغیره ګناوي کوو. د دې حل څه دی؟

د دې حل توبه او استغفار، لمونځونه او عبادتونه دي. دغه هغه څه دي چي موږ دصغیره ګناوو څخه پاکوي.

د توبې قلبېدو نښي:

له يوه عالم څخه پوښتنه وشوه چي يو انسان که توبه وباسي د هغه د توبې د قبلېدو نښانه به څه وي؟ هغه په ځواب کي ورته وويل: د توبې منل کېدو د پاره ځیني نښي نښانې شته او هغه دا چي انسان له هغه وروسته تل الله تعالي يادوي او له ښو خلکو سره ناسته ولاړه کوي، له بېکارو، بدکارو او فساد اچونکو انسانانوڅخه لري ګرځي، لږه دونيا ورته ډېره ښکاري او د اخرت لپاره ورته ډېر کار هم لږ ښکاري.

د شیطان دځنځیر څلورمه کړۍ هم وشلیدل!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د