د محمد هاشم الکوزي په وینا « ګرده د طالبانو له کمینونو وېرېږي، نو له پوستو به څنګه راووځي؟»

هاشم الکوزی: امنیتي ځواکونه له پوستې د باندې د مسوولیت احساس نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۵مه، ۱۳۹۵ل): د مشرانو جرګې غړی او د دې جرګې د دفاعي کمیسیون رییس محمد هاشم الکوزی وايي چې امنیتي ځواکونه پخپلو پوستو کې محاصره پاتې دي.

نوموړي د لویو لارو پرسر د نا امنیو او د وسله والو له لوري د مسافرو د ښکته کولو په تړاو په یوه تلویزوني بحث کې وویل چې امنیتي ځواکونه له خپلو پوستو د باندې اصلاً د مسوولیت احساس نه کوي.

د هغه په خبره امنیتي ځواکونه په ولایتونو کې پخپلو مرکزونو کې په دفاعي حالت کې دي او داسې انګېري چې دوی یوازې باید د خپلو مرکزونو او پوستو ساتنه وکړي.

نوموړي په هلمند کې د یو وژل شوي اربکي قومندان یادونه وکړه چې د هغه مرستې ته هیڅوک هم ور ونه رسېدل.

« صفر محمد اکا پر کور جګړه روانه وه، ما چې د سیمې امنیتي مسوولینو ته زنګونه ووهل، هغوی به ویل چې پر موږ هم جنګ دی، چا به ویل چې موږ ته يې لاره کې کمین نیول دی.»
د محمد هاشم الکوزي په وینا « ګرده د طالبانو له کمینونو وېرېږي، نو له پوستو به څنګه راووځي؟»

هغه په کندوز او هلمند کې د ښکته شویو مسافرو سیمې له امنیتي پوستو سره څېرمه وبللې او ويې ویل چې امنیتي ځواکونه یوازې د خپل ځان پر ساتنه بوخت دي.

د مشرانو جرګې د دفاعي کمیسیون رییس په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي نیکولاس هیسم هم د هېواد حالات مخ پر خرابېدو بللي دي.

هغه په تازه څرګندونو کې امنیتي ځواکونه د مقابلې وړ بللي خو په وينا يې د دوی روزل شویو عسکرو ته لا هم ډېر وخت پاتې دی چې د طالبانو پر وړاندې دې د یوازې جګړې لپاره ټټر ووهي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د