افغانستان

صدیق صدیقي: طالبان په خطرناک تکتیک سره خپل کارونه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۵مه، ۱۳۹۵ل): د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې طالبان د خپلو کارونو لپاره « خطرناک تکتیکیونه » کاروي.

نوموړي د لویو لارو پر سر د نا امنیو په تړاو په تلویزوني بحث کې وویل چې طالبانو له ځانګړو تکتیکونو په استفادې مسافر له موټرو ښکته کړي او پوښتنې او ګروېږنې يې ترې کړې ده.

صدیق صدیقي په هلمند کې وروستۍ پېښې ته په اشارې وویل چې طالبانو د امنیتي ځواکونو یونیفورم اغوستی و او له موټرو يې مسافر ښکته کړي او پوښتنې يې ترې کړې دي.

نوموړي له طالبانو سره « د بایومیټريک سیستم » موجودیت د هغوی تبلیغاتي اوازه وبلله خو ويې منله چې ځينې سکن ماشینونه يې ګوتو ته ورغلي دي.

د صدیقي په وینا د امنیتي ځواکونو د پېژندنې ذخیره په کورنیو چارو وزارت کې په یوه محفوظ سیستم کې ساتل کېږي چې د ده په وینا طالبان يې نه شي تر لاسه کولی خو پر دې سربېره يې په ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د ثبت د ماشینونو موجودیت ومانه.

صدیقي په کندوز هغه ښکته کړل شوي کسان چې طالبانو نظامي مسوولین بللي و او د هغوی د وژلو پړه يې ومنله، عادي ولسي وګړي وبلل، خو ويې ونه ویل چې طالبانو ولې د نږدې دوو سوو تنو له منځه څو تنه ووژل او نور يې خوشي کړي دي.

په کندوز کې خوشي شویو مسافرو ویلي و، چې طالبانو د دوی ګوتې په یو ماشین کتلې او وروسته يې ځينې مجرمین او ځینې بې ګناه بلل او خوشي کول، خو ځينې سرچينې بیا وايي چې طالبان پر دې تاکتیک سربېره د نیول شویو کسانو نه د هغوی پر تلیفون د هغه له کورنۍ سره اړیکه نیسي او د نیول شوي کس د دندې او نورو مشخصاتو په اړه ترې پوښتنې کوي.

ياده دې وي دا لومړی ځل دی چې د کورنیو چارو وزارت ویاند د طالبانو پر تکتیک حیراني ښيي او هغه « خطرناک » بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x